لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه په خپل وطن کې "کلا بند" دي


دا یو اعلان په سوشل میډیا خور شوی چې د پنجاب پولیس پکې د پښتنو په اړه خبرداری کړی دی. پولیس يي ردوي
دا یو اعلان په سوشل میډیا خور شوی چې د پنجاب پولیس پکې د پښتنو په اړه خبرداری کړی دی. پولیس يي ردوي

په پاکستان کې د ترهگرۍ د ورستیو حملو نه پس په سند او په خصوصي توگه په پنجاب صوبه کې پښتانه وايي پولیس او د امنیتي ادارو مامورین ورسره زور زیاتی کوي، د شک په نظر ورته گوري، بې عزتي يي کوي او د کورنۍ غړو سره يي بد سلوکي کوي.

که څه هم د پاکستان حکومتي مامورین په صوبه کې پښتونو سره د پولیس دلاسه د ناروا سلوک رپورټونه ردوي خو هلته میشته پښتانه وايي پولیس او د امنیتي ادارو چارواکي ورسره د تعصب چلند کوي او د امنیتي اقداماتو په نوم ورسره زور زیاتی کوي او تنگول کیږي.

په پنجاب کې د ډیر وخت راهسې میشته پښتانه چې هلته کار روزگار کوي وايي پولیس ورنه شناختي دستاویزات غواړي، د استوگنې د ځایونو يي تلاشي اخیستل کیږي او د کورونو د تقدس پام يي نه ساتل کیږي.

په باجوړ کې د وي او ای ډیوه خبریال عرفان الله جان د سیمې ځینې داسې کاروباري تنانو سره خبرې اترې کړې دي چې په پنجاب کې کاروبار لري او یا د کاروبار په لړ کې هلته تگ راتگ کوي.

په دغه تنانو کې نور خان هم شامل دی. وايي په راولپنډۍ ښار کې د بلاکونو فیکټري ده یو ورور يي هلته دی او ورته وايي پنډۍ ته مه راځه ځکه چې حالات لا خراب دي. نور خان وايي په پنجاب کې پښتنو سره روان سلوک په خپل هیواد کې "کله بند" کړې دي.

د نور خان او د ځینې نورو خلکو خبرې د عرفان الله جان په رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG