لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنټ انتخاباتو غیر رسمي نتیجې اعلان شوي


پاکستان کې د سېنټ د انتخاباتو غیررسمي یا ابتدایي نتیجې اعلان شوي چې ترمخه يې په مرکز کې واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) ډلې بری ترلاسه کړی.

د پاکستاني میډیا تر مخه د پاکستان لوې صوبې پنجاب په ۱۲ څوکیو باندې په ۱۱و د مسلم لیګ (ن) ډلې غړي ټاکل شوي. د مسلم لیګ (ن) ګوند غړو په دغه انتخاباتو کې د ازادو کاندیدانو په هیڅ برخه اخستې وه.

د پنجاب ایالت په پاتې یوه څوکې هم د مسلم لیګ او پاکستان تحریک انصاف ګوند تر مېنځه د سختې مقابلې وروستو د عمران خان تحریک انصاف ګوند دغه څوکۍ ګټلې.

د پاکستان سنده ایالت د سېنټ د ۱۲ څوکیو لپاره شوو ټاکنو کې په ایالت کې واکمن پاکستان پېپلز پارټۍ ۱۰، متحده قامي مومنټ (اېم کیو اېم) او پاکستان مسلم لیګ فنګشنل یوه یوه څوکې ګټلې.

په سند ایالت کې د پاکستان پیپلز پارټۍ ۵ غړي په جنرل یا عمومي څوکیو، دوه په ټیکنو کرېټ، دوه د ښځو په خصوصي څوکیو او یو د لږګیو په څوکۍ ټاکل شوی.

د خېبر پښتونخوا په ۱۱ څوکیو شوو انتخاباتو کې پېنځه پاکستان تحریک انصاف، دوه دوه پاکستان مسلم لیګ او پاکستان پیپلز پارټۍ ، یو یو مذهبي ګوندونو جماعت اسلامي او جعیت علما اسلام (ف) ګټلی.

د پښتونخوا نه د تحریک انصاف دریو، د پاکستان پیپلز پارټۍ، جمعیت علما اسلام، جماعت اسلامي او مسلم لیګ (ن) یو یو کاندید په عمومي ټاکټو منتخب شوي. عوامي نېشنل ګوند د سېنټ به دغه انتخاباتو کې کومه څوکۍ نه ده ګټلې.

د پاکستان ناارامه بلوچستان ایالت کې د سېنټ په ۱۱ څوکیو کامیاب شوو غړو کې ۶ ازاد کاندیدان، دوه دوه د نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یوه څوکۍ د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې ترلاسه کړی.

د پاکستان قبایلي سیمو نه څلور ازاد کاندیدانو د سېنټ څوکۍ ګټلي، په کامیاب شوو سېنټرانو کې شمیم افریدي، مرزا محمد افریدي، هدایت الله او هلال الرحمان شامل دي. دغه ټولو ته د مسلم لیګ ګوند ملاتړ ترلاسه وو.

د سېنټ ۵۲ څوکیو باندې شوي انتخاباتو کې په مجموعي توګه پاکستان مسلم لیګ (ن) تر ټولو زیات ۱۵ څوکې پاکستان پیپلز پارټۍ ۱۱ ، تحریک انصاف ۴ ، پښتونخوا ملی عوامي ګوند ۳، جمعیت علمااسلام، نېشنل پارټۍ ۲،۲ او د متحده قامي مومنټ او مسلم لیګ فنګشنل ۱،۱ کاندید کامیابي ترلاسه کړې. په نني انتخاباتو کې ۱۱ ازاد کاندیدانو بریالي شوي.

د پاکستان د ائین له مخې د سینیټرانو د ټاکنې موده شپږ کاله وي اؤ هر درې کاله وروسته د سینیټ نیم غړي دخپلې ائني مودې په پوره کولو دچوکیو څخه کوزیږي اؤ پاتې د سینیټ غړي دنورو نوؤ سینیټرانو ټاکنه کوي.

نن کیدونکو ټاکنو کې ټول په ټوله ۱۳۵ کاندیدان برخه لري چې په هغوئ کې د خیبرپښتونخوا د۱۱ؤ چوکیو دپاره ۲۷ امیدواران ولاړ وو.

دخیبرپښتونخوا په دغو ۲۷ کاندیدانو کې ۱۴ په عمومي چوکیو، پینځه د ټیکنو کریټانو اؤ اته د ښځو په چوکیو انتخاباتو کې برخه اخسته.

همدغه راز بلوچستان څخه ۲۵ امیدواران د سینیټ ټاکنو ته ولاړ دي چې پکې ۱۵په عمومي، شپږ د ښځو اؤ ۴ د ټیکنوکریټانو په انتخاباتو کې برخه اخستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG