لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم اې: په تيرو څو ورځو کې په بلوچستان کې لږ تر لږه 25 کسان سيلابونو کې مړه یا بې درکه شوي


پي ډي اېم اې ويلي، په تيرو 48 ساعتونو کې د بلوچستان په موسا خېل ،هرنايي، قلعه سېف الله سېمو، پشين، کوټه او نورو سيمو کې تر 25 زيات کسان سيلابونو له ځانه سره وړي چې پکې زياتره مړه او لادرکه دي
پي ډي اېم اې ويلي، په تيرو 48 ساعتونو کې د بلوچستان په موسا خېل ،هرنايي، قلعه سېف الله سېمو، پشين، کوټه او نورو سيمو کې تر 25 زيات کسان سيلابونو له ځانه سره وړي چې پکې زياتره مړه او لادرکه دي

د افتونو پر وخت د مرستې صوبايي ادارې پي ډي ايم اې ترمخه د بلوچستان صوبې د ټولو 34 ضلعو څخه 32 ضلعې اغېزمنې شوي دي، او په مجموعي توګه قریباً څلور لکه خلک بارانونواو سېلابونو اغېزمن کړي دي.

پي ډي اېم اې ويلي، په تيرو 48 ساعتونو کې د بلوچستان په موسا خېل ،هرنايي، قلعه سېف الله سېمو، پشين، کوټه او نورو سيمو کې تر 25 زيات کسان سيلابونو له ځانه سره وړي چې پکې زياتره مړه او لادرکه دي.

د پشين د ضلعي چارواکو په خبره پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د پشين په غزه بند سيمه کې پينځه موټر سواره اوبو وړي چې پکې درې زنانې او دوه ماشومان مړه شوي او درې زنانې او څلور ماشومان ژغورل شوي دي.

د موسا خېل ضلعې اوسيدونکی سردار تيمور شاه وايي، د موسا خېلو په بېلا بېلو سيمو کې خلک، ځناور او باغونه اوبو وړي او په لويه کچه ورته تاوان رسېدلی دی.

د هغه په خبره" د نړېدلو کورونو او د مړه شوو مالونو(چاروو) خبره نه کوو، حکومت دې د ورکو کسانو غم وخوري".

د موسا خېل مرستيال کميشنر عمران مندوخيل وي او اې ډيوه ته وويل، د زياتو بارانونو له کبله په موسا خېل کې ډېرې اوبه وبهېدلې او پر لويه کچه سيلابونه راغله ځکه يې لوی زيان رسولی دی.

عمران مندوخېل زياته کړه " په بېلا بېلو سيمو کې مو د نهه کسانو جسدونه موندلي او دوه مو په ټپي حالت کې ژغورلي هم دي".

په بلوچستان کې د بيړنيزو حالاتو پر وخت د مرستندويه ايالتي ادارې "پي ډي ايم اې" د چارواکو په خبره د وسې/پشکالي بارانونو او سيلابونو له کبله تر دې مهاله تر 200 زيات کسان مړه شوي دي چې پکې 45 ښځې او 55 ماشومان دي.

د پي ډي ايم اې رپورټ دی چې په بلوچستان کې 20 لوی او واړه ډيمونه يا بندونه د زياتو اوبو له کبله مات شوي دي.

رپورټ دی چې په ايالت کې تر 21500 څخه زيات کورونه، تر 10500 زيات څاروي، 18 پلونو، تر دوه لکه ايکړه زياته د کښت کروندې اباده مځکه خرابه شوې او 700 کلوميټره سړکونه اوبو وړي دي.

د پي ډي ايم اې مشر نصر ناصر وي او اې ډيوه ته وويل د خپل وس او توان مطابق يې پوره هڅې کړې چې خلک وژغوري او د هغوی مالي مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره په خبره سږ کال مالي او ځاني زيان ځکه هم زيات شوی د نورو کلونه په پرتله سږ کال بارانونه ډېر زيات شوي دي او په ټول ايالت کې اوبه بهېدلې دي،" په تېرو شلو کلونو کې دومره زيات بارانونه نه و شوي، لکه روان کال چې وشوه، په 34 ضلعو کې 26 ډېرې زياته متاثره ضلعې دي".

د صحت محکمې رپورټ دی چې د اوبو د خرابېدو له کبله د ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د هېضې يا ډايريا د ناروغۍ له کبله تر 32 زياته تنه مړه شوي چې زياتره پکې ماشومان او زنانې دي.

د چاپېريال پوه او څېړونکي ډاکټر فېض کاکړ ډيوه ته وويل،" په ټوله سيمه کې په لږ وخت کې ډېر او زيات بارانونه ورېدل د اقليمي بدلون نخښې دي، ښايې په راروانو وختونو کې پدې کې نور زياتوالی راشي او د دې سيمي اوسيدونکي له اقليمي بدلون څخه لا زيات اغېزمن شي".

په بلوچستان صوبه کې د ورښتونو له کبله د کوټې کراچۍ، د کوټې، هرنايې تر مينځ لوی سړک، د کوټې او سبي تر ميان سړک، د کوهلو او سبي تر ميان سړکونه اوبو وړي چې له کبله يې پر دغو لارو تګ راتګ بند شوی دی.

حکومتي چاراوکي وايي چې د سړکونو د رغونو کار روان دی او په ډيرو سيمو کې يې د ټريفک رواني بحاله کړې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG