لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مومندو او ټانک کې د امن غوښتنې دپاره جرګې شوې دي


د خېبرپښتونخوا په مومندو او ټانک ضلعو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره جرګې شوي، په دغو جرګو کې نه يواځې په يادو سيمو بلکې په ټوله پښتونخوا کې ‏د دایمي امن غوښتنه شوې ده.‏

د مومندو جرګه

د مومندو جرګه د ځايي سياسي ګوندونو اتحاد رابللې چې د سياسي ګوندونو ځايي او صوبايي مشرانو پکې ګډون کړی دی، دوی د حکومت نه د مومندو ‏ترڅنګ په ټوله پښتونخوا کې د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.‏

د جرګې ګډونوالو ويلي، قبايلي ضلعې په تېرو وختونو کې ترهګرۍ ځپلې او خلک یې بې کوره شوي وو، دوي ويلي په سيمه کې يو ځل بیا د بدامنۍ لړۍ ‏پيل شوې ده چې ورسره په خلکو کې ويره سېوا شوې ده.‏

د مومندو د سياسي اتحاد مشر جنګرېز مومند وويل، "دا زمونږ زمه واري ده چې د نېشنل ايکشن پلان عملي کولو غوښتنه وشي، په هغه پوره عمل نه دی ‏شوی او دا کوتاهي ده، نو دا جرګه د دغې خبرې تقاضا کوي چې په نېشنل ايکشن پلان دې پوره پوره عمل وشي".‏

دې نه څو ورځې وړاندې په مومندو کې د ماربلو کارخانې سوځولو او د وسله والو لخوا د قلنګ غوښتو په سر پينځه ورځې احتجاجي ناسته شوې وه، ‏ضلعي انتظاميي احتجاج کونکو ته د امن د باور ورکولو وروسته احتجاج ختم کړل شوی وو. ‏

ځايې خلک وايي په سيمه کې د تېرې يوې مودې نه وسله وال ليدل کيږي او د شتمنو خلکو نه قلنګ غواړي.‏

د جرګې مشرانو وويل د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول شوی، ځای په ځای امنيتي ادارو چيک پوسټونه جوړ کړي او د دغې باوجود د وسله والو ‏راتګ د اندېښنې خبره ده.‏

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسېن وويل، "دغه يو لاره مونږ سره بله شته، که چرته نېشنل ايکشن پلان باندې دوي عمل نه کوي، او ‏زمونږ رياست او حکومت په دې خاموشي اختياروي، نو ټول پښتانه به يو کيږي،او چې ټول پښتانه يو شي بيا به په دنيا غږ کوو چې څوک د امن ملګري ‏وي مونږ سره دې ملګري شي".‏

د ټانک جرګه

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ټانک کې ورځ تر بلې زياتېدونکې ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد د ټولو قبيلي جرګه شوې ده چې پکې د ناامنۍ په ‏ستونزه او امنيتي ځواکونو سختې نيوکې شوې دي. ‏

د جرګې مشرانو د سيمې د امن وضعيت نه ښه کېدو په صورت کې د جولايۍ د مياشتې په دويمه د اسلام اباد پر لور د لوی لاريون اعلان کړی دی.‏

جرګې ته د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور پشتين، د بيټني قام سره په دغه ضلعه کې مېشت مسید، کنډي او سرايکي قامونو ګڼ شمېر خلک هم ‏ورغلي وو.‏‎ ‎

د ټانک ضلعې کړي حیدر اوسېدونکی ګل امین وايي، "هره ورځ د بېګناه خلکو مړي ترلاسه کيږي، ځايي ولس د وسله والو ډلو ترڅنګ له امنيتي ځواکونو ‏نه هم تنګ راغلي دي چې د پوځي عملياتو په نوم یې ځوروي، ځکه خلک په احتجاج مجبور شوي چې نه یې ځان محفوظ دی نه مال او نه عزت".‏

جرګې ته وینا کونکو وویل علاقه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د ډزو په تبادله کې بې ګناه کسان وژل کیږي او د عملیاتو په پایله کې نزدې ‏‎200‎‏ عام کسان پوځ نیولي دي، دوی وویل که کناهګار وي عدالت ته دې وړاندې کړي که بې ګناه وي خوشي دې کړل شي.‏

په سیمه کې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وویل د شک په بنیاد نیول شوي پلټنې ترې روانې چې پکې د ځینې کسانو د وسله والو سره ‏اړیکې لرلو مالومات تر لاسه شوي دي.‏

د جرګې غړو وویل په علاقه کې حکومتي واکمني ختم شوې چې څوک وسله والو ته ډوډۍ یا استوګنه نه ورکوي هغه دوی وژني او چې دا کوي بیا دې ‏امنیتي ځواکونه ګرفتاروي.‏

منظور پښتین دې غونډه ته وویل دا یو قوت دی چې له نړی ډالر ترلاسه کولو د پاره په دوه مورچو کې سره ناست دي. هغه وویل چې ډوډی ورکول جرم دی ‏بیا وسله والو ته تربیت ورکول جرم ولې نه دي؟.‏

‏"د غلته خلکو وویل چې دوه قوتونه، هیڅ دوه قوتونه نشته یو پوځ دی بل طالب، دا یو قوت دی، چې نړۍ د دوکې ورکولو د پاره په دوو مورچو کې سره ‏ناست دي او د پښتنو په وینه د اربونه ډالره امدادي مرستې ترلاسه کوي". ‏

هغه وویل، د امنيت او پوځي عملیاتو ستونزه يواځې د ټانک يا بيټنو نه ده بلکې دا د پښتنو په ټولو سيمو کې روانه ده باید پښتانه خپله کې سره یو شي. ‏

پښتین وویل دوی د روانې میاشتې په ‏‎22‎مه د شمالي وزیرستان رزمک کې د ټولو قامونو لویه غونډه کوي چې پکې به اسلام اباد یا پېنډۍ ته په یو ځای د ‏لاریون کولو پلان جوړوي.‏

د هغه په وینا پښتانه دې نور د خپل حق لپاره منتونه کول پريږدي او په زور دې امن وغواړي.‏

احتجاج کونکو وویل په علاقه کې یې ځو ځله احتجاجاي مظاهرې کړې خو د دوی امن غوښتنه چا سنجيدګۍ سره نه ده اخستې. ‏

دوی وویل دا یو پیغام وو چې د امن د پاره په زرګونو خلک راوتلي او که دا ځل یې سنجيدګي ونه ښودله بیا په دويمه جولايۍ به اسلام اباد په لورې يو ‏لوی لاريون وباسي. ‏

د جرګې مشر مولانه نقیب الله وويل، "مونږ د جولایۍ دویمه ټاکلې، باید دا حکومتونه او پوځ پوهه شي چې دا خلک امن غواړي او د امنیت د پاره جدي ‏ګامونه پورته کړي که نه وي بیا اسلام اباد او پېنډی ته احتجاح کوو".‏

د سیمې نه امنیتي چارواکو وویل په علاقه کې چې د کوم ځایی نه وسله والو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه کیږي پرضد یې کارروایي کوي.‏

د دوی په وینا په تیرو څو میاشتو کې نیزدې ‏‎150‎‏ وسله وال د عملیاتو په پایله کې وژلي شوي دي. ‏

د دوی وینا ده چې عملیاتو کې غټ خنډ ځایي خلک دي چې احتجاجي مظاهرې کوي بل نزدې ‏‎50,000‎‏ کورنۍ اغیزمنې کیږي.‏

د صوبايي حکومت په استازیتوب د صوبايي پارلیمان غړي عثمان بېټني وویل، "د دوی د صوبې حکومت په هر غونډه کې د ناامنۍ ستونزه تکراریږي خو ‏د امنيت سره تړلې ټولې پاليسۍ له مرکزه جوړیږي او دې مقصد لپاره دی د خپل قام ولاړ دی. او جرګه چې څه فیصله وکړي که اسلام اباد ته لاریون کوي ‏دوی به یې مالي ملاتړ کوي".‏

د جرګې په اعلاميه کې له پوځ او حکومت نه وغوښتل شو چې سيمه کې د وسله والو بیلا بیلو ډلو متوازي حکومتونه جوړ کړي هغه دې ختم شي، د ‏عملیاتو پرمهال د عامو خلکو د ځورولو او د خلکو د تښتولو او هدفي وژنو لړۍ دې ودرول شي.‏

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG