لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مخالفو ګوندونو ګواښ په عمران خان او پوځ څومره فشار جوړ کړی، ایا وزیراعظم به واک پرېږدي؟


په پاکستان کې په کال 2020 کې شورو شوې سیاسي بې کراري د څیړونکو په ګمان، ښکاري د راتلونکي کال په سر کې د لوی سیاسي کړکېچ شکل واخلي؛ د ایکسپرېس ټریبون اخبار ايډیټر نوید حسېن وايي ښکاري دا دېګ به جوش وهي.

د حکومت مخالفو ګوندونو ایتلاف پاکستان ډیموکریټک مومېنټ وزیراعظم ته غوسه کرښه راښکلې چې د جنورۍ تر31 مې دې واک پرېږدي.

د حکومت مخالفو ګوندونو ایتلاف یو مشر بلاول بټو د خپلې مور بېنظیر بټو په قبر د هغې د دیارلسم تلین په جلسه کې ګواښ کړی ؤ چې که د 31 مې جنورۍ پورې وزیراعظم واک پرې نه ښودلو نو اسلام اباد ته به لوی لاریون اوباسي. خو د حکومت یو لوړ رتبه وزیر وايي د مخالفینو په احتجاجونو، جلسو او لاریونونو حکومت نه شي ختمېدلې.

نن د پاکستان د باندینو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي وزیراعظم عمران خان به د پي ډي اېم په غوښتنه واک نه پرېږدي، د پاکستان په اخبارونو کې د ښاغلي قریشي سکوټ غبرګون راغلې:

“وزیراعظم به استعفا نه ورکوي”

که څه هم نوید حسېن ته ښکاري په اسلام اباد کې به سیاسي میدان ګرمېږي خو دا هم وايي تر څو پورې د هیواد اسټېبلشمینټ د عمران سره دی د لوی بدلون امکان کم دی.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې کالم لیکونکی او د شخصي ټي جیو د خپرونې جرګه کوربه سلیم صافي وي او ای ډیوه ته وویل د هیواد په وسني کمزوري معاشي حالاتو، سیاسي بې کرارۍ، او امنیت په نشتوالي کې که چري پي ډي اېم اسلام اباد ته مارچ کوي:

" اړی ګړی به هم ډېر پیدا کیږي"

د سلیم صافي په خیال ددې امکان ځکه ډېر دی چې د مخالفو ګوندونو په ایتلاف کې کې پښتانه، بلوڅ قام پرستان، د هیواد مذهبي ډله جمعیت علما اسلام د پنجاب غټ قامي سیاسي ګوند مسلم لیګ او پیپلز ګوند شامل دي.

خو صافي وايي:

"که ددې خلکو ګډ مارچ اسلام اباد خواته کېږي دغه وخت حتمن اسټېبلېشمینټ خپل رول لوبول غواړي"

سلیم صافي دا هم فکر کوي حکومت او د هغويي سر پرستان به دې ته ګوري چې د مخالفو ګوندونو اخري چال به څه وي؟ د هغه په خیال حکومت کوښښ کوي چې د مخالفو ګوندونو تر منځه اختلافونه پیدا کړي.

د سلیم صافي په خیال که خلک ډېر وو او پرلت اوږد شو نو ډېر اثرات به یې وي. خو نوید حسېن دې سره اتفاق نه کوي چې:

"دا پرلت به د حکومت د ختمیدلو سبب جوړ شي"

هغه دا هم وايي لا واضحه نه ده چې د مخالفو ګوندونو تر منځه په ټولو خبرو سلا ده، هغه وايي د بیلګې په توګه شاید:

"پیپلز ګوند دې ته تیار نه شي چې د اسمبلیو نه استعفاګانې ورکړي".

نوید حسېن وايي ګمان داسې دی چې د پي ډي ایم په مابېن کې ډېرې خبرې داسې دي چې ورباندې نفاق دی:

“د اسبلیو نه د استعفاګانو په خبره مخالفه ګوندونه یو نه دي”

د مخالفو ګوندونو دریځ دی چې عمران خان د اولس په ووټونو په واک کې نه دی راغلې، د هیواد پوځ او استخباراتي ادارو واک ته رسولی دی.

د دويي په خیال د کال 2018 په جولای کې شوي انتخابات د رسوایو ډک وو.

د پي ډي ایم مشران، مولانا فضل الرحمان، بلاول بټو زرداي، مریم نوازشریف، محمود خان اڅکزی او نور د پي ډي ایم په احتجاجي جلسو کې وزیراعظم ته سلېکټېټډ یعني خوښ کړی شوی او پوځ ته سلیکټرز یعني چا چې خوښ کړی دی مخاطب کوي.

پوځ په خپله تل د عمران خان د وزیراعظمۍ منصب ته د رسولو د تورونو تردید کوي، البته دا وايي پوځ د هیواد اداره ده او د هیواد د منتخب وزیراعظم سره ودرېدل ورباندې عېن فرض دي.

که څه هم د مخالفو ګوندونو د جلسو لړۍ وزیراعظم ته اخري ګواښ کړی دی خو وزیراعظم په ظاهره تاثر ورکوي ددې ګواښونو ورباندې هیڅ اثر نشته دی.

وزیراعظم عمران تیره ورځ د حکومت د ترجمانانو یوې غونډې په خبرو کې وویل, مخالفینو ته په ډاګه ده, چې دويي ته د رعایت ګنجایش نشته دی، د هغه په خیال دا ګوندونه د رعایت په خاطر د هیواد په پوځ فشار جوړوي.

د ښاغلي خان خیال دی د مخالفو ګوندونو مشران پخوا په درغلیو او رسوائیو ککړ پاتې شوي او وس ځکه یو ځای شوي چې حکومت ورسره حساب کتاب او نه کړي، د هغه په خیال دا ممکن نه ده چې دويي ته به څه قسمه رعایت ورکړی شي.

که یو خوا وزیراعظم عمران خان دعوا کوي د مخالفو ګوندونو سره به هیڅ رعایت نه کېږي نو بلې لوري ته د هیواد د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز ورته د خبرو وړاندیز کړی دی. د ډان ورځپاڼې تر مخه هغه وویل حکومت د مخالفو ګوندونو سره خبرو ته تیار دی.

شبلي تیره ورځ ویلي وو مکالمه د سیاست برخه ده، هغه وویل د خبرو ځای پارلېمان دی، خو دا یې هم وویل چې مولانا فضل الرحمان او مریم نواز د پارلېمان برخه نه دي نو دويي سره خبرې نه شي کېدلې.

په پاکستان کې د تحریک انصاف د حکومت وزیراعظم عمران خان او د هغه د مخالفینو ایتلاف پي ډي اېم مشران دا وخت یو بل ته ښکر په ښکر دي، په یوه مېاشت کې دننه د اسلام اباد د سیاسي موسم د تودېدلو اټکلونه کېږي خو څیړونکي وايي د اولس دا وسوسې په ځای دي چې د وسني حکومت د تقدیر فیصله د بل چا نه بلکې د هیواد د طاقتور پوځ په لاسونو کې ده.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG