لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې یو پښتون د پاکستان موقتي (نګران) وزیراعظم جوړیږي؟


د پاکستان د ۷۰ کالوپه تاریخ کې په لومړي ځل د هېواد نګران یا موقتي وزیراعظم یو پښتون ټاکل شوې. نوموړی جسټس رېټاېر ناصرالملک پاکستان کې د سپریم کورټ مشر قاضي پاتې دی او په خپله پېشه کې یو کره، بې طرفه او د هرقسمه سیاسي اثر نه د پاک قاضي په توګه پېژندګلو لري.

د پاکستان (تلونکي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د مخالفه ګوندونو مشر سید خورشید شاه د اېین تر مخه په ګډه د جسټس رېټاېرډ ناصر الملک په نوم په داسې وخت کې رضا شوي چې د هیواد په پښتنو سېمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو محرومیو ته ژبه ورکړې او نعرې يې د بل هر وخت نه زیاتې اوریدل کیږي.

دا معلومه نه ده چې تیر واکمن ګوند (مسلم لیګ ن) او مخالفه ګوند (پېپلز پارټي) جسټس ناصر الملک د پښتنو د ګیلو کمولو لپاره د نګران وزیراعظم په توګه خوښ کړی او که، لکه څنګه چې میډیا کې راغلي، د نوموړي د بې طرفه فیصلو په وجه دواړه ګوندونه د هغه په نامه موافق شوي.

د سپریم کورټ بار اېسوسي اېشن د پخواني مشر قاضي انور وي او ای ډیوه ته وايي چې نومول شوی نګران وزیر اعظم ګوری که دومره وس ولري چې د خېبر پښتونخوا په ګډون د نورو وړو صوبو ستونزو حل کولو کې څه رول ولوبوي:

" ناصرالملک په خپل ژوند او پېشه کې یو قابل اعتبار انسان پاتې دې خو وايي چې د پښتنو او د وړو صوبو د خلکو اقتصادي،سیاسي ستونزې هله کمېدېشي چې په مرکز کې ورته په فېصلو کې برابر اختیار حاصل وي.٬٬

قاضي انور وايي چې په پوځ کې ٨٦ فیصده برخه د پنجاب د خلکو ده اوکه اوکتلې شي نو په اعلا عدلیه کې هم د پښتنو او بلوڅانو قاضیانو برخه ډېره کمه ده.

دې وايی دراصل پاکستان کې د روزګارونو اووسیلو د وېش د ابادۍ په بنیاد کېږي او د پنجاب ټوله ابادي د باقي دریو صوبو نه زیاته ده. په دې وجه پاکستان کې منصفانه فېصلې نشي کېدلې.

قاضي انور وايي کې که چېرته د یوې وړې صوبې تن د هېواد مشر شي نو هم دې سره د وړو صوبو محرومۍ نشي ختمېدلې. ددې لپاره به هغه معیار او فارموله جوړول وي چې د هېواد د هرېوې برخي وګړو ته په کې برابر حقونه حاصل و‍ي.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی ډاکټر سېد عالم مسید وايي ناصرالملک په یو داسې وخت کې د هېواد نګران وزیراعظم نومول شوې چې لر او بر پښتانه د تېرو څلوېښتوکلونو راهیسې د پردي جنګ سره مخ دي. او دغې جنګ د دوي شته سماجي، معاشي، سیاسي او کلتوري ستونزې نورې هم سېوا کړي.

ډاکټرسېدعالم مسید وايی نه ویني چې د نګران وزیراعظم په حېث به ښاغلی ناصرالملک پښتنو ته په ورپېښو ستونزو کې څه مرسته وکړی شي.

ښاغلی سید عالم زیاتوي دا وخت د پښتنو په سیمو کښې د ترهګرۍ په ضد د جنګ په نوم روانه لوبه کې په زرګونو پښتانه د کلونو راهیسې بې درکه دي، په سلګونو د عدالتونو نه پرته امنیتی ځواکونو او پولیسو د دروغو په مقابلو کې وژلي. د هغه په وینا په پوځي عملیاتو کې د قبائلي سیمو د پښتنو په لکونو کورونه، دکانونه او مارکیټونه برباد شوي او په مېلینونو قبایل بې کوره شوي.

دې وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم راپاسېدلي ځوانان ددې نېغ په نېغه تورونه د پاکستان په پوځ وراچوي. خودوي یې غوښتنو منلو ته تیار نه دي.

سېدعالم مسید وايي په دې حالاتو کې یو نګران وزیراعظم که هغه پښتون ولې نه وي. څه کولې شي؟ چېرته چې منتخب وزیراعظم هم وايي چې اختیار نه لري نو یو نګران وزیراعظم خو دداسې ستونزو حل کولو اختیار هم نه لري.د هغه کار خو په درېو میاشتوکې انتخابات کول دي.

دقومي وطن پارټۍ یو مشر هاشم بابر وايي چې پاکستان کې اصل واک او اختیار د پنجاب سره دې. دې وايی په قومي اسمبلۍ کې یواځې دپنجاب صوبې سیټونه دومره زیات دي چې که باقي د درېو صوبو سیټونه یوځای کړي شي نود پنجاب سیټونه بیا هم په عددي اعتبار سره زیات دي.

هاشم بابر وايي چې ددې عددي اکثریت له وجې پنجاب د هېواد مرکزي وسیلو باندې قبضه کړې ده او زیات تره غټې منصوبه یې پنجاب ته اوړي دي. مرکز زیاتره د پښتون خوا او بلوچستان صوبو قرض داره پاتې وي.

هاشم بابر وايی چې په داسې حالاتوکې به نګران وزیر اعظم هم د هغه مرکز قوي کولو هڅې کوي کوم چې د پنجاب د ګټو تحفظ کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG