لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ولې د چین نه پښتانه بچي نه راولي؟ په ووهان ښار کې مردان ضلعې د یو زدکونکي د پلار پوښتنه


د چین په ووهان ښار کې د پاکستاني زدکوونکو مېندې د خپلو بچو تصویران نیولي دي چې په چین کې ایسار دي
د چین په ووهان ښار کې د پاکستاني زدکوونکو مېندې د خپلو بچو تصویران نیولي دي چې په چین کې ایسار دي

محمد ادريس د خېبرپښتونخوا تخت بايۍ پاتۍ کلي دوه ويشت کلن ځوان دی چې له تېرو څلورو کالو راهسې د چين په هوبايي پوهنتون کې د ډاکټرۍ زده کړې ترلاسه کوي او د چين په ووهان ښار کې د کورونا وايرس د ښکاره کېدو وروسته په چين کې پاتې دی.

د محمد ادریس پلار ډاکټر نسيم اعجاز وايي چې کله نه يې زوی په چين کې ګېر دی، په کور کې يې خفګان خور دی، د دوي سره غم دی چې د زوي سره به يې څه کېږي.

ډاکټر نسیم د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل زوی یې چې کله ورته د خوراک او د پېسو د کمي خبره وکړي نو د دوی خفگان لا نور هم زیات شي.

د نوموړي په وينا چې زوي ته يا د هغه ملګري کورونا وايرس اغېزمن کړي نه دي خو د پېسو د نيشتوالي، صفا اوبو او خوراکي کموښت له کبله د ستونزو سره مخ دي.

د محمد ادريس کشر ورور ذوالکفل وايي چې مور يې هره ورځ په خپل بچي پسې ژاړي، خور د خپل ورور لارې څاري او په دې انتظار ده چې کله به بېرته خپل کور ته راځي.

ډاکټر نسيم سره د نورو پنځوستو کسانو د پاکستان سترې محکمې ته هم درخواست کړی دی چې د هغوي بچي دې بېرته راوستل شي. د حکومت له خوا دوي ته د دروغو تسلۍ ورکول کېږي.

د ډاکټر نسيم په وينا چې پاکستان د ايران نه زايرين راوستلی شي خو په چين کې نښتي پښتانه بچي ولې نه راولي.

د ياد وړ ده چې کورونا وايرس په نړۍ کې له اتياو زرو زيات کسان اغېزمن کړي دي او تر دې دمه په چين کې درې زره يو سل درويشت،ايران کې دوه سوه اووه دېرش او په اټلي کې درې سوه شپږ شپېته کسان مړه شوي دي.

په چين کې د نښتو ماشومانو مور او پلار بيا بيا غوښتنه کړې چې د دوي بچي دې بېرته راوستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG