لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته د پاکستاني ټرکونو په اوښتو بندیز


نزدې دوه اوونۍ وړاندې کابل د پاکستان او افغانستان د ټرانزټ همکارۍ کېدونکې غونډه هم ځنډولې وه،
نزدې دوه اوونۍ وړاندې کابل د پاکستان او افغانستان د ټرانزټ همکارۍ کېدونکې غونډه هم ځنډولې وه،

د افغانستان صدر اشرف غني حکم کړی چې د تورخم او سپين بولدک دلارې به افغانستان ته د پاکستان سامانونه وړونکي ټرکونه نه داخليږي.

دغه حکم ته د پاکستان د حکومت يا سوداګرو په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د افغانستان د ټرانسپورټ د وزارت وياند حکمت الله قوانچ ويلي، "د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د تړون وخت سرته رسېدلی، او پاکستان دې افغان ټرکونو ته خپل ملک ته د داخلېدو اجازه ورکړي، دغه شان به بيا افغانستان وکړي په پوله به پاکستاني ټرکونه پرېږدي او افغان ټرکونه به سامانونه تر د حېراتان او شېرخان بندر پورې وړي".

د طلوع نيوز ترمخه د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت پخلی کړی چې صدر اشرف غني د يکشنبې په ورځ حکم کړی چې پاکستاني سامان وړونکي ټرکونه به يواځې د پولې پورې ځي. سامانونه به ښکته کوي او د هلته نه به يې افغان ټرکونه مخکې وړي.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې کابل د پاکستان او افغانستان د ټرانزټ همکارۍ کېدونکې غونډه هم ځنډولې وه، افغان سوداګر وايي ټرانزټ کې هر وخت د ستونزو سره مخ وي.

پاکستاني ټرکونه دا وخت نه يواځې افغانستان ته ځي بلکې د افغانستان د لارې منځني اسیايي هېوادونو ته هم ځي.

د افغانستان د ټرانسپورټ ځينې کمپنیانو ويلي حکومت دې په سمدستي ډول دغه حکم عملي کړي.

د افغانستان د ټرانسپورټ د کمپنيانو مالکانو ويلي، د دغه عمل سره به افغان وګړو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او د ټرانسپورټ کمپنيانو ته به کار ترلاسه شي، دا وخت ډرائيوران د کار د نشتوالي نه په کورونو کې ناست دي.

د يوې ټرانسپورټ کمپنۍ مشر ويلي، پاکستاني ټرکونه د افغانستان هرې برخې ته ځي دغه شان دې د افغانستان ټرکونو ته دې هم اجازه وي چې د پاکستان د لارې ګاونډي ملکونو ته ځي.

کابل ويلي ډېر زر د تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان سره د سوداګرۍ تړون کوي او افغان ټرکونو به دغو ملکونو ته ځي.

افغان سوداګر د پخوا راهسې دا شکايت کوي چې ټرانزټ يې د پاکستان د لاسه د ستونزو سره مخ دی، او بيا د پاکستان د طرفه وخت په وخت د تورخم او سپين بولدک پولې هم تړل کيږي د کوم نه چې د دواړو ملکونو ترمنځ سوداګرۍ باندې بدې اغېزې کيږي.

د تېرو څو کلونو راهسې د پاکستان او افغانستان سوداګري ۲۷ فيصده را کمه شوې هم ده.

د راپورونو ترمخه د پاکستان نه په کال ۲۰۱۰م ، ۲۰۱۱م کې د دوه اعشاريه څلور اربه ډالرو سوداګري شوې وه، کومه چې د هغې نه په وروستو کلونو کې راپه کمېدو شوې او د روان مالي کال پورې ختمېدو پورې به دا يو ارب ډالرو ته راټيټه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG