لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي ائتلافيانو د گېلاني د مستعفي کيدو غوښتنه رد کړې


د پاکستان د قانون وفاقي وزير فاروق ايچ نائيک د خالي په ورځ وئيلي دي که چرې ستره محکمه د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د نااهلۍ پريکړه کوي نو بيا حکومت د عدالت ټولو احکاماتو منلو ته تيار دی
د پاکستان د قانون وفاقي وزير فاروق ايچ نائيک د خالي په ورځ وئيلي دي که چرې ستره محکمه د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د نااهلۍ پريکړه کوي نو بيا حکومت د عدالت ټولو احکاماتو منلو ته تيار دی

د پاکستان د ستر اپوزيشن گوند مسلم ليگ(ن) له لوري د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني څخه شوې د استعفي غوښتنه د پاکستان د حکومت ائتلافي گوندونو او حکومتي مشرانو رد کړې ده او وائي وزيراعظم به د هيواد او اولس د خير ښيگړې لپاره حکومتي واگې پخپلو لاسو کې لري.
بل لوري ته په حکومتي ائتلاف کې شامل دمسلم ليگ(ق) صدر چوهدري شجاعت حسين وئيلي دي دسپريم کورټ دفيصلې هر يو تن پابند دى خو په فيصله کې دا نۀ دي وئيل شوي چې گيلاني اوس وزيراعظم نۀ دى پاتې شوى.
لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال چوهدري شجاعت حسين وويل دسپريم کورټ له لوري دوزيراعظم دمجرم گرځولو په ضد عدالت کې اپيل کولى شي، دغوڅې پريکړې وروستو به گورو چې څه کول دي.
هغه په شريف وروڼو نيوکه وکړه او وې وئيل نواز شريف او شهباز شريف پخپله په عدالتونو بريدونه کوي، نواز شريف د سياست څخه نۀ بلکې د موقعې څخه گټه پورته کوي.
هغه وويل چې داپيل دفيصلې وروستو به وزيراعظم سزا شوى گڼل کيږي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې چوهدري شجاعت حسين وويل عام انتخابات به نۀ وړاندې کيږي او نۀ به وروستو بلکې پخپل مقرر وخت به کيږي.
هغه وويل چې دوي د وزيراعظم سره دي، چوهدري نثار يواځې خبرې کوي هغه دوي سره هيڅ تماس نه دى نيولى.
د پاکستان د قانون وفاقي وزير فاروق ايچ نائيک د خالي په ورځ وئيلي دي که چرې ستره محکمه د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د نااهلۍ پريکړه کوي نو بيا حکومت د عدالت ټولو احکاماتو منلو ته تيار دى.
د اطلاعاتو د وفاقي وزير قمر زمان کائره ترڅنگ ميډيا سره خبرو کې دقانون وزير فاروق ايچ نائيک وويل ديوسف رضا گيلاني په خلاف دعدالت دسپکاوي دسپريم کورټ دپريکړې په ضد به اپيل يواځې هاغه وخت کولى شي کله چې تفصيلي امر مخې ته راشي.
هغه وويل چې " په دغه شان ټولو کيسونو کې تل عدالت يو تفصيلي امر کوي، بيا يې سزا شوى تن ولولي او په ضد يې اپيل وکړي"
هغه وويل په دې کيس کې سپريم کورټ تفصيلي امر نۀ دى کړى او نۀ يې هم دخپل امر نقل وزيراعظم ته ورکړى دى.
دقانون وزير وويل سپريم کورټ وزيراعظم نۀ شي نااهله کولى او خلکو ته په فيصلو کولو کې تندي کول نۀ دي پکار.
هغه وويل مقدمه به هله ختميږي کله چې اپيل واوريدل شي ، تندي دڅه دپاره؟
نائيک زياته کړه دقومي اسمبلۍ سپيکر دوزيراعظم دقسمت دفيصلې په اړه د30ؤ ورځو وخت په لاس کې لري او دفيصلې دراتللو پورې به گيلاني دهيواد وزيراعظم او دقومي اسمبلۍ غړى وي.
د پاکستان مسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف لخوا وزيراعظم څخه دمستعفي کيدو په غوښتنه دتبصرې کولو په موقع دقانون وزير وويل دى دنواز شريف زيات احترام کوي خو هغه (نواز شريف) سمه مشوره نۀ ده ورکړې.
اخوا دپنجاب گورنر لطيف کهوسه وئيلي دي يوسف رضا گيلاني نااهله نۀ دى، پارليمان دعدليې پريکړه ردولى شي ځکه چې عدالتونه دپارليمان تابع دي.
په لاهور پريس کلب کې دوينا په مهال دپنجاب گورنر وويل عدليه دې خپله معامله سمه کړي ، هغوي ته يواځې دپيپلز گوند کيسونه په نظر راځي، دغه رويه سمه نۀ ده.
همدغه شان دسندهـ وزيراعلي قائم علي شاه هم وئيلي دي چې په وزيراعظم يوسف رضا گيلاني اتلس کروړه اولس باور لري.
ميډيا سره خبرو کې قائم علي شاه وويل دسپريم کورټ تفصيلي فيصله راتلل باقي دي.
هغه وويل په چارج شيټ او کنوکشن کې فرق وي.
دنواز شريف په اړه قائم علي شاه وويل دهغه دلانگ مارچ دړکه نوې نۀ ده.
دهغه وينا وه که چرې ميا صيب داسلام اباد په لوري راځي نو دوي به د لاهور په لوري ورځي.
قائم علي شاه زياته کړه پيپلز پارټي دائين او قانون مطابق اقتدار ته راغلې.
دپاکستان دسترې محکمې له لوري وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ته دسزا دورکړې وروستو دپاکستان ستر اپوزيشن گوندپاکستان مسلم ليگ(ن)، تحريک انصاف او جماعت اسلامي ديوسف رضا گيلاني څخه غوښتنه کړې وه چې هغه دې دوزيراعظمۍ منصب پريږدي.
خو يوسف رضا گيلاني په قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال په ډاگه کړې ده چې هغه يواځې پارليمان دخپلې عهدې څخه لرې کولى شي او که چرې مسلم ليگ(ن) دهغه لرې کول غواړي نو په ضد دې په پارليمان کې دبې باورۍ تحريک راوړاندې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG