لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د بشري حقونو پايمالۍ ته د پښتون بلوچ مشرانو غبرګون


په رپورټ کې ويل شوي د پخواني پوځي مشر جنرل مشرف نه راوخله تر عمران خان او شهباز شريف پورې حکمرانان په دې چپ پاتې شوي او د چا خلاف يې هم کوم اقدام نه دی کړی.
په رپورټ کې ويل شوي د پخواني پوځي مشر جنرل مشرف نه راوخله تر عمران خان او شهباز شريف پورې حکمرانان په دې چپ پاتې شوي او د چا خلاف يې هم کوم اقدام نه دی کړی.

د امريکا د وزارت خارجه کلنی رپورټ وايي په پاکستان کې د تېر په څېر د بشري حقونو پايمالي روانه ده او د پښتنو، بلوچو او سنديانو بې درکه کول، ځورول او بې عدالته وژنې روانې دي چې دا عمل د نورو لږکيو سره هم کيږي.

د رپورټ په حقله د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د نيشنل ډيموکرټېک موومنټ مشر محسن داوړ او د بلوچ مېسېنګ پرسنز تحريک مشر ماما قدير وي او ای ډيوه ته خپل غبرګون ښودلی دی.

محسن داوړ وايي امنيتي ادارې د بشري حقونو د پايمالۍ په بوږنونکو پېښو کې ککړې دي. “امنيتې ادارې د قانون نه پورته چلن کوي”.

د پاکستان حکومت دې رپورټ ته لا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې يې دا قسمه تورونه دروغ بللي.

رپورټ ته په غبرګون کې د بلوچ د حقونو کارمند او د بې درکه بلوچانو د تحريک مشر ماما قدير وايي “زه دا وايم چې بلوچستان کې د پورته کولو او نسل وژنې په حواله حالات ډېر خراب دي. يوه ورځ داسې نه وي چې په بلوچستان کې تعليم يافته بلوچ ځوانان نه پورته کيږي”.

حکومت دعوه کوي بې درکه بلوچان لا خو ګاونډي هېوادونو ته اوړېدلي او لا يې د وسلوالو ډلو سره اړيکې نيولي خو د بشري حقونو تنظيمونه د پاکستان په امنيتي ادارو په زور د بې درکه کولو تورونه لګوي.

محسن داوړ وايي امنيتي ادارې په زور د بې درکه کولو او په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بې عدالته وژنو په شا دي خو د ده په وينا دا يې لا ونه ليدل چې د ادارو چارواکو ته د دې جرمونو په سر کومه سزا ورکړل شوې وي.

په رپورټ کې ويل شوي د پخواني پوځي مشر جنرل مشرف نه راوخله تر عمران خان او شهباز شريف پورې حکمرانان په دې چپ پاتې شوي او د چا خلاف يې هم کوم اقدام نه دی کړی.

ماما قدير وايي د بلوچستان په مکران، قلات، خضدار، مچ، سيبي او کوټه ډويژنو کې هره ورځ بلوچان پورته کولی شي چې عمرونه يې د اتلس کاله نه تر دېرش کاله پورې وي او ټول تعليميافته ځوانان بې درکه کيږي.

هغه ډيوه ته وويل دا سلسله په تېر نګران حکومت کې تېزه شوه او اوس په دې منتخب حکومت کې هغه رنګ دوام لري او د مسخ کړل شوو مړو موندل هم زيات شوي.

په رپورټ کې په بلوچستان کې د کېل اينډ ډمپ يعنې د وژلو او ښخولو د روانې لړۍ ذکر شوی دی.

ماما قدير وايي د پاکستان د عدالتونو او د تش په نوم حکومت نه يې د انصاف موندلو تمه نشته خو په ملګرو ملتونو، د بشري حقونو په ادارو او بهرني زورورو قوتونو غږ کوي چې په پاکستان زور واچوي ګني دا لړۍ به روانه وي.

محسن داوړ وايي “امنيتي ادارو په ما او د نيشنل ډيموکرټېک موومنټ په غړو په شمالي وزيرستان کې په اتمه فيبرورۍ بريد وکړو ځکه چې مونږ په تېرو انتخابونو کې د درغلۍ خلاف احتجاج کولو. زمونږ څلور ملګري يې ووژل او په ځای د دې چې د امنيتي ځواکونو خلاف مقدمه شوی وی نو پوليس زمونږ خلاف د دروغو مقدمه جوړه کړه”.

هغه وايي دا يې يو ژوندی مثال دی چې پوځ او استخباراتي ادارو ته په پاکستان کې د سزا نه ورکولو څومره تحفظ دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG