لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نورالحق قادري: د معاشرې تصویر د "مجروح" کولو اجازت به چا ته نه وي


وزیراعظم ته خپل خط کې نورالحق قادري ویلي د ښځو په نړیواله ورځ دې هیڅ یوې طبقې ته اجازت ورنکړی شي چې په اسلامي ارزښتونو، معاشرتي دودونو، حیا، پاک لمنۍ، پردې او حجاب دې بد رد وویل شي او سپکاوی یې وکړی شي.
وزیراعظم ته خپل خط کې نورالحق قادري ویلي د ښځو په نړیواله ورځ دې هیڅ یوې طبقې ته اجازت ورنکړی شي چې په اسلامي ارزښتونو، معاشرتي دودونو، حیا، پاک لمنۍ، پردې او حجاب دې بد رد وویل شي او سپکاوی یې وکړی شي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري ویلي د دې مخالفت نه کوي چې مېرمنې دې د خپلو حقونو دپاره اواز پورته کړي، احتجاج او لاریون دې وکړي خو چا ته به اجازت نه ورکوي چې د معاشرې تصویر دې "مجروح" کړي.

د انساني حقونو او د مدني ټولنې فعالانو د نورالحق قادري د هغه خط غندنه کړي چې پکې یې د وزیراعظم عمران خان نه غوښتلي چې د مېرمنوو د نړیوالې ورځ اتم مارچ په مناسب کېدوونکي عورت مارچ یا د مېرمنو په لاریون دې بندیز ولګول شي اؤ دا ورځ دې دحجاب د ورځې په توګه ونمانځل شي.

د نورو ملکونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د مارچ په اتمه نېټه مېرمنې د خپلو حقونو په حق کې د"عورت مارچ" په عنوان لاریونونه کوي خو د مارچ منتظمین وايي په پاکستان کې سخت دریځې ډلې اؤ شخصیتونه پې سخت تنقید کوي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې د اسلام اباد څانګې مشر عبدالمجید هزاروي د حکومت نه غوښتلي چې په عورت مارچ دې پابندي ولګوي ګڼي نو دوی به یې په زور د ودرولو کوښښ کوي.

د پاکستان جیو ټېلې وژن سره مرکه کې چې د جمعې په ورځ په ټوېټر هم شریکه شوي ده، نورالحق قادري وویل مېرمنې چې "په کومه طریقه چې دوی اظهار کوي ځما په هغې اعتراز دی."

په مرکه کې د ښاغلي نه وپوښتل شوو چې په تحریک انصاف به هم اعتراز کېدلو چې په جلسو کې سندرې غږوي، مېرمنې ولې ورځي او د جیو د خبریال په قول د پي ټي ای په جلسو کې د مېرمنو سره د بدسلوکۍ پېښې هم شوي دي نو مطلب خو یې دا نه دی چې په جلسو یې چې بندیز ولګول شي، د دې په جواب کې نورالحق قادري وویل که چېرې د نورو ګوندونو په جلسو او که په تعلیمي ادارو کې هم داسې کېږي نو په ضد یې اواز پورته کوي.

هغه وویل د عورت مارچ د اظهار په طریقه اعتراز لري.

په مرکه کې د نورالحق قادري نه په اسلام اباد کې د کالعدم تحریک لبېبک د احتجاج په اړه پوښتنه وشوه او وه وېل شوو چې د دغه احتجاج په مهال په وزیراعظم او د پوځ د مشر په ضد د کفر فتوې لګول شوي وې او د مرکچي په قول "نفرت انګېزي" شوي وه خو نورالحق قادري د احتجاج د حق حمایت کړی و خو اوس چې مېرمنې مظاهره کول غواړي نو هغوی دغه حق نه ورکول کېږي؟ په جواب کې ښاغلي قادري وویل هغه په تحریک لبېک هم تنقید کړی و او د جایزو غوښتنو ملاتړ یې کړی و.

قادري وویل د عورت مارچ په موقع د خپلو حقونو، په مېرمنو د ظلم خلاف او د خپل وقار په حق کې د مېرمنو د دریځ حمایت کوي خو هغه زیاته کړه چا ته به اجازت نه ورکوي چې په مذهب حمله وکړي او یا د معاشرې تصویر د هغه په قول "مجروح" کړي.

د وزير اعظم د دفتر څخه د نورالحق قادري د ليک په اړه لا کومه وېنا مخې ته نه ده راغلې خو د مدني ټولنې او ښځو د حقونو فعالانو د مذهبي چارو د وزير په ليک سختې نيوکې کړې دي ۔

د پېښور هايکورټ وکيلې مهوش محب کاکاخېل وي او ای ډيوه ته وويل د پاکستان ايين هر چاته دا اجازه ورکوي چې دخپلوحقونو غوښتنې دپاره پرامنه غونډې او لاريونونه وکړي

هغې وویل وزیراعظم نه د نورالحق قادري غوښتنه په څرګنده دايين اوقانون څخه سرغړونه ده او د هغه حقونو څخه انکار دی چې هره میرمن يې لري.

د مېرمنو دحقونو دپاره هلې ځلې کوونکی تنظیم حوا لور غړې خورشيد بانو وایي د وزير ليک د هغې بيانيې برخه ده د هغې په وینا مېرمنې د دويمې درجې مخلوق ګڼي.

د مدني ټولنې يوه فعاله طاهره کليم وويل دمېرمنو دحقونو لاريون ته تحفظ ورکول دحکومت ذمه واري ده خو ددغه ذمه وارۍ سرته رسولو پرځاي حکومتي وزير غواړي چې د زنانه ؤ په پرامنه لاريون بنديز ولګول شي چې دا د ټولنې دننه د زنانه ؤ د خپلو حقونو څخه د محرومه ساتلو هڅه ده .

تر دې وړاندې ده کړې د پیپلز ګوند سنېټرې شېري رحمان هم پر خپل ټویټر لیکلي وؤ"د وقافي وزیر دا ډول خبره د حیرانۍ وړ ده، د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ لمانځل کېږي، تاسې د تش لاسو ښځو پر مارچ په بندیز لګولو سره څه ثابتول غواړئ؟"

وزیراعظم ته خپل خط کې نورالحق قادري ویلي د ښځو په نړیواله ورځ دې هیڅ یوې طبقې ته اجازت ورنکړی شي چې په اسلامي ارزښتونو، معاشرتي دودونو، حیا، پاک لمنۍ، پردې او حجاب دې بد رد وویل شي او سپکاوی یې وکړی شي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز د وي او اې اردو ته څانګې ته ویلي، چې په پاکستان کې ښځې د ژوند په هره څانګه کې فعال کردار تر سره کوي، خو وایي په ډېرو سیمو کې ښځو ته په کورني جایداد کې حق نه ورکول کېږي، په دې موضوع پکار ده چې خبره وشي او هم د دې دلارې د عورت مارچ مقاصد ترلاسه کېدی شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG