لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: پوليس چوکۍ باندې وسله وال بريد کې لاروی وژل شوی د پوليس په ګډون دوه تنه ژوبل دي


په پينځمه جولايۍ مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي دي،
په پينځمه جولايۍ مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي دي،

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په بونېر روډ رستم علاقه کې په پوليس چوکۍ وسله وال بريد کې ډزو يو لاروی تن وژلی او د پوليس اهلکار په ګډون په کې دوه تنه ژوبل شوي دي.

مردان ضلعه کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ويلي رستم کې په بونېر روډ په شهيدانو نومې چوکۍ بريد موقعې ته رسېدلې او پېښه کې يو لاروی تن وژل شوی او د پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه تنه ژوبل شوي دي. پېښه تېره شپه خواوشا لس بجې شوې ده.

د ژغورنې ادارې ويلي، د وژل شوي تن پېژندګلو د 15 کلن احتشام په نوم شوې، امجدخان نومې پوليس اهلکار او بل 50 کلن تن پکې ژوبل شوي دي.

وژل شوی او ژوبل د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ته وړل شوي دي.

په سمدستي توګه د برید زمه واري چا نه ده منلې.

د مردان پولیسو ويلي، د بريد وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

په پينځمه جولايۍ مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي دي، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، ‏هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.‏

دوه ورځې وړاندې امنیتي چارواکو ويلي وو، د خېبر پښتونخوا د سر‌ ښار پېښور په کلیواله سیمه حسن خېل کې د وسله والو سره نښته کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او د یو ډي ایس پي په ګډون درې نور ژوبل شوي وو.

د پېښور پولیسو دعوه کړې وه، په دغه نښته کې یې د ټي ټي پي له لوري د اعلان کړل شوي خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم په ګډون درې ترهګر هم وژلي وو.

په نهمه جولايۍ افغانستان سره په پوله ناارامه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې، 24 کلن کېپټن محمد اسامه پکې وژل شوی او په نښته کې دوه ترهګر هم وژل شوي وو.

پاکستاني رسنيو ویلي، د يادې پېښې زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

پوځ په جنوبي وزيرستان کې هم د پوځ او ترهګرو ترمنځ د نښتې ويلي وو، د پوځ د بیان ترمخه، د ترهګرو سره نښته کې درې تنه، 30 کلن سپاهي اسدالله، 28 کلن سپاهي محمد سفيان او 24 کلن غېر جنګي ساتونکی زېن علي وژل شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، د ترهګرۍ د ناسورتر ختمولو پورې به یې د ترهګرو په ضد جګړه روانه وي، او "قوم د ترهګرو ضد ولاړو پوځي ځوانانو ته سلام وړاندې کوي".

دا تازه پېښې په داسې وخت کې شوي چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG