لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار:دوؤ بمي چاؤدنو کې ۴۰ نه سوا کسان وژل شوي


چارواکي وائي دپاکستان دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ په مرکزي سيمه پاړه چنار بازار کې شوؤ دوؤ چاؤدنو کې ٣٩ کسان وژل شوي اؤ د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دژوبل شوؤ ١٠٠ؤ کسانو څخه هم د٢٠ حالت سخت دى چې وئيل کيږي پيښور ته دهغوي دبوتللو تيارۍ روانې دي.
راپورونه وائي لمړۍ چاؤدنه دکرمې ايجنسۍ په مرکزي پاړه چنار بازار کې په يو موټر سائيکل دتړلو چاؤديدونکو موادو په نتيجه کې شوې ده اؤ دپوليټيکل انتظاميې دچارواکو ترمخه دوهمه چاؤدنه دلمړۍ چاؤدنې دځايې څخه ٤٠٠ گزه لرې څلور منټه پس ديو سکول څخه بهر شوې ده.
خو بيا ځينې سرچينې وائي يو ځانمرگي دپاړه چنار په مرکزي بازار کې ديوې امام باړې څخه بهر په ځان پسي تړلي بارود والوځول هاغه مهال والوځول کله چې خلکو دروژه ماتي لپاره دخوراک په اخستو کې بوخت وؤ.
په دغو چاؤدنو کې ١٢ گاډي اؤ گڼ شمير دوکانونه هم تباه شوي دي.
له دې وړاندې هم دجمعې په ورځ دکرمې په شيرکو نومې سيمه کې په يوه بله چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور هاغه مهال ژوبل شوي وؤ، کله چې يو گاډى سيمه کې دبم سره ټکر شو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG