په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پېکس) ويلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د رياست مخالفه تشدد پېښې 34 فيصده سېوا شوي، په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنيتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون 83 تنه وژل شوي دي.
پېکس د نومبر د میاشتې په حواله رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر نه وړاندې دوه میاشتې وسله وال فعاليتونه کم وو خو د نومبر په میاشت کې بيا سېوا شوي دي.
د پېکس په رپورټ کې ويل شوي د ناامنۍ په پېښو کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې ده. د رپورټ ترمخه، د نومبر په میاشت کې په ملک کې په ترسره شوو 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون ټول 83 کسان وژل شوي او د 53 ملکي وګړو او 36 امنيتي اهلکارو په ګډون 89 کسان ژوبل شوي وو.
ويل شوي، د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه 59 وسله وال وژل شوي او 18 مشکوک وسله وال نيول شوي دي.
پېکس ويلي، د اکتوبر 2023م په مقابله کې د نومبر په میاشت کې وسله وال بريدونه 34 فيصده سېوا شوي، وژنې 63 فيصده او ژوبلې 89 فيصده زياتې شوي دي.
رپورټ زياته کړې، د 2022م کال د لومړو 11 مياشتو په مقابله کې د روان کال 2023م په لومړو 11 میاشتو کې په 599 وسله والو بريدونو کې 897 کسان وژل شوي او 1241 ژوبل شوي دي.
ویل شوي، د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 81 فيصده سېوا شوي، د وژنو شرحه 86 او د ژوبلو کچه 64 فيصده زياته شوې ده.
د پېکس د رپورټ ترمخه، خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو اغېرمنه پاتې شوې، په 51 بريدونو کې 54 کسان وژل شوي او 81 نور ژوبل شوي دي، په قبايلي ضلعو کې په 20 بريدونو کې 23 کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.
د پېکس په رپورټ کې ویل شوي، په بلوچستان صوبه کې په نهو بريدونو کې د 15 امنيتي اهلکارو او درې ملکو وګړو په ګډون 18 تنه وژل شوي او اته ژوبل شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې په سيند صوبه کې په دوو وړو بريدونوکې دوه کسان وژل شوي، او پنجاب کې يواځينی برید د ميانوالي په سيمه کې په پوځي هوايي اډه شوی وو.
پاکستان تورونه لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي. په افغانستان واکمن طالبان د پاکستان تورونه رد وي.
د نومبر په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ يوې خبري غونډې ته ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ زياته کړې وه، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
Forum