لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطیني ادارې ویلي د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې درې فلسطنیان وژل شي دي


اسرایلي پولیس ویلي امنیتي ځواکونه په نابلس کې د یو فلسطنيني ابراهیم نابلسي د کور نه چاپېره شوي وو. د پولیس ترمخه دغه تن په وېسټ بېنک کې د حملو په لړ کې مطلوب و
اسرایلي پولیس ویلي امنیتي ځواکونه په نابلس کې د یو فلسطنيني ابراهیم نابلسي د کور نه چاپېره شوي وو. د پولیس ترمخه دغه تن په وېسټ بېنک کې د حملو په لړ کې مطلوب و

د فلسطيني ادارې د صحت وزارت ویلي د غزه په نابلس ښار کې د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونو د چاپي په مهال د ډزو په تبادله کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو درې فلسطینان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه په نابلس کې تشدد په داسې حال کې شوی چې یوه ورځ وړاندې د اسرایل او د اسلامک جهاد نومې مسلح ډلې ترمنځ د ډز بندۍ په نتیجه کې د دواړو فریقېنو درې ورځنۍ جګړه ودرېدله.

اسرایلي پولیس ویلي امنیتي ځواکونه په نابلس کې د یو فلسطنيني ابراهیم نابلسي د کور نه چاپېره شوي وو. د پولیس ترمخه دغه تن په وېسټ بېنک کې د حملو په لړ کې مطلوب و. پولیس وویل نابلسي او یو بل فلسطیني وسله وال د ډزو په تبادله کې ووژل شو او د هغه د کور نه وسله او چاودېدونکي مواد ترلاسه شول.

د اسرایل پوځ وویل فلسطینیانو اسرایلي ځواکونه به کاڼو او چاودېدونکو موادو وویشتل او په ځواب کې عسکرو ډزې وکړې. د ای پي ترمخه، اسرایلي پوځ فلسطینیان ويشتل شوي خو د حالت په اړه يې څه وه نه وېل.

د فلسطيني ادارې د صحت وزارت په ډزو کې د دریو فلسطینیانو د وژل کېدو تصدیق وکړو او ویې وېل لږ تر لږه ۴۰ کسان زخمیان شوي هم دي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د تېرو څو میاشتو راهسې اسرایلي ځواکونه په وېسټ بېنک کې د فلسطيني وسله والو او په خصوصي توګه د اسلامک جهاد خلاف قربیاً هره شپه چاپې وهي.

د رپورټ ترمخه اسرایلي ځواکونو دغه چاپي په اسرایلیانو د حملو وروسته شروع کړي چې پکې د دې کال په شروع کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG