لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پي ډي اېم مشرانو د بې نظیر بټو د تلین په مهال یو وارې بیا په عمران خان نیوکې کړي


Benazir Bhutto death anniversary: Bilawal Bhutto, Maryam to address crowd at Garhi Khuda Bakhsh

د پاکستان حکومت مخالف سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ مشرانو د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بهټو د وژنې دیارلسم تلین په موقع نن د سېند لاړکانې په نوډېرو سیمه کې یو لویې غونډې ته د وینا په وخت یو وارې بیا د تحریک انصاف په حکومت سخت ټکونه کړي .

غونډې ته د وېنا په وخت د مسلم لیګ ن ناېب صدرې مریم نواز ویلي،‌ وزیراعظم عمران خان ته معلومه ده چې د هغه سره د سیاسي مخالف پارټو سره د جوړ جاړي کولو اختیار هم نشته. عمران خان ته په مخاطب کولو مریم نواز ویلي ٫٫ ستا جګړه د پي ډي اېم سره نه د پاکستان ۲۲۰ مېلینه خلکو سره ده.٬٬

دغه جلسې ته د زرګونو په شمېره کې د بېلا بېلو سیاسي پارټو فعالین او مرستیالان ورغلي. د پیپلزپارټۍ د مشرانو ترڅنګ د مسلم لیګ نون ناېب صدره مریم نواز شریف، د عوامي نېشنل پارټۍ مشران، د پښتونخوا ملي‌عوامي‌ پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ او د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل هم په دغې جلسه کېګډون کړی.

د بې نظیر بټو ځوی او د پیپلز ګوند اوسني مشر بلاول بټو زرداري د خپلې مور د تلین په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، بې نظیر بټو نه یواځې د نرانو په ټولنه کې د ښځو حوصلې اوچتې کړې بلکې په زړورتیا سره یې د جمهوریت او بشري حقونو لپاره هم مبارزه کړې.

بلاول بټو په خپل بیان کې ویلي بې نظیر بټو تل په هېواد کې د ریښتیني جمهوریت لپاره مبارزه کړې او د پیپلز ګوند پر غړو یې غږ کړی چې په پاکستان کې د حقیقي جمهوریت، د آیین د بالادستۍ او د پارلمان د خپلواکۍ لپاره مبارزه جاري وساتي.

"د هغې نظریه د پاکستان ډیموکرېټک موومنټ په بڼه ژوندۍ ده ځکه چې هغې آمرانه ځواکونه چېلنج کړي وو او ویل یې چې ته یو تن بندي کولای شې خو نظریه نه شې بندولای، یو تن جلاوطنه کولای شې خو نظریه یې نه شې ختمولای، یو تن وژلای شې خو نظریه یې نه شې وژلای".

بې نظیر بټو د 2007م کال دسمبر په 27مه د راولپینډۍ په لیاقت باغ کې د خپلې پارټۍ د یوجلسې ختمېدو وروستو په ډزو او ځانمرګي حمله کې وژل شوې وه چې پکې د نوموړې په ګډون د پیپلز ګوند خواوشا 22 نور کسان وژل شوي وو. په بې نظیر بټو د برید ذمه واري هغه مهال د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG