لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنګ له دی پښتون روان، توپ او نه توپنګ لري


د هاړ سخته ګرمي وه، لوونه ګډ وو د مومندو د لکړو کلي لوي واړه هم په اېړ په خپلو خپلو پټو کې د غنمو په لو بوخت وو چې په دې کې د پورې کلي نه د خلکو يوه جوپه راخلاصه وه او يو سپې يې را په مخه کړې و، او چغې يې وهلې، ځان ډډې ته کړۍ لېونی سپی درغلو.

زه په ګاډي کې د ناوګۍ نه راروان ووم، د ګاډي د شيشې نه مې دا ټوله لوبه ليدله، د ځآن سره په دې سوچ کې وم چې په دې مومندو څه شوي دوي له د يو ليوني سپي علاج نه ورځي؟

د سړک غاړې ته يو سپين ګيری کاکا ډېر وارخطا روان وو ما ورته شيشه ښکته کړه ما وېل کاکا دا په تاسو څه شوي د ګېر چاپېره کلو په سوونو لوي واړه د يو ليوني سپي د لاسه د خپلو پټو او کورونو نه په تېښته دي، او د يو ليوني سپي علاج نه درځي.

سپين ګيري يو سوړ اسوېلی وکړو او وې وېل،

"صېبه دا خو لا يو لېونی سپی دی چې ليوني شرمخان هم راشي مونږه به ترې مخ نه وی اړولی خو افسوس چې دا ضرب عذاب راباندې نه وی راغلی"

ولې کاکا ضرب عضب خو پوځ وايي د سيمې نه ترهګر ختم کړل،

"صېبه په ترهګرو خو پوهه نه يو چې ختم يې کړل او که نه خو زمونږه د قبايلو نه يې د زمانو زړه وسله ټوله کړه او داسې يې څکل کړو چې د چا سره يې د کاکونو طمانچه هم پرې نه ښودله، ځکه خو نن د ټولې علاقې خلک د دغې ليوني سپي د وژلو لپاره يو ټوپک هم نه لري او سپي يې سړک ته را په مخه کړی چې څوک يې په ګاډي يې اوهي"

دا خبره راته د ځيني جذباتي خلکو د لاپو نه راياده شوله چې په سوشل مېډيا د کشمير د آزادولو د پاره جنګ له روانېږي،

دوي يا خو په دې پوهه نه دي چې جنګ په سوشل مېډيا او په تشو لاپو نه، په وسله کېږي او بله دا چې دوي خو چې د خپله کوره هم بهر وځي نو په لارو کوڅو کې يې شل ځاېې تلاشي کېږي او چې شناختي کارډ د چا سره نه وي نو په حوالات کې اچول کېږي نو بيا چې دوي د کشميره پوره ځي او د ځآن سره جنګي سازو سامان هم وړي نو څنګه به ځي؟

هغه د چا خبره چيندخ په لوټه سور شو کشمير يې وليده.

د پښتنو په اړه ويل کېږي چې دوي اکثر نور خلک جنګ ته هڅوي او ورته وايي چې دوي ډېر بهادران دي او له مرګه نه ويرېږي.

هم دغه خبره تېره ورځ د صوبې وزيراعلی محمود خان په مومندو کې د خپل سفر په وخت هم کړې وه چې د قبايلي په کمک به کشمير آزاده وي،

خو پښتانه مشران اکثر ګېلې کوي چې پښتنو ته هغه ډول آزادي نه ده ترلاسه کومه چې د پنجاب او سند صوبې وګړو ته ورکړی کېږي.

نو رېښتيا خو دا ده چې يو سړی پخپله پوره آزادي او پخپلو وساېلو پوره اختيار نه لري نو هغه به د کشمير او فلسطين لپاره څه وکړي؟

د پښتو ټپه ده ،

هر چاته خپل وطن کشمير دی: په ما کشمير دي د کابل سپېره ډاګونه،

نو پښتنو له پکار دي چې د خپل وطن غم وکړي، پخپلو وساېل اختيار وګټي نو که بيا د کشمير او فلسطين يا نورو خلکو غم کوي نو د چا خله به ورته نه جوړيږي.

زه چې په سوشل مېډيا د کشمير په اړه د ځينې پښتنو دغه جزباتي ويډيو ګانو ته ګورم نو ماته هغه د غني خان نظم راياد شي، چې وايې،

"جنګ له ځي منصور روان ، توپ او نه توپنګ لري"

غني خان خو په دغه نظم کې د عدم تشدد د لارې د مبارزې ستآېنه کړې خو ننی پښتون چې لا خپل کور يې د جنګ نه خلاص نه دی، که په تش لاس د کشمير يا بل ځاېې جنګ ته وردانګي نو دا به يې ډېره بد مرغي او نا پوهي وي.

ښاغلی دروېش درانی وايې ،

" زمونږ ځوانان چې جنګ ته هڅوي نو ورته وايې

چې هسې که مو کېښودې نو تورې به مو زنګ شي،

چي بيا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي،

باداره دغه جنګ دې د وطن آخيري جنګ شي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG