لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورځپاڼې وحدت باني مدير پیر سفید شاه همدرد مړ شو


د پښتو ژبې د ورځپاڼې باني او اعلا مدير پیر سفید شاه همدرد د اوږدې ناروغۍ ورستو د نومبر په 24 مه نیټه په حق رسیدلی.

وحدت اخبار د ښاغلي همدرد د مړيني خبر ورکړی او لیکي هغه د ډېرې مودې ناروغه ؤ او د تېرو درې هفتو راهسې په هسپتال کې ؤ.

د پاکستان د اخباري مديرانو شورا سي پي این اي د پیر سفید شاه همدرد په مړينه د غمرازۍ څرګندونې کړي. د شورا مشران وايي هغه د پښتونخوا یو لوړ رتبه شخصیت ؤ.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په خپله ټويټر پاڼه د هغه په مرګ خواشينې ښودلې ده.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر ایمل ولي خان د ښاغلي همدرد په مړينه په خپل بیان کې ويلي هغه تل د اظهار د اذادې لپاره مبارزه کوله.

وتلي پښتون سیاست وال او دانشور افراسیاب خټک د ښاغلي همدرد په مرګ په خپل ټویټر خواشيني ښودلې:

“د پیر سفید شاه همدرد وفات د صحافت لپاره ستر زیان دی”

د پيپلز ګوند مهم مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر لیکي د ژبې لپاره د ښاغلي همدرد خدمتونه د هېرلو نه دي.

پیر سفید د اوویام په لسيزه کې د پښتو ژبې اخبار وحدت شورو کړی ؤ، د وحدت تر مخه اخبار په پاکستان کې د افغان کډوالو او ځايي اولس تر منځه د مينې او د ورورولۍ په جوړولو کې مهم رول لوبولی ؤ.

افغان خبریال جاوېد همیم کاکړ لیکلي پیر صېب د ګڼو پښتنو خبریالانو استاد ؤ.

پښتنو شاعرانو او لیکوالو هم د ښاغلي همدرد په مړينه غمرازۍ کړي دي. د لیکوالونو تر مخه ورځپاڼې وحدت د ژبې او ادب خدمتونه د هیرولو نه دي.

پیر سفید شاه ته د پاکستان حکومت تمغه حسن کار کردګي او تمغه امتیاز هم ورکړي وو.

د افغانستان حکومت هم هغه ته افغان صدارتي جایزه ورکړې وه

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG