لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پنجاب په دریو لویو پوهنتونونو کې پښتنو او بلوچ زده کونکو احتجاج کړی


Punjab University Lahore students protest

د پاکستان پنجاب ایالتي حکومت لخوا په پوهنتونونو کې د پخوانو قبایلي سیمو او بلوچستان زده کونکولپاره په کال ۲۰۱۱م کې اعلان شوي ځانګړي سېټونو (کوټې) او وظیفو (سکالرشپ) ختمولو پرضد زده کونکو احتجاجونه کړي.‌

د پخوانې فاټا او بلوچستان یو شمیر زده کونکو وي‌ او ای ډیوه ته ویلي، دا مهال د پنجاب په سرښار لاهور، ملتان او بهاوالدین ذکریا یونیورسټیو مخې ته پښتانه او بلوچ زده کونکي احتجاجي ناستې کوي او د یادو سېټونو د بیا پرځاې کولو غوښتنه کوي.

د پنجاب ایالت ګورنر چوهدري سرور مطبوعاتو او د پنجاب یونیورسټۍ د امنيت او طالب علمانو د چارو یو چارواکي بیا وي او ای ډيوه ته ویلي، پنجاب يونيورسټۍ د بلوچستان او قبايلي ضلعو د زده کونکو په کوټه کې هېچ کمی نه دی راوستی. نوموړي زیاته کړې تېر کال يې د سېنټ د چېرمېن صادق سنجراني په خواست یې دغه کوټه (ځانګړي سېټونو) شمیره د ۵۳و نه ۷۰و ته سېوا کړې.

د بلوچستان ایالت قلعه عبدالله سېمې ځوان مزمل خان چې په پنجاب پوهنتون کې زده کړې کوي، په یو ویډیو پېغام کې وي او ای ډیوه ته ویلي، د پنجاب دریو لویو پوهنتونو مخې ته احتجاجونه کوي. مزمل خان وايي:

٫٫ د ملتان بهاوالدین ذکریا پوهنتون، بهاولپور یونیورسټۍ او د پنجاب یونیورسټۍ مخې ته د تیرو اتو ورځو راهسې دغه احتجاجونه روان دي. په پنجاب پوهنتون کې ۴۰ زره زده کونکي دي او په دوي کې یواځې ۳۰۰ زده کونکي د بلوچستان او ۱۰۰ د پخوانۍ فاټا دي.٬٬

مزمل خان زیاته کړې چې د پنجاب په یونیورسټیو کې دغه څوکې د فاټا او بلوچستان د محرومیو ختمولو لپاره اعلان شوې وې خو د تیر یو کال راهسې یې دغه ځانګړي څوکې ختمې کړي.

یو بل زده کونکي وي او ای ډیوه ته زیاته کړې چې مونږ د تیرو څو ورځو راهسې د پوهنتونونو افسرانو ته ورغلي یو او ټولو ته مو خپله ستونزه وړاندې کړې. خوهیڅ چا هم زمونږ خبره نه ده اوریدلې، نو ځکه مو احتجاجونه پېل کړل.

د دغې ځوان په وینا د بلوچستان د زده کونکو لپاره په کال ۲۰۱۱م کې ۱۰۶ څوکۍ اعلان شوې وې بیا په کال ۲۰۱۷ کې دغه څوکۍ ۵۳ ته راکمې شوې خو تیرکال داحتجاج وروسته یې یواځې د جینکو زده کونکو لپاره ۱۷ څوکۍ اعلان کړې. دی زیاتوي چې د احتجاج حدف مو دغه ځانګړې څوکې بیرته ۱۰۶ ته سېوا کول دي.

د پنجاب ایالت ګورنر چوهدري سرور د بلوچ او پښتنو زده کونکو دغه احتجاج په اړه ویلي، د دغه سيمو د زده کونکو لپاره اعلان شوې سېټونو په ژمنه کلک ولاړ دی او غواړي چې د خېبر پښتونخوا د زده کونکو ځانګړې کوټه هم د قبایلي ضلعو محصیلونو ته ورکړي.‌

د پنجاب دریو پوهنتونونو کې پښتنو او بلوڅ زده کونکو احتجاج کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

د پنجاب یونیورسټۍ د امنيت (سېکورټي) او طالب علمانو د چارو یو چارواکي کرنل (ر) عبېد وي او ای ډيوه ته ویلي، پنجاب يونيورسټۍ د بلوچستان او قبايلي ضلعو د زده کونکو په کوټه کې هېچ کمی نه راوستی. نوموړي زیاته کړې تېر کال يې د سېنټ د چېرمېن صادق سنجراني په خواست یې دغه کوټه (ځانګړي سېټونو) شمیره د ۵۳و نه ۷۰و ته سېوا کړې.

ځینو مطبوعات د بهاوالدين ذکریا يونيورسټۍ د چارواکو لخوا لیکي چې پوهنتون د فنډونو (پېسو) د نشتوالي له سببه ددغه زده کونکو کوټه ختمه کړې.

د پنجاب په دغه دریو لویو پوهنتونونو کې زده کونکي پښتانه اوبلوځ زده کونکي به نن (اکتوبر ۶مه) نېټه د پنجاب ګورنر سره ویني او‌ په دې اړه به ورسره خبرې کوي.

په کال ۲۰۱۱م کې د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت د پخوانۍ فاټا او بلوچستان د زده کونکو لپاره د پنجاب په بیلا بېلو یونیورسټیو کې ځانګړې کوټه (سکالرشپ) اعلان کړي وو. دغه زده کونکي ګیله کوي د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ کې د پنجاب موجوده حکومت دغه کوټه ختمه کړې او یا یې ډیره کمه کړې ده.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG