لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دڅلورو ځوانانو‌ په وژنه دپاکستان پارلیمان کې بحث شوی


تیرو ورځو کې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کښې دامن غوښتونکو څلورو ځوانانو په وژنه دپاکستان قامي‌اسمبلۍ کښې هم بحث شوی دی اؤ پارلیمان کې د ترهه ګرۍ پیښو کښې دککړو ترهګرو د ګرفتارۍ غوښتنه شوې ده.

د وزیرستان دځوانانو یا یوتهـ اف وزیرستان نومي تنظیم څلور غړي د خالي‌ یا یکشنبې په ورځ دنامعلومو وسله والو په ډزو کې شمالي‌وزیرستان کښې وژل شوي وؤ.

دجماعت اسلامي ګوند سره تړاؤ لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالاکبر چترالي داسمبلۍ نن غونډه کښې شمالي‌وزیرستان کښې ددې څلورو ځوانانو په وژنه افسوس څرګند کړو اؤ دسپیکر نه یې غوښتنه وکړه چې باید دې پښه کې دککړو ترهګرو دګرفتارۍ امر وکړي.

ددې ترڅنګ عبدالاکبر چترالي خیبرپښتونخوا کښې زیاتیدونکو دهدفي وژنو په پېښو هم اندېښنه ښکاره کړه.

د ملي جمهوري ګوند مشر اؤ وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن ډاوړ ویلې دي شمالي وزیرستان کښې څلور ځوانان د هدفي وژنې ښکار شو اؤ ددوي‌لویه ګناه دا وه چې امن یې غوښتو اؤ د ترهه ګرۍ پرضد به یې غږ پورته کولو.

هغه وویل مونږ د وړومبۍ ورځې نه دا خبره کوؤ چې دضرب عضب نومې پوځي‌عملیاتو په نتیجه کې ترهه ګري نه ده ختمه شوې اؤ اوس ېو ځل بیا ترهه ګر پخوانيو قبایلي سیمو کښې زور نیسي.

محسن داوړ د پاکستان میډیا اؤ سیاسي قیادت نه هم دا ګیله کړې ده چې په هر یوه وړه خبره غږ پورته کوي خو وزیرستان کښې خلک وژل کیږي اؤ میډیا اؤ سیاست مداران پرې غلي ناست دي.

دمحسن داوړ وینا وه "یو خوا زمونږ خلک وژل کیږي بلخوا ریاست زمونږ قاتلانو سره مذاکرت کوي اؤ پارلیمان دې نه بې خبره ساتل کیږي اؤ په ښکار دا خبره کوم د پاکستان ریاست ېو خطرناک تجربه کول غواړي اؤ نن په وزیرستان کښې خلک وژل کیږي سبا به ددې تجربې نه وروسته دا لړې ګرد پاکستان کښې خوره شي"

محسن داوړ چې کله دا خبرې کولې نو سپیکر راجه پرویز اشرف دهغه مایک بند کړو اؤ د نورو خبرو اجازه یې ورنه کړه اؤ وئ ویل چې د ترهه ګرۍ پرضد د پاکستان پوځ اؤ سیکورټي ادارو ډیرې قربانې ورکړې دي.

محسن داوړ دا خبرې په داسې حال کې کړي چې تیر کال د اکتوبر له میاشتې راهسې دپاکستان ریاست لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پیل کړې دي.

خبریال حق نواز خان وایي طالبانو سره مذاکراتو کښې پارلیمان بې خبره ساتل شوی دی اؤ دپارلیمان له اجازې پرته دغه مذاکرات پیل شوي دي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي که چرې ریاست په ښکاره ددې مذاکراتو تفصیل نه شي ورکولی نو باید چې پارلیمان ته یې ددې مذاکراتو له پیل کیدو وړاندې دتړلو دروازو شاته بریفنګ ورکړی ؤ.

دپاکستان د ریاست اؤ تحریک طالبان ترمینځ تیر کال د اکتوبر د میاشت نه دا مذاکرات په داسې حال کې پیل شوي وو چې تیر کال د اګست په میاشت کې دافغانستان طالبانو دافغانستان دننه په حکومت قبضه کړې ده اؤ دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرو کې هم دطالبانو حکومت د منځګړي رول ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG