هغه دستاوېزات چې پېنډوره پېپرز کې افشا شوي څرګندوي چې په نړیواله کچه د زرګونو په شمېره کې شته منو نړیوالو مشرانو، سیاستوالانو او د شو بز ستورو په کومو طریقو د ګمنامو کمپنو په زریعه خپل دولت خفیه ساتلی و.
پېنډوره پېپرز د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع شوي چې یو شمېر قانون پوهانو د ادارو د 12 مېلینو فایلونو برخه ده او د وي او ای رپورټ وايي دا دستاوېزات د "اف شور" یا د سمندر پورې کمپنو دلارې ترسره کېدوونکو په هغو مالي معاملاتو رڼا غورځوي چې زیاتره د د رازدارۍ په پردو کې پټې وي.
د وي او ای رپورټ وايي د 600 نه د زیاتو خبریالانو یوه ډله د دغو دستاوېزاتو تجزیه کوي.
د پېنډوره پېپرز په افشا شویو معلوماتو کې د ټولو نه زیات حېرانونکي معلومات د ازربایجان د صدر الهام علیېو او د هغه د کورنۍ د دولت په اړه خبرې دي چې په تېرو 15 کلونو کې د علیېو کورنۍ په برطانیه کې د 544 مېلین ډالرو مالیت کاروبار کړی دی.
د اداري فساد یا د بډو رشوتونو په ضد کارکوونکي ادارې ټرانسپېرنسي انټرنېشنل یوکی رېچل ډېویز وايي په 1993 د واک ترلاسه کولو وروسته د علییو کورنۍ د شخصي دولت جمع کولو دپاره د ازربایجان صنعتي او قدرتي وسایل استعمال کړي دي خو د ملک ولس د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.
د اردن باچا شاه عبدالله دویم په امریکا او برطانیه کې خفیه جایدادونه لري چې مالیت یې 100 مېلین ډالر دی. دغه دستاوېزات وايي شاه عبدالله دا جایدادونه د اف شور کمپنو دلارې اخیستې دي. د اردن شاهي محل په یو بیان کې وویل دغه جایدادونه د امنیت په خاطر خفیه ساتل شوي دي او د شاه عبدالله په شخصي پېسو اخیستل شوي دي.
شاه عبدالله دویم د ګل، دوشنبې، په ورځ د قبایلي مشرانو یوې غونډې ته وېنا کې د هغه د جایدادونو په اړه رپورټ رد کړو او ویې وېل هغه داسې څه نه دي کړي چې د ولس نه خفیه وساتي. هغه وویل دغه معلومات د اردن په ضد د الزماتو برخه ده.
په پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان د کابېني د ځینو غړو، ځینې پخواني جرنیلان او ځینې سیاستدانان هم د پېنډوره پېپرز په دستاوېزاتو کې نومول شوي دي. عمران خان ویلي په دې اړه به تحقیقات کولی شي.
د چېک وزیراعظم په فرانس کې د 18 مېلین ډالرو جایداد اخیستی دی او د ملک دویم تر ټولو شته من تن دی. هغه د اتوار، يکشنبې، په ورځ په دغو پېسو یې ټېکس ادا کړی و او دغه پېسې د ملک نه بهر د بېنک دلارې لېږل شوي وې.
د کینیا صدر اوهوروو کېنیاټا او د هغه د کورنۍ شپږ غړي د دولسو نه زیاتو اف شور کمپنو سره تړل شوي دي چې د 30 مېلین ډالرو نه زیاتې اثاثې لري. کېنیاټا په یو بیان کې د پېنډروه پېپرز د شایع کېدو هرکلی وکړو او ویې وېل د دې په نتیجه کې په مالي چارو کې شفافیت زیات شي.
د هندوستان کرکټر سېنچن ټېنډولکر، د موسیقۍ ستورو شکیره او اېلټن جان نومونه هم په پېنډوره پېپرز کې شایع شوي چې اف شور کمپنۍ یې جوړې کړې دي خو د وي او ای رپورټ وايي داسې څه نخښانې نشته چې دوي څه بې قاعدګي کړې ده.
د وي او ای رپورټ وايي په پېنډوره پېپرز کې چې کوم معلومات ښکاره کړی شوي دي زیاتره د قانوني اف شور کمپنو په اړه دي او ډېویز وايي حکومتونو ته پکار دي چې خفیه دولت معلومولو دپاره نور زیار وکړي. هغې زیاته کړه چې حکومتونه به خصوصي توګه د مغربي ملکونو حکومتونه په اړه ډیر کار نه کوي او په دې لړ کې د شفافیت کمی دی چې پېسې کوم ځای ته منتقل او کوم خای کې خفیه ساتل کېږي؟