لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه نوره کمه شوې


د پېسو د اتحاديې د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او اې ډیوه ته وایي نړيواله مالياتي اداره به پاکستان ته پورونه ورکړي او سعودی عرب هم پاکستان ته د 4اربه ډالرو په پور ورکولو سلا شوي دي
د پېسو د اتحاديې د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او اې ډیوه ته وایي نړيواله مالياتي اداره به پاکستان ته پورونه ورکړي او سعودی عرب هم پاکستان ته د 4اربه ډالرو په پور ورکولو سلا شوي دي

په پاکستان کې د پیسو د بدلوونکو اتحادیه وایي د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه نوره هم کمه شوې او په انټر بینک مارکېټ کې د یو ډالر بيعه 214 روپو ته راکوزه شوې ده.

د پېسو د اتحاديې د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او اې ډیوه ته وایي نړيواله مالياتي اداره به پاکستان ته پورونه ورکړي او سعودی عرب هم پاکستان ته د 4اربه ډالرو په پور ورکولو سلا شوي دي.

"سعودی عرب وړاندې ورکړی شوو درې اربه ډالرو ته بيا کتنه کوي او نورو 4 اربه ډالره په پور ورکولو سلا شوی دی نړیوالی مالياتي ادارې لخوا د رضامندۍ لیک هم راغلی دی او متحده عرب امارات هم یو ارب ډالرو پانګونو ویلي دي بیا په نړیوال مارکېټ کې د تیلو بیعې کمې شوي او د پاکستان تجارتي خساره هم کمه شوې چی له وجې يې د پاکستان 30% درامدي بل هم کم شوی او پاکستانۍ روپی د ډالر په مقابله کې استحکام موندلی".

د پیسو د بدلوونکو اتحادیه وایي نن په انټر بېنک مارکېټ کې د ډالر بيعه 214.09 روپۍ ته راکوزه شوې او په دې کې یوه روپۍ او 40 پیسی کمی راغلی دی.

تیره ورځ په انټر بېنک مارکېټ کې یو ډالر په 215 او 49 پیسې خرسېدو او په تیره یوه اوونۍ کې پاکستانۍ روپۍ 4% مستحکم شوې د دې تر څنګ په نړیوال مارکيټ کې د خام تیلو بیعې کمې شوي د برنټ کروډ ایل بيعه 97 ډالره او ډبلیو ټي آئی بيعه 91 ډالره یو بيرل ته راکوزه شوې چی له امله یې په پاکستانۍ روپۍ فشار کم شوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې کاروبار کوونکي وایي په نړیوالی مارکيټ کې د تیلو بیعې د کمې او پاکستانۍ روپۍ د استحکام وروستو باید چی د دې ګټه ولس ته هم منتقل کړی شي.

د خېبر پښتونخوا د مرکزي تنظیم د تاجرانو عمومي سېکتر ظاهر شاه وایي چې حکومت د توانایۍ بيعې راکمې کړي.

"په دې وخت کې د روپۍ قیمت مستحکم شو پکار ده چی د دې فایده خلکو ته ورسي د بجلۍ او تیلو په مد کې خلکو رعایتونه ورکړي او دغسې د توانايۍ په نورو مدونو کې د کوم استعمال چې په صنعتونو کې کيږې د هغې قیمتونه کم شي".

څیړنې وایي د سعودي عرب حکومت پلان لري چې پاکستان ته وړاندې ورکړی شوې 3اربه ډالره پورونه تازه کړي او دې ته بیا کتنه وکړي او د دې ترڅنګ پلان لري چې د 10 میاشتو دپاره د میاشتې په سر د 100 ملينه ډالرو قرض تیل پاکستان ته ورکړي.

د دې نه وړاندې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ویلي وو د پاکستان ملګري هیوادونه دې د پاکستان 4اربه ډالره پور یقینی کړي د پاکستان حکومت وایي د نړيوالې مالیاتي ادارې ټول شرطونه یې پوره کړي او امکان لري د روانې میاشتې په اخر کې مالیاتي اداره پاکستان ته د یو ارب او 17 کروړه ډالره پورونه ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG