لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څیړونکي د پي ډي اېم جلسه د کوټې د تاریخ تر ټولو لویه او کامیابه جلسه ګڼي


د عمران خان حکومت پرضد د مخالفه سیاسي ګوندونو اېتلاف (پي ډي اېم) لخوا د اتوار/ یکشنبې په ورځ په کوټه کې شوې لوېه جلسه سیاسي څیړونکي د بلوچستان صوبې د تاریخ تر ټولو غټه جلسه ګڼي.

د پاکستان ډیموکرېټک مومنټ لخوا د پنجاب ایالت ګوجرانواله او د سند ایالت د کراچۍ ښار وروسته د کوټې دا دریمه جلسه وه. په دغه جلسه کې زیاتره مخالفه مشرانو په خپلو ویناګانو کې د بې درکه کسانو، د خراب شوو مړو په غورځولو،او د بې درکه خلکو د خپلوانو لخوا د کلونو راهسې روانو احتجاجونو هم خبري وکړې.

څېړونکي او د بشري حقونو فعالین وایي د مخالفه ګوندونو له اړخه د بې درکه شوو کسانو له کورنیو سره لیدل او د هغوی لپاره خبره کول به ډېر اغېز ولري.

د بشري حقونو د خپلواکه کمېشن د بلوچستان چارواکی شمس مندوخېل و ډیوه ته وویل،‌ په پاکستان کې د بې درکه کسانو ستونزه د ټولو لپاره د اندېښنې خبره ده، او اوس به کتل وي چې ایا دغه غټ ګوندونه په رښتیا هم د بې درکه خلکو لپاره د څه کولو توان لري؟ د ده په خبره عمران خان هم د انتخابي کمپاېن په مهال د بې درکه کسانو و احتجاجي کېمپ ته ورغلی وو خو لا تراوسه په ظاهره څه پرمختګ نه دی شوی.

PDM3
PDM3

د تیرې ورځې د جلسې وروسته د پاکستان د بشري حقونو وزېرې شیرین مزاري د بې درکه کسانو په اړه د مخالفه ګوندو خبرې رد کړي او په خپل یوه ټويټ کې یې ویلي، د پیپلز ګوند او مسلم لیګ په واکمنیو کې چې په زوره د بې درکیو خلکو په اړه چا خبره هم نه شوه کولای دا تحریک انصاف حکومت دی چې دغه ستونزه یې را پورته کړې.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د کوټې و جلسې ته د وېډیو لینک له لاري په خپله وینا کې وویل چې د بې درکیو لړۍ باید نوره ودرول شي او که دا ظلم روان وي نو پاکستان نشي پاته کېدی.

کوټې کې د وینا په وخت د مسلم لیګ نواز ډلي مرستیالې مشري مریم نواز ویلې وو چې د بې درکه کسانو په کیسو اورېدلو ژړېدلې ده او د چا د نوم اخستو پرته یې وویل چې د خدای روی ته وګوری له هوشه کار واخلئ او له خپلو خلکو سره د میریځ چلند مه کوۍ.

د پاکستان پوځې ادارو د بې درکه کسانو په اړه د پي ډي ایم د مشرتابه دې تازه ویناګانو ته تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلی.

نومیالی څېړونکی سید علي شاه وایي له کلونو څخه د بېدرکه کسانو خپلوان په احتجاج دي ډېریو سیاسي ګوندو د دې لړۍ د تړلو هڅې وکړې خو تر اوسه دا ستونزه نه ده هواره شوې.

د پاکستان حکومت په د بې درکه کسانو د معلومولو لپاره د پخواني قاضي جسټس جاوید اقبال په مشرۍ کې یو کمیشن هم جوړ کړی دی. کمیشن پرله پسې غونډې هم کړي او د یو شمیر کسانو د معلومولو ادعاوي یې هم کړي. د کمیشن مشر جاوید اقبال دا هم منلي چې پخواني پوځي آمر جنرال پروېز مشرف ډیر بې درکه کسان په بهرنیو هیوادونو باندې خرڅ کړي دي.

پاکستاني چارواکو په بیلا بیلو وختونو کې ویلي چې ځینې بې درکه کسان د وسله والو سره ملګري شوي دي. د بې درکه کسانو د شمیرو په اړه د دوي کورنۍ، د بشري حقونو سازمانونه او سرکاري چارواکي هم اختلاف لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG