لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجګور کې د پاکستان پر پوځ برید ایف ایي آر د نامالومو کسانو پرضد درج کړل شوی


د پنجګور برید سږ کال په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو دریم لوی برید دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکو ویلي چې د پنجګور پیښې د بیلابیلو اړخونه تحقیقات روان دي او په دې تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي او په شکمن ځایونو کې عملیات روان دي.
د پنجګور مرستیال کمشنرشبیر بادینی ویلي د دې پیښې ایف ایي آر یا مقدمه د واشکوک لیویزو د نامالومو کسانو پرضد درج کړل شوی دی.

بلخوا د پاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې ویلي وسله والو د جولایي په ۱۴مه نیټه دا برید د ضلع پنجګورپه ګیشک سیمه کې شوې دی چې د پاکستاني پوځ درې سرتېري وژل شوي او اته ژوبل دي په برید کې ټپي شوي اتو څخه د پنځو وضعیت خراب دی.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې آيي ایس پی آر زیاتوي چې ځینې خبري سرچینو د مړو شمیره لوړه ښودلې چې دا نه سمه ده.

ایي اېس پي ار ترمخه ټپیان د درملنې د پاره د سی ایم ایچ کوټې ته لیږدول شوي دي.

د دغه برید مسولیت د بلوچستان لبریشن فرنټ منلی دی او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې پنځه امنیتي موټرې په نښه کړي دي.

پنجګور د بلوچستان له مرکز کوټې څخه څه د پاسه ۵۰۰ کیلومیټره لرې جنوب لوري ته پرته ضلع ده چې د مکران ډېوېژن برخه ده. د دې په جنوب کې د ګوادر ښار او بندر پروت دی.

د پنجګور برید سږ کال په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو دریم لوی برید دی. د می میاشتې په پیل کېد کوټې شمال ختیځ د بولان په پیر غیب سیمه کې په یوه برید کې شپږ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.

هم د می په میاشت کېد پنجګور سره نزدې د کیچ ضلع په بلیده سیمه کې په یوه برید کې شپږ سرتیري وژل شوي وو.

د دې ډول اکثره پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو قبول کړی. دا ډلې د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز پروژې سي پیک مخالفه هم دي او وروستیو بریدونو کې یې پاکستان کې د چین بنسټونه هم په نښه کړي دي.

پاکستاني ځواکونه د یوې لسیزې راهیسې په سیمه کې د بلوڅ وسله وال بیلتون غوښتونکي غورځنګ سره په جګړه بوخت دي.

وسله واله بېلتون غوښتونکي ډلې د کلونو راهیسې په بلوچستان کې ګوریلا کمپاین په لاره اچولی ، د امنیتي ځواکونو ، حکومتي تاسیساتو او چین - پاکستان اقتصادي دهلیز پورې اړوند پروژې په نښه کوي.

د جون په29 مه د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د بلوچستان لېبرېشن ارمي (بی ایل ای)په نومه ډلې د دغه هېواد په مرکزي سټاک اېکسچېنج یا د ونډو په بازار برید وکړو چې له امله یې درې ساتونکي او یو پولیس ووژل شول.

که څه هم دا ډول ګډوډي د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې لا هم دوام لري ، حکومتي چارواکي وايي په بلوچستان کې د قانون او نظم وضعیت ښه شوی دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په پوځیانو دبریدونو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ ددې برید نه یوازې دوه ورځې وړاندې دافغانستان دپولې ترڅنګ دخیبر پښتونخوا په قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې هم ترهګرو سره یوه نښته کې څلور پوځیان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG