لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنيزې ادارې: په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد د قانون په اړه بحث حساسه موضوع ده


د وى او ای ډيوه سره په خبرو کې ديني عالم محمد اسرار مدنى وويل " په دې قانون باندي د بحث کولو نه علما ډډه کوي خو وخت راغلی په دې يو سنحيده مکالمه اوشي او د دي غلط کارول ودرولی شي."
د وى او ای ډيوه سره په خبرو کې ديني عالم محمد اسرار مدنى وويل " په دې قانون باندي د بحث کولو نه علما ډډه کوي خو وخت راغلی په دې يو سنحيده مکالمه اوشي او د دي غلط کارول ودرولی شي."

مطبوعاتي رپوټونه وايي د پاکستان يو عدالت د مذهب د سپکاوي په تورڅلورو تنو ته د مرګ او يو تن ته د اوه کاله د بند سزا اورولې ده٠

مذهب ته سپکاوی یوه حساسه موضوع ده او څېړونکي وايي په مسلمان اکثریتي پاکستان کې د مرګ د سزا په ګډون سختې سزاګانې لري. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تورونو ځینې کسان د عدالت نه پرته وژلي شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا له ۱۹۹۰ راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان د توهین مذهب په تور نیول شوي چې په کې ۸۹ کسان وژل شوي. په وژل شوو خلکو کې ۱۸ ښځې او ۷۱ نارینه دي. په دغو تورنو کسانو کې اکثریت مسلمانان دي.

د رپورټونو له مخې د ګل په ورځ په څلورم سپټمبر د راوالپنډۍ يو عدالت جج محمود ملک په دي جرم کي تورن فيضان رزاق، امين رؽيس، محمد رضوان او وزير ګل ته د مرګ سزا واوروله او ورباندي يې د سلو زرو روپو جرمانه هم اولګوله عدالت يو بل تورن تن عثمان لياقت ته د اوه کاله د بند او د سل زرو روپو د جرمانې سزا ورکړه٠

په ملزمانو باندي عمر نواز نومې تن تور لګولې و چې دې کسانو د وټس ايپ ګروپ جوړ کړی و او ورباندي يې د مذهب د سپکاوي مواد خؤرول.

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ايف ايي ای په دوى مقدمه درج کړې وه او د دوى د وټس ايپ ګروپ د پلټنو وروسته ؽى دوى تورن اوګرځول.

دا عدالتى پرېکړه د پوليسو په وينا د پنجاب په جړانواله ښارګوټي کي د يو پادرى په ډزو ټپي کېدو يوه ورځ وروستو راغله.

د دي نه وړاندې هم په ياد ښارګوټي کي د پوليس او اوسيدونکو په وينا د قران پاک د سپکاوي په تور راپاريدلو کسانو 19 کلیساګانې او د 80 څخه زيات کورونه ويجاړ کړل او په سلګونو د اقليتي ټولنې خلک يې بې کوره کړل.

په پاکستان کى په خلکو د مذهب د سپکاوى الزام د لګولو په پيښو اضافه لیدل کېږي او څېړونکي وايي اکثر له دا شخړې د مالى لين دين او ذاتي جګړو په سر مخې ته راځي.

څيړونکي، ځيني عالمان او د مدنى ټولنې فعالان وايي وخت راغلی دې شخړې ته جدي پام وګرځول.


د وى او ای ډيوه سره په خبرو کې ديني عالم محمد اسرار مدنى وويل " په دې قانون باندي د بحث کولو نه علما ډډه کوي خو وخت راغلی په دې يو سنحيده مکالمه اوشي او د دي غلط کارول ودرولی شي."

نوموړي وويل د پاکستان تفتيشى نظام ناقص دی، په ټولنه کى زغم هم کم دی او په داسې مسىله براپاريدونکي خلک اکثر له په داسې جرمونو تورن خلک عدالت ته د وړاندې کېدو وړاندې پخپله ووژني.

مولانا اسرار مدنى زياته کړه داسې قسمه مسىلو کې د لين دين يا د قرض معامله توهين مذهب ته بوځى نو د داسې خلکو په ضد سخته کاروايي پکار ده چې مخنيوی يې وشي.

د سماجى انصاف د ادارې مشر پيټر جيکب په وينا د مذهب د سپکاوي قانون د محرک په توګه کار کوي او وايي کله چې دا قانون نه و نو داسې قضيې ډيرې کمې وې خو د 1991 م نه وروسته په داسې مقدمو کي زياتوالی ليدل کيږي. نوموړي وويل "دا يو مکمل نه بلکې يو امتيازي قانون دی او پخپله مسىلې پيدا کوي".

پيټر جيکب زياته کړه د مدني او د بشري حقونو ډلو سره سره د پاکستان اعلا عدليې هم څو څو وارې دې قانون ته د بيا کتنې ويناوې کړي خو د مذهبي ډلو د ويرې هر حکومت دې قانون ته د بيا کتنې څخه ډډه کوي.

د مطبوعاتي رپوټونو له مخې د 1927 او 1986 ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي 14 پیښې راپورت شوي خو وروسته له هغه چې په قانون کې بدلونونه راغلل شمار یې په چټکۍ سره لوړ شو.

د 1987 او 2022 ترمنځ لږ تر لږه 2,120 کسان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي دي.

په کال 2023 م د اګست مياشت پوري د مذهب د سپکاوي 197 قضيې رپورټ شوي چې په کې تر ټولو زياتې مسلمانانو د يوبل په ضد جوړې کړي دي.

د پاکستان پارليمان د تېر حکومت په وخت د مذهب د سپکاوي په قانون کې نور بدلون وکړو په داسې جرمونو کې ککړ مجرمانو ته د لا سختو سزاګانو ورکولو قانون منظور کړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG