لاس رسیدونکی لینک

 
فلسطيني چارواکي وايي په وېسټ بېنک کې د اسرایل په حمله کې اته کسان وژل شوي
تازه خبر

فلسطيني چارواکي وايي په وېسټ بېنک کې د اسرایل په حمله کې اته کسان وژل شوي


خبري ادارې وايي اسرایل په وېسټ بېنک کې د تېرې څه مودې راهسې عملیات کړي دي چې په کې د تېرې میاشت عملیات هم شامل دي. په دغه اپرېشن کې اووه فلسطينیان ووژل شوو
خبري ادارې وايي اسرایل په وېسټ بېنک کې د تېرې څه مودې راهسې عملیات کړي دي چې په کې د تېرې میاشت عملیات هم شامل دي. په دغه اپرېشن کې اووه فلسطينیان ووژل شوو

فلسطيني چارواکو ویلي اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې د ګل، دوشنبې، په ورځ حمله کې لږ تر لږه اته کسان ووژل.

د اسرایل پوځ وویل په جنین مهاجر کېمپ يې چاپه ووهله او د وسله والو یو مرکز يې په هدف کړو.

په عملیاتو کې اسرایلي ځواکونو ډرون هم استعمال کړل.

د اسرایل پوځي ترجمان لېفټينېنټ کرنل رېچرډ هېچ وویل اسرایلي ځواکونو وسله او ګوله باردو نیولي او مخصوص هدفونه په نخښه کوي.

د فلسطينیانو د صحت وزارت وویل د اتوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ ۲۷ زخمیان شوي هم دي.

خبري ادارې وايي اسرایل په وېسټ بېنک کې د تېرې څه مودې راهسې عملیات کړي دي چې په کې د تېرې میاشت عملیات هم شامل دي. په دغه اپرېشن کې اووه فلسطينیان ووژل شوو.

د متحده قومونو امنیتي شورا سېکیورټي کاونسل تېره هفته په اسرایل او فلسطينیانو زغم نه د کار اخیستلو غوښتنه وکړو او ويې وېل داسې یو اړخيز ګامونو نه دې ډډه وکړی شي چې تاوتریخوالی زیاتوي.

په وېسټ بېنک کې د اسرایل د حملو رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د اسرایل د دفاع وزارت وویل هېوات به د امریکې نه نور ۲۵ اېف ۳۵ ډول جنګي جهازونه اخلي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د مجوزه سودا په نتیجه کې به د د اسرایل د دغه ډول جهازونو تعداد کې ۵۰ فیصد اضافه وشي.

امریکې نه د نورو جهازونو اخیستلو اعلان د اسرایل د دفاع وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وکړو.

ای پي وايي اېف ۳۵ د دنیا جدید ترین جنګي جهاز دی او په منځني ختیځ کې اسرایل یوازنی ملک دی چې دغه جهازونه لري. د اسرایل د دفاع وزارت وویل امریکې نه د جهازونو اخیستلو د درې بېلین ډالرو سودا ته به په اینده میاشتو کې حتمي شکل ورکړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG