لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال عاصم منیر دپاکستان دپوځ نوی مشر وټاکل شو


دجنرال عاصم منیر په هکله ویل کیږي چې هغه دقران پاک حافط دی، منګلا ټرنننګ سکول نه یې پوځي زده کړې کړي دي اؤ اؤ پوځ کې یې دفرنټئیر فورس رجمنټ څخه کمیشن ترلاسه کړې دی
دجنرال عاصم منیر په هکله ویل کیږي چې هغه دقران پاک حافط دی، منګلا ټرنننګ سکول نه یې پوځي زده کړې کړي دي اؤ اؤ پوځ کې یې دفرنټئیر فورس رجمنټ څخه کمیشن ترلاسه کړې دی

دسخت سیاسي کړکیچ اؤ په میډیا له راپورته شوؤ تودو بحثونو وروسته جنرال عاصم منیر دپاکستان نوی پوځي سرلښکر اؤ جنرال ساحر شمشاد دګډو ځواکونود کمیټې مشر وټاکل شو.

پاکستاني رسنۍ وایي د چهارشنبې په ماښام صدر عارف علوي دپوځي سرلښکر په توګه دجنرال عاصم منیر اؤ دګډو ځواکونو دکمیټې دمشر په توګه دجنرال ساحر شمشاد دټاکنې په اړه د وزیراعظم لخوا په لیږل شوې سمرۍ یا سپارښتنه دایین د243 مې دفعې په اساس لاسلیک کړی دی.

صدر عارف علوي په سمرۍ دلاسلیک کولو نه وړاندې داسلام اباد څخه لاهور ته هم تللی ؤ اؤ دغلته یې دپخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د دنوي پوځي مشرانو دټاکنې په اړه د وزیراعظم هاوس نه دشوې سپارښتنې په اړه خبرې اترې کړې وې .

سرچینې وایي په دغه لیدنه کې عمران خان دهیواد صدر ته ویلي چې په ټاکنه کې ایین څه وایي باید هغې ته غاړه کېښودل شي.

ټاکل شوې ده دصدر له لوري په سمرۍ دلاسلیک کیدو نه وروسته به اوس په لږو شیبو کې د وزیراعظم دماڼۍ څخه د پوځ دنوي سرلښکر اؤ دګډو ځواکونو دکمیټې دمشر دټاکنې په اړه رسمي اعلامیه خپره شي.

جنرال عاصم منیر څوک دی؟

دجنرال عاصم منیر په هکله ویل کیږي چې هغه دقران پاک حافط دی، منګلا ټرنننګ سکول نه یې پوځي زده کړې کړي دي اؤ اؤ پوځ کې یې دفرنټئیر فورس رجمنټ څخه کمیشن ترلاسه کړې دی.

هغه دموجوده پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دقوماندې لاندې په بریګیډیر په توګه په ناردرن سیمو کې دپوځ قومانده کړې ده اؤ په کال 2017 کې دپوځي استخباراتو ډایریکټر جنرل ټاکل شوی ؤ.

په کال 2018 کې هغه ته داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي دمشر په توګه دنده ورسپارل شوې وه خو ډیره لږه موده په دغه څوکۍ پاتې شوی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې دګوجرانوله د کور کمانډر په توګه پوځ کې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

هغه داوخت دپاکستان په پوځي هیډکوارټرز کې د کوارټر ماسټر جنرل په څوکۍ تعنيات دی.

د راپورونو ترمخه د نوموړي د اوسنۍ څوکۍ موده په 27 نومبر سرته رسي او د پوځ د مشر په جوړېدو به د هغه د ملازمت موده نوره درې کاله وغځيږي.

ويل کيږي نوموړی چې کله د ايي اېس يي مشر و نو د پنجاب د مخکني وزیراعلا عثمان بزدار او د عمران خان د مېرمنې د مبينه غبن يا فساد په اړه يې عمران خان خبر کړی و، خو عمران خان په دغه کار خفه شوی او د نوموړي ددغه څوکۍ څخه دلرې کولو سپارښتنه يې کړې وه.

د هغې وروسته لفټننټ جنرل فېض حميد د ايي اېس ايي مشر جوړ کړی شوی و.

دوه شپې وړاندې پوځ ويلي د نوي ارمي چيف او جواينټ چيفس اف سټاف د مشر د ګمارولو دپاره يې نومونه د دفاع وزارت ته ليږلي دي.

د ځايي ميډیا د راپورونو ترمخه په دغو نومونو کې لفټننټ جنرل عاصم منير، لفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا، لفټننټ جنرل اظهر عباس، لفټننټ جنرل نعمان محمود، لفټننټ جنرل فېض حميد او لفټننټ جنرل محمد عامر شامل و.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG