لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هايي کورټ: د پنجاب په نصاب کې دې د پښتون ضد موادو سپیناوی وشي


په دې تصویر کې د پنجاب د کالجونو د مطالعه پاکستان د کتاب بو باب لیدل کیږي چې د پښتنو دپاره پکې د "جاهل" کلېمه استعمال شوي ده
په دې تصویر کې د پنجاب د کالجونو د مطالعه پاکستان د کتاب بو باب لیدل کیږي چې د پښتنو دپاره پکې د "جاهل" کلېمه استعمال شوي ده

د پېښور هايي کورټ د مرکزي او د پنجاب حکومت نه د پنجاب صوبې په تعلیمي نصاب کې پښتون لپاره د " غدار،" "بزدله"، "جاهل" او "بې غیرته" په شان سپکو کلېمو کارولو په سر سپیناوی غوښتی دی.

هايي کورټ دا غوښتنه په پېښور کې د وکیلانو د یوې ډلې په خواست کړې ده.

د پیښورد قانون پوهانو په دغه ډله کې د هايي کورټ وکیل محمد ایاز خان هم شامل دی. د وي او ای ډیوه په هېلو وي او ای پروگرام کې هغه وايي داسې ښکاري چې د پښتنو دپاره د پنجاب په نصاب کې د " غدار،" "بزدله"، "جاهل" او "بې غیرته" کلمات په غلطۍ نا بلکې قصداً استعمال شوي دي.

د پېښور هايي کورټ ته خواست کې وویل شوي چې د پنجاب صوبې د نهم او لسم جماعتونو د مطالعه پاکستان په نصاب کې د پښتنو دپاره د توهین ټکي استعمال شوي دي، او غوښتنه یې کړې ده چې کلمې دې لرې کړی شي، پښتنو نه دې رسمي بخښنه وغوښتل شي او ذمه وارو کسانو ته دې سزاگانې ورکړی شي.

ښاغلي خان وویل د پښتنو دپاره ددغه ټکو استعمال نه یوازې دا چې "غلطي نه ده" بلکې د تاریخ "مسخ" کول هم دي.

په پاکستان کې د سکولونو پر تعلیمي نصاب له ډېرو کلونو راهیسې تنقید کېږي او ویل کېږي چې په دې هېواد کې د نورو مذهبي اقلیتونو او قومونو په ضد له کرکې ډک مواد پکې شامل دي.

د پېښور یو شمیر وکیلانو په درخواست کې غوښتنه کړې چې د پنجاب د تعلیم وزارت ذمه وار کسان دي د "مطالعه پاکستان" له درسي کتابونو نه د پښتنو په ضد لیکل شوې خبرې وباسي او دا باور دې ورکړي، چې په راتلونکي وخت کې به د پښتنو په ضد داسې له کرکې ډک مواد نه شاملوي.

محمد ایاز خان وویل چې د پېښور های کورټ ته یې د پنجاب د تعلیم د وزارت او بک بورډ په خلاف درخواست ورکړی دی. ښاغلي ایاز وي او اې ډیوه ته وویل:

"په دغو کتابونو کې صفا لیکل شوي دي چې "د پښتنو د غدارۍ د وجې نه"، لفظ "غدار" ورته استعمال شوی، دویم يې پکې دا لیکلي دي، چې "جاهل" او په یو ځای کې ورته "بې غیرت" لفظ استعمال شوی دی. زه غواړم د پنجاب حکومت دي رسماً د قوم په حېث له پښتنو بخښنه وغواړي او په کتابونو کې د دغو موادو شاملوونکو ته دې سزا ورکړل شي".

په درخواست کې غوښتنه شوې چې د پنجاب په سکولونو کې دې د دغو کتابونو درس تر هغه وخته و درول شي، چې تر څو په دې اړه پلټنه نه وي شوې او های کورټ پرېکړه نه وي اورولې.

د خیبرپښتونخوا د ټیکسټ بک بورډ پخوانی مشر او د تعلیمي چارو کارپوه ډاکټر فضل الرحیم مروت وایي، نه یواځې د پنجاب بلکې پخپله د پښتونخوا په سرکاري تعلیمي نصاب کې هم ډېر له کرکې ډک مواد شامل دي، چې باید بدلون پکې راوستل شي:

"د جنسي توپیر او ځینو نورو موضوعاتو په اړه زموږ د خیبرپښتونخوا په تعلیمي نصاب کې هم داسې مواد شته، چې ترې ایستل پکار دي. زما په نظر په نصاب کې بدلون پکار دی، بلکې تر هغه مخکې باید د سوشل کنټریکټ له مخې د ملک یو نوی آیین جوړ شي او هغه خبرې ځنې و ایستل شي، چې د کرکې سبب کېږي"

پېښور های کورټ مرکزي او د پنجاب صوبایي حکومت ته امر کړی، چې د پنجاب په "مطالعه پاکستان" کتاب کې د هغه ناوړه موادو سپیناوی دې وکړي، چې د پښتنو غوسه يې را پارولې ده. د های کورټ په دوه کسیز بینچ کې شامل مشر قاضي یحیی اپریدي او قلندر علي خان د تعلیم مرکزي سیکرټري، د پنجاب د تعلیم سیکرټري، په پینډۍ او لاهور کې د پنجاب د کالجونو د ګروپ ډایریکټر او د لاهور د اردو بازار عظیم اکېډمي پبلشر ته یې خبرداری ورکړی، چې د قضیې تر راتلونکې اورېدنې دي خپل جواب وړاندې کړي.

پېښور های کورټ ته درخواست ورکوونکو وکیلانو ویلي، د پاکستان په آیین کې لیکل شوي، چې د دې هېواد هر اوسېدونکي ته دي د برابرۍ په سترګه وکتل شي. وایي د هیڅ قوم په ضد دې په تعلیمي نصاب کې داسې منفي خبرې نه لیکل کېږي، چې د دې هېواد د بېلابېلو ژبو ویونکو تر منځ کرکه خپره کړي.

په پاکستان کې د سیاسي او تعلیمي چارو کارپوهان له ډېرو کلونو راهیسې د دې هېواد د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو پر تعلیمي نصاب نیوکې کوي، چې وایي د نورو مذهبونو د خلکو خصوصاً د هندوانو او نورو قومونو په ضد له کرکې ډک مواد پکې شامل دي، چې وایي په نتیجه کې یې په دې هېواد کې مذهبي رجعت او توندروي ورځ تر بلې پسې زیاتېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG