واشنګټن ډي سي —
مونږ پښتنو او افغانانو په خپله خوښه اورضاکارانه توګه کار کړی چې خپلې مورنۍ ژبې ته کار وکړواو پښتانه د نوری نړۍ سره روان کړو.
ډاکټرعبدالحمید بهیج چاته چې ډاکټر راج ولي شاه خټک صیب د پښتو قاموسونو شهنشاه وېلي وو په خپل سر ډیر زیار ویستلی چې پښتو د ګوګل د لارې دنیا ته ورسوي.
ډاکټر بهیج واېي په سیمه کې دا وخت بلې ژبې ته دومره کار نه کیږي څومره چې پښتو ته کیږي او د پښتو راتلونکی ډیر روښانه وېني. ډاکټر بهیج واېي که حکومتونه او یا کومې ادارې پښتو ته کار نه کوي باید انتظار ونه کړو او پخپله مټې اونغاړو او پښتو ته کار وکړو. د نورو زړه پورو خبرو او معلوماتو لپاره د ډاکټر عبدالحمید بهیج مرکه د ډیوه ریډیو د بهروز خان سره پدی خپرونه کې واورۍ.