لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین سره د خپلې قافلې د ډیره اسماعیل خان نه د بلوچستان په سفر روان شو


تیره میاشت په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنگ احتجاجې ناستې منظر
تیره میاشت په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنگ احتجاجې ناستې منظر

د پښتنو د ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین د جمعې د ورځې په سحر د گڼ شمیر خپلو پلویان په قافله کې د ډیره اسماعیل خان نه د بلوچستان په سفر روان شو. هغه به د بلوچستان د پښتنو په بېلا بېلو ښارونو کې جلسو ته وینا کوي.

د ډیره اسماعیل خان نه د روانېدلو په وخت منظور پشتین د خپلې قافلې برخه والو ته وویل چې د خپل غورځنگ په مهال دې د اتحاد او د عدم تشدد نه دې کار اخلي.

په ډیره اسماعیل خان کې د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټنی وايي د بلوچستان په سفر د منظور پشتین په قافله کې د نورو گڼ شمیر خلکو ترڅنگ لکه د اسلام آباد او د پېښور په رنگ د نور ښارونو نه راغلي د د یونیورسټو طالب علمان او استازان هم شامل دي.

بلوچستان ته په تلونکې قافله کې بسونه او د گڼ شمیر کې د خلکو شخصي موټرې شاملې وې. په بسونو دا شعارونه لگیدلی وو چې "دا څنگه ازادي ده". دغې نعرې د پښتون ژغورنې غورځنگ د ترانې شکل اختیار کړی دی.

د ډیره اسماعیل خان نه د روانیدو ورسته به د منظور پشتین قافله په ایف ار درازنده کې وړمبی پړاؤ کوي.

په بلوچستان کې به د پښتنو د حق غوښتونکو دغه قافله وړمبی پړاؤ په ژوب کې کوي او ټاکل شوي ده چې د ژوب په کالج میدان کې ماسپښین درې بجې منظور پشتین جلسې ته وینا کوي.

د ژوب ورسته به د منظور پشتین، زیارت، قلعه سیف الله، خانوزۍ او زیارت کې غونډو ته وینا کوي.

د مارچ د میاشت په ١١مه نیټه به د منظور پشتین قافله کوټې ته رسي او هلته به جلسې ته وینا کوي.

د منظورپشتین په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب مسید د وژنې ورسته شروع شوی دی.

پولیس وايي نقیب مسید د وسله والو سره د پولس په مقابله کې وژل شوی دی خو د پښتون ځوان خپلوان وايي دغه ردوي او وايي جعلي مقابله کړې ده.

حکومت او سپریم کورټ د منظور پشتین د وژل کیدو په سر تحقیقات پیل کړې دي او د هغه په قتل کې تورن د کراچۍ پولیس یو لوړ رتبه افسر راؤ انوار نه خو عدالت ته حاضر شوی او نه یې حکومت درک معلوم کړی دی.

منظور پشتین وویل تیره میاشت په اسلام آباد کې د پښتنو ژغورنې غورځنگ د لاریون په موقع چې حکومت پښتنو ځینې مسلې د ختمولو لوظونه کړي وو په دغو لوظونه یا خو کار نه دی پیل شوی او یا د سست روۍ ښکار دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG