د بلوچستان ایالت په پنجګور ضلع کې ځايي پولیسو وي او ای ته پخلی کړی، د ایران نه راستنه شوي څلور زایرین تښتولي دي.
د پنجګور د پوليسو د تهاڼې مشر توفيق احمد زیاته کړې، په دوو موټرانو کې سوورو وسله والو د پنجګور ښار عيسۍ سيمې څخهشپږ تنه په زوره اغوا کړي. په تښتول شوي کسانو کې دوه زنانه بیا د اغوا کونکو لخوا خوشي کړل شوي او څلور سړي یې د ځانه سر وړي. دغه ټول کسان د ایران نه راستانه شوي زایرین وو چې د پنجګور په لاره کراچۍ ته روان وو.
د ضلع پنجګور مرستيال کمشنر عبدالرزاق ساسولي و ډيوه ته وويل چې د نا معلومه کسانو پر ضد يې د اغوا پرچه (ايف ايي ار) درج کړی او د تښتول شوو کسانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي. د مرستيال کمشنر په خبره د اغوا د پېښې په حقله دا وويل تر وخټ لمخه دي چې دا به چا او ولې کړې وي.
د بلوچستان ايالت د کيچ او اواران ضلعو تر منځ له هوشاب سیمې څخه د روان کال د اګست مياشتې په اخيره کې همشپږ لارۍ چلوونکي ناپېژاندلو وسلوالو تښتولي وو. د دغه تښتول شوو ډرايورانو تعلق له پنجاب ايالت څخه وو چې ورستو بيرته ژوندي خوشي کړل شوي وو.
د اګست د میاشتې د دغه پيښې په حقله د انساني حقوقو فعالې ايډوکېټ جليله حيدر پر خپل فيس بک پانه ليکلي وو: " له اوران څخه لا درکه شوي اته پنجابي مزدوران د بلوچ بيلتون غوښتونکې ډلې بي ار اې له لوري د انساني خواخوږی په ترڅ کې پريښول شوي.٬٬
د بلوچستان اوران، تربت او له ايران سره نيزدې سيمې د بلوچستان ناارامه سيمېګڼل کيږي. په دغه سیمو کې د بيلتون غوښتونکو بلوڅوبېلابېلې وسلوالې ډلې وخت په وخت د پاکستان پر امنتي ځواکونو او د چین پاکستان اقتصادي منصوبې پر کارکوونکو مزدورانو د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخلي.