لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې اسرایلي بمبارۍ ۲۷ کسان وژلي دي


د اکتوبر د لسمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې فلسطينیان د هغه ودانۍ ملبې ته کتنه کوي چې د اسرايل په بمبارۍ کې دلګېدلې ده
د اکتوبر د لسمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې فلسطينیان د هغه ودانۍ ملبې ته کتنه کوي چې د اسرايل په بمبارۍ کې دلګېدلې ده

د طبي امداد فلسطیني ادارې رېډ کرېسېنټ یا سرې سپږومۍ ویلي د غزه په مرکزي برخه کې په یو سکول کې چې د جنګ لاسه بې کوره شویو خلکو په کې پناه اخېستې وه د اسرایل فضايي حملې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.

اسرایل وویل د حملې هدف د وسله والو هغه مرکز و چې په سکول کې دننه جوړ کړی شوی و.

بلخوا، په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکي ځواک، یو اېن ايي اېف ايي اېل، په اسرایلي ځواکونو الزام ولګولو چې د یو اېن ايي اېف ايي اېل، په يو پوست ډزو کې يې دوه عسکر زخمیان شوي دي.

اسرایل وویل د پېښې تحقیقات کوي.

د غزه په دیر البلاح برخه کې د اسرایل د فضايي حملې په اړه د اسرایل پوځ وویل په هغه ترهګرو یې کره حمله وکړه چې په سکول کې یې کمانډ سېنټر جوړ کړی و.

د اېسوسي اټېډ پرېس د رپورټ ترمخه، عېني شاهدینو وویل حمله په داسې وخت وشوه چې د سکول په یوه کوټه کې د سکول منتظېمین د یوې امدادي ادارې چارواکو سره ملاقات کولو. په دغه کوټه کې عموماً د سکول په تحفظ ګمارل شوي د حماس د انتظام لاندې د غزه پولیس وي. رپورټ وايي‌ د حملې په وخت پولیس نه و.

د دې نه مخکې د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په لبنان کې يې د حزب الله دوه هغه کمانډران ووژل چې په شمالي اسرایل د مزایلو په حملو کې ککړ وو.

د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شویو کمانډرانو شناخت د احمد مصطفا الجاج علي او د محمد همدان په نومو وکړو.

ايي ډي اېف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا هم وویل په اسرایل د لبنان نه د ۴۰ راکټونو حمله شوې ده خو د اسرایل دفاعي نظام د زیارتو راکټونو لاره ونیوله.

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دا خبره يې تکرار کړه چې اسرایل سره د امریکې ملاتړ په فولادو کې د نغښتی دی.

د اګست د ۲۱ نېټې راهسې دا په ټېلې فون د بایډن او نېټن یاهو وړمبۍ خبرې اترې وې چې نایب صدر کاملا هېرېس هم په کې شامله وه.

د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو په اړه وایټ هاوس په رسمي بیان کې وویل دواړو مشرانو په دې خبره ټینګار وکړو چې د حماس د ولکي نه د یرغمالانو د ازادولو او د جنګ بشري تاوان کمولو دپاره پکار ده چې سفارتي کوښښونه په بېړنۍ توګه شروع کړی شي.

اسرایلي وزیراعظم د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د ایران حملې ته په جواب ورکولو غور کوي. د وایټ هاوس ترجمانې جېن پېير خبریالانو ته وویل ایران ته د ممکنه جواب په اړه خبرې اترې دوام لري.

بایډن ویلي د ایران په اېټمي سهولتونو د حملې حمایت نه کوي.

د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو اترو سمدستي وروسته د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ په اېکس وویل ایران ته د اسرایل جواب به خونړی، کره او حېرانوونکی وي.

ګېلانټ په هېبروو ژبه کې په خپل پېغام کې وویل هرڅوک چې د اسرایل ریاست ته نقصان رسوي د دې قیمت به ادا کوي.

بلخوا، په غزه کې د جنګ په اړه ملګرو ملتونو خبرداری وکړو چې فلسطینیانو ته محفوظو ځایونو ته د تګ په اړه د اسرایل د بیا بیا احکاماتو په نتیجه کې ملکي فلسطینیانو دپاره په سیمه کې څه محفوظ ځای نه دی پاتې.

د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یو اېن ار ډبلیو ای مشر فلېپ لزاریني د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل یوې غونډې ته وویل غزه د پېژندل کېدو نه وتلي ده، د ملبې سمندر او د لسګونو زرګونو هادیره ده چې ګڼ شمېر په کې ماشومان دي.

لزاریني په شمالي غزه کې په صورتحال د تشویش اظهار وکړو. هغه وویل په سلګونو زرګونو خلک مجبورول کېږي چې د غزه جنوبی برخې ته تګ وکړو چېرته چې د هغه په قول د ژوند کولو حالات د برداشت نه بهر دي.

د امریکي سفیرې لېنډا تامس ګرین فیلډ هم فلسطینیانو ته د اسرایل د انخلا په تازه احکاماتو د تشویش اظهار وکړو. هغې وویل پکار ده چې اسرایل په بېړنۍ توګه داسې ګامونه واخلي چې ملکي خلکو دپاره حالات بهتر شي.

په لبنان کې د جګړې په اړه وایټ هاوس وویل صدر بایډن د اسرایلي وزیراعظم سره په ټېلې فون رابطه کې ډز بندۍ دپاره په سفارتي کوښښونو ټینګار وکړو چې دا ډول د اسرایل او د لبنان د سرحدي سیمو نه بې کوره شوي خلک ستانه شي.

ملګرو ملتونو په لبنان کې د انساني بحران په اړه خبرداری کړی دی. د یو مېلین نه زیات خلک بې کوره شوي دي او په زرګونو خلک د بېروت په ساحل په عارضي پناه ځآیونو کې اوسېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG