لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون لانګ مارچ: په ټوېټر د ښځو غبرګون


د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پښتون لانګ مارچ د خېبر پښتونخوا او قبایلي سېمو وروستو تیره اونۍ د بلوچستان پښتنو سېمو ته ورسید. په خپل لومړي پړاو کې دغه غورځنګ د جمعې په ورځ ږوب، بیا کلا سیف الله او د اتوار په ورځ کوټه کې لویه اولسي غونډه وکړه.

د کوټه په غونډه کې د پښتنو سړو سره سره پښتنو ښځو هم ګډون کړی، او په سوشل میډیا بیا پښتنو او غیر پښتنو ښځو د دغه لانګ مارچ په اړه خپل غبرګونونه هم شریک کړي. په ټوېټر ځینو ښځو خپل غبرګون څه په دې ډول شریک کړی.

د عوامي نېشنل ګوند بشرا ګوهر کوټه ته د لاریون په رسیدو خوشحالي څرګند کړې او په انګریزۍ ژبه کې يې په خپل ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ پښتون لانگ مارچ کوټه ته ورسید - ډیر تود هرکلی ورته وېل شوی چې د پښتنو د یو والي یوه لویه مظاهره وه.٬٬

میرمن بشرا ګوهر هم په دغه ټوېټ کې د پاکستان ریاست نه پوښتنه کړې: ٫٫ د پښتنوځوانانو غږ غلي کولو لپاره د اندیښنو سره مخامخ ریاست نن د کومو ګامونو پورته کولو پلان لري؟ په میډیا به دوي ته ځاېې نه ورکوي، د موبایل سروس به تړي، برخه اخستونکي به ویروي، خپل پولیټیکل ایجنټان/دکاندارانو نه به کار اخلي. خو دغه لاریون د ودریدو نه دی.٬٬

د پښتون لانګ مارچ کوټه ته د تلو وړاندې میرمن بشرا ګوهر په خپل یو ټوېټ کې د پاکستان په ریاست نېوکې کړې وې او لیکلي يې وو: ٫٫ دغه لانگ مارچ د پاکستان ریاست د پښتنو په اړه د دروغو بیانیه ښکاره کړه. د پاکستان مرکزي میډیا د پښتنو لاریون ته ځاې نه ورکولو او د موبایل اتټرنیټ ٣ جي ۴ جي سهولت تړلوغندنه کوم.٬٬

د پاکستان یوې بلې پیژندلې مدني فعالې مېرمن ماروي سرمد هم په ټوېټر د پښتنو لاریون ته په میډیا ځاې نه ورکولو او د موباېل انټرنېټ تړلو په فیصله نېوکه کړې او وايي:

د ږوب وروستو په کلا سیف الله کې د خلکو لویه گڼه. که انټرنیټ وي او که نه، مونږه څوک د دې نه نه شي ودرولې چې ټول پاکستان او گرده نړې پدې خبر کړو چې پښتانه د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره ودریدلې دي.٬٬

د کوټه په لاریون کې د پښتنو ښځو په ګډون هم یو شمیر میرمنو په ټوېټر خپل غبرګون څرګند کړی او د دغې هرکلی يې کړی. پلوشه عباس په دغې اړه په ټوېټر لیکلي: ٫٫ په نني لاریون کې د ښځو په لویه کچه ګډون دې بې انصافه نظام پرضد مثبت ګام دی. ٬٬

د خېبر پښتونخوا ثنا اعجاز بیا یو شعر شریک کړی او د کوټه په لاریون کې د ښځو ګډون يې په دغه شعر کې ستاېلی:

زما پېغلې او زلمي اوس د وطن په معنى پوه دي

هر زلمى منظور منظور دى هر بچى منصور منصور

میرمن هیله پشتنه په خپل ټوېټ کې بیا د درویش دراني یو شعر لیکلی:

ګوره چې کله به راځي له کومې خوا به راځي

ځپلی قام د یو سړي په انتظار ښکاریږي

د ملاله افغان په نامه يوې بلې پښتنې مېرمن په اردو ژبه کې د کوټه په لانګ مارچ کې د ښځو ګډون ستاېلی او لیکي: ٫٫ نن په کوټه کې ډیرې خوېندی راغلې وې، ډیره خوشاله شوم چې زمونږ میاندې خوېندې هم د انقلاب په دې جنگ کې مونږ سره دي.٬٬

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG