لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استاد هدایت الله وايي د معشوقې په فرمایش یې سندرې شورو کړې


استاد هدایت الله د پښتو هاغه لویې اؤ خوږ ژبی سندرغاړی دی چې په ټوله نړۍ کې دخپل غږ په کروړونو مینه وال لري ،

د تیرې ډیرې مودې راهسې استاد هدایت الله ناروغه اؤ پخپل کور کې په کټ پروت دی.

استاد هدایت الله چې په بنیادي توګه د نوښار ضلعې د ډاګ بیسود سیمې اوسیدونکی دی ،‌په پیښور کې استوګنه لري.

فني زده کړې یې د ارواښاد رفیق شینواري، فرخ سیر شمع اؤ خلیفه استاد څخه کړي دي.

هغه چې کله زلمی ؤ نو نعتونه به یې ویل اؤ د ډیوه خبریال فاروق فراق ته یې پخپله یوه مرکه کې دسندرو نړۍ ته د راتګ کیسه په دې ډول کړې وه” ما به نعتونه ویل په ګاونډ کې راسره یوه جینۍ اوسیدله ، مونږ دواړه په یو بل مئین شو ، هغې جینۍ راته ویل ستا خو داسې خوږ اواز دی سندرې وایه”

د استاد هدایت الله د وینا له مخې بیا یې ددغه پیغلې په وینا سندرې پیل کړې.

استاد هدایت الله وایي په پیښور کې به د عبدالستار شاه باچا جان په دربار کې دهرې جمعې په شپه د سماع محفلونه کیدل ، چې دی به هم ورته ورتللو اؤ یوه ورځ چې یې دغلته خپل کلام وویلو نو په هغه موقعه د ریکارډنګ د یوې کمپنۍ څه مامورین هم موجود وؤ هغوئ‌ دهدایت الله اواز خوښ کړو اؤ ککوړي کې یې ترې سندرې ریکارډ کړې.

وروستو چې استاد هدایت الله دپاکستان سرکاري راډیو نه پخپل غږ کې سندرې وویلې نو دومره مشهور شو چې فلمونو واله ورپسې ولګیدل اؤ په هغه یې فلمونو له سندرې ریکارډ کول شورو کړې .

دهغه فلمي سندرې اؤ بدلې خلکو ډیرې خوښې کړي ، دپښتو اولني فلم یوسف خان شیربانو کې هم د هدایت الله په اواز سندرو زیات شهرت موندلی ؤ ، په ځانګړي ډول دې سندرې چې” راشه هو راشه خوشې میدان دی”

هغه په سوونو پښتو فلمونو له سندرې ویلي اؤ دغه سندرو یې دومره مقبولیت موندلی چې قابو څلویښت کاله وروسته هم خلکو ته یادې دي ، اوس یې هم اوري اؤ خوند ترې اخلي.

استاد هدایت الله به یوازې د فلم،ټي وي اؤ ریډیو دپاره سندرې ویلې اؤ عامو میلسونو له کله هم نه تللو.

هغه ته دپاکستان حکومت په غوره فني خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی دی خو ولې اوس چې د تیرو څو کلونو راهسې په کټ پروت دی نو د کورنۍ غړي یې وایي چې حکومت یا فني ادارو یې دعلاج معالجې هیڅ غم نه دی خوړلی ،

د ډیوه خبریال سید مدثر شاه د استاد هدایت الله په خوږ غږ ویل شوې خورې وړې سندرې تاسو دپاره رایو ځایې کړي‌ دي ،‌په لاندې لنک یې واورئ اؤ خوند ترې واخلئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG