لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتو ادب ولې ناول ته اړتيا لري؟


ناول د ادب يوه مهمه برخه ده چې په څوارلسمه او پيځلسمه پيړۍ کې په يورپ کې رامنځ ته شوه. د ناول تاريخ متنازعه دی خو په ايډورډز کالج کې د انگلش استاد پروفيسر گلزار جلال يوسفزی وايي لومړی ناول د پاميله په نوم په يورپ کې په کال ١٧۴٠ کې چاپ شوی دی

په ادب (لېټرېچر) کې د ناول تاریخ ۱۴مې او ۱۵مې پېړۍ ته رسیږي او ځای یې یورپ یادیږي خو په پښتو ادب کې د ناول لیکنې تاریخ له شلمې پېړۍ څخه پیلیږي.

د پښتو او انګریزي ادب څېړونکي وايي، ناول په نوره نړۍ کې په بیلابیلو وختونو کې د ټولنې په نبض ګوته ايښې خو وايي، چې په پښتو ادب کې ناول تر اوسه د پښتنو د خاورې ناورین لا نه دی انځور کړی.

د ناول تاريخ متنازعه دی خو په ايډورډز کالج کې د انگلش استاد پروفيسر گلزار جلال يوسفزی وايي، لومړی ناول د پامېله په نوم په يورپ کې په کال ١٧۴٠ کې چاپ شوی دی.

ښاغلی يوسفزی وايي، د لومړي ناول موضوع او بحث د انسان په اخلاقياتو پورې اړه لري او داسې پيغام ورکوي چې څنگه يو انسان د اخلاقياتو په چوکاټ کې پاتې شي او ژوند وکړي.

خو په نولسمه پيړۍ کې د ناول انداز او پيغام بدليږي او د اخلاقياتو نه اقتصاد ته خبره اوړي. د نولسمې پېړۍ د ناول موضوع په ټولنه کې د معاشي نابرابرۍ ته توجه راگرځوي او د امير او غريب د ژوند او حق خبره راپورته کوي. په شلمه صدۍ کې بیا د ناول موضوع د انسان نفسياتو ته اوړي او د يوسفزي صيب په وينا د يورپ ناول ځکه اثرناک و چې دا به د وخت پوهانو ليکلو.

په ټولنه کې چې څه رامنځ ته کيږي نو د سترگورو خلکو په هغې نظر وي. لکه د مثال په توگه د ماشومانو نه مشقت اخیستل هله يو بد کار وگڼل شو چې چالزډيکن په دې يو ناول وليکلو او غربي قانون پوهانو او مفکرينو په دې غور وکړو چې د ماشومانو نه مشقت اخیستل دې غير قانوني وگرځي او په دې قانون جوړولو کې يې د دې ناول نه ډيره مرسته واخیسته.

يا لکه د هندي هنرمند عامر خان فلم (تارې زمين پر) يې بله بېلگه ده. دې فلم په هند کې د ماشومانو لپاره د قانون جوړولو په لړ کې ډيره مرسته وکړه او دا رنگ کارل مارکس خپل خيالات د ناولونو په ژبه عام ولس ته ورورسول او خلک يې د شتمن او غريب په فرق پوه کړل.

دغه رنگ د چارلز ډاروېن د ارتقا نظريه هم د ناولونو په بڼه خوره کړای شوه او د سيگمنډ فرايډ ژور نفسياتي بحثونه په ناول کې تر خلکو ورسول شول.

ښاغلی يوسفزی وايي، که وگورو نو د افغانستان د ٣٠ کالو جنگ به تر ٣٠٠ کاله پورې د خلکو په نفسياتو اغيزې ولري خو په افسوس سره وايم چې د جنگ سره تړلې تباهي، بې عزتي، بې کوري، چاودنې او زورگيري د ناول په ژبه ولس او نورې نړۍ ته لا نه دي راوړل شوي.

د بحث بل برخه وال او په پښتو ناول تحقيق کونکی او د پښتو د ناول (سل کاله) کتاب ليکونکی رشيد احمد خان وايي، په يورپ کې لومړي ناولونه په څوارلسمه او پينځلسمه پيړۍ کې ليکلي شوي دي او د پښتو ناول په شلمه پيړۍ کې ليکل کيږي نو دا اندازه لگول گران نه دي چې د پښتو ناول څومره وروسته پاتې دی.

ښاغلی رشيد احمد خان وايي، د پښتو لومړی ناول د افغانستان د پخواني صدر نور محمد ترکي د بې تربيته ځوی په نوم په کال ١٩۴٠ کې چاپ کړو. د ترکي دغه ناول د تعليم او تربيه او د ټولنې په حالاتو ليکل شوی دی چې په تعليم کولو پکې زور اچول شوی او د يو تعليم يافته او غير تعليم يافته فرق په کې واضح کړی شوی دی.

د پښتنو سيمه ټول عمر د بدو حالاتو سره مخ ده او چې څومره هم ناولونه تر اوسه ليکل شوي موضوگانې يې هم د خپلو حالاتو تر اغيز لاندې دي.

د پښتو ژبې وتلي شاعر امير حمزه خان شينواري ناول (نوې چپې) چې د مسلم ليگ يو وزير ته انتساب کړی و خو بيا هم د مسلم ليگ د حکومت لخوا پرې بنديز ولگيدو. ښاغلی خان هم مني چې د پښتو په ناول کې د يورپ د ليکوالانو د کچې ژورتيا نشته.

رشيد احمد خان وايي، د بلوچستان د پښتنې سيمې ناول ليکونکی عبدالقادر مجرم يوه ځانگړتيا دا ده چې دواړه لاسونه نه لري او په پښو ليکل کوي او بله دا چې ډيرې ښې او ناشنا موضوگانې يې څېړلي دي. ده تر اوسه د لسو پورې ناولونه ليکلي دي او يو ناول يې د شين خالۍ په نوم دی چې يوه پښتنه مېرمن پکښې د کومو حالاتو نه تيريږي هغه کيسه پکښې ډيره په ښه انداز وړاندې شوې ده.

څنگه چې رشيد احمد خان گيله مند دی چې په پښتنه ټولنه کې چې سړی هر څه غواړي هغه ليکلی شي خو په ښځینه ليکوالانو ډير بنديزونه دي نو دغه شان د پښتو ژبې وتلی شاعر، اديب او دانشور سعدالله جان برق صيب هم وايي چې د پښتنو د ټولنې يو خپل مزاج دی چیرته چې سړی گڼي چې ښځه خوندي نه ده او دا چې څومره بنديزونه په ښځه دي هم دا يې يوه غټه وجه ده.

برق صيب چې په اردو ژبه يې د شب چراغ په نوم ناول هم ليکلی دی وايي، په پښتنه ټولنه کې چې ښځه بهر ووځي نو د سړو سترگې ورپسې گرځي او چې څومره ښځې په گڼ شمير کې بهر راووځي هم دومره به دا د سړو خراب عادتونه کميږي خو دا به په ورو ورو او د تعليم سره کيږي. برق صيب هيله مند دی چې بدلون روان دی او دا بدلون ښه اړخ ته روان دی ځکه چې په ټولنه د رڼا اثر ورځ په ورځ سېوا کيږي.

XS
SM
MD
LG