لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنظور پشتین "خولۍ" دافغانستان پارلمان ته هم ورسېدله


دپشتین خولۍ
دپشتین خولۍ

دپښتون ژغورنې دغورځنګ دمشر ښاغلي منظور پشتین په په نظریاتو، ویناؤ اؤ ساده انداز که چرته په ټولینزو رسنیو وخت په وخت تاوده بحثونه کیږي هلته د منظور پشتین خولۍ هم اوس دومره شهرت موندلی چې دغه خولۍ دافغانستان پارلیمان ته هم رسیدلې ده.

دسه شنبې په ورځ په رسنیو خپاره شوؤ عکسونو کې لیدل کیږي چې دافغانستان دمشرانو دجرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار اؤ دپارلیمان ګڼ شمیر نورو نارینه ؤ اؤ ښځینه ؤ غړو پخپلو سرونو د منظور پشتین سرې وړینې خولۍ ایښي دي.

دافغانستان دپارلیمان دغړو لخوا په سرونو دمنظور پشتین دخولۍ ایښودلو مقصد دپښتون ژغورنې د غورځنګ سره دیو والي څرګندؤنه ښودل کیږي.

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې تر دې مهاله د منظور پشتین په مشرۍ دپښتون ژغورنې دپیل شوي غورځنګ په ملاتړ غونډې اؤ لاریونونه شوي اؤ دپاکستان حکومت څخه غوښتنه شوې چې دپښتون ژغورنې دغورځنګ غوښتنې دې ومني.

دپښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستان حکومت نه پینځه اساسي غوښتنې لري چې دنقیب مسید قاتلان اؤ ټول بې درکه کړل شوي کسان دې محکمو ته وړاندی کړل شي، په چیک پوسټونو دې پښتنو سره ناروا سلوک بند ، قبائیلي سیمو نه دې مائنونه پاک اؤ د عدالت نه پشي شا د وژل شوؤ پښتنو د وژنو پلټنې دپاره دې یو عدالتي کمیشن وټاکل شي.

دمنظور پشتین ددغو غوښتنو په حق کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې وخت په وخت لاریونونه کیږي اؤ ددغو لاریون کوونکو پسرونو هم زیاتره وخت د منظور پشتین خولۍ لیدل کیږي.

په سوشل میډیا زیاتره مهال داسې پوسټونه هم لیدل کیږي چې دسوشل میډیا فعالین پکې غوښتنې کوي چې څوک به ورته دمنظور پشتین خولۍ ور ولیږي؟

بلکې دغه خولۍ خو اوس تر دې حده مشهوره شوې چې تیره ورځ د هندي فلمونو د وتلي ستوري امیر خان په یو عکس کې هم د فوټو شاپ دلارې هغه ته په سر ایښودل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG