لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصوابۍ امن مارچ مشرانو ویلي نور به پښتانه دترهګرۍ اؤ دقامي وسیلو لوټلو مخې ته دقام په توګه ودریږي


سردار حسین بابک پوښتنه وکړه چې دپښتنې خاورې جومات دبوسنیا،کشمیر اؤ فلسطین دمسلمانانو په تاوان خو ژاړي خو ایا دپښتون په قتل عام یې هم وژړل؟
سردار حسین بابک پوښتنه وکړه چې دپښتنې خاورې جومات دبوسنیا،کشمیر اؤ فلسطین دمسلمانانو په تاوان خو ژاړي خو ایا دپښتون په قتل عام یې هم وژړل؟

پښتونخوا کې دبدامنۍ پرضد دپیل شوي ولسي پاڅون په دوام د زیارت یا پینجشنبې په ورځ صوابۍ کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو، ولسي تحریکونو اؤ مدني ټولنې په تابیا راجوړ شوي امن مارچ ته خپله وینا کې پښتنو مشرانو ویلي چې دوي به خپله خاوره کې دترهګرۍ اؤ دپښتنو دقامي وسیلو دلوټلو دسازشونو مخې ته په ګډه ودریږي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې دا ولسي پاڅون دپښتنو ترمنځ د یو پراخه اتحاد بنیاد جوړیږي اؤ اوس به پښتانه په توګه دقام دخپلو حقونو پوښتنه کوي اؤ هیچاته به اجازه ورنه کړي چې دپښتون په خاوره د ډالرو لپاره یوه نوې جګړه وتپي.

خبریال اؤ څېړونکی فخرکاکاخیل وایي په دې وروستیو کې چې دپښتون ژغورنې غورځنګ له لوري دچترال نه تر بولانه کوم فعالیتونه وشول،هغې اوس په خلکو کې ډیر شعور پیدا کړی دی اؤ عام ولس اوس په دې خبره پوهه دی چې کله خبره د "سر" راشي نو بیا به نور هرڅه پرېښودل اؤ د سر خبره کول وي.

په صوابۍ کې راجوړ شوي دې امن مارچ کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو ،تحریکونو اؤ مدني ټولنې مشرانو اؤ فعالینو برخه اخستې خو دتحریک انصاف ګوند مشران یا فعالین پکې نه دي لیدل شوي.

امن مارچ ته خپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا عمومي سکتر سردار حسین بابک وویل نن په لر وبر کې دپښتنو په چم،چم، کوڅه په کوڅه اؤ علاقه په علاقه کې دپښتنو وینې روانې دي خو پښتانه ورته خپلو کې هغسې په اتفاق نه دي لکه څنګه چې پکار وه.

هغه وویل دپښتنو په موجوده ويرژن صورتحال دهیواد پارلیمان،عدلیه،انتظامیه،صحافت،عدلیه،حجره، جومات،اؤ مدرسه غلي دي اؤ دپښتنو په ویر کې یې ویر نه لیدل کیږي.

سردار حسین بابک پوښتنه وکړه چې دپښتنې خاورې جومات دبوسنیا،کشمیر اؤ فلسطین دمسلمانانو په تاوان خو ژاړي خو ایا دپښتون په قتل عام یې هم وژړل؟

دهغه په وینا "دمدرسو نه هم پښتانه ګیله من دي ایا نن دمدرسې نه دامن ددعاګانو اواز راځي ، دبدامنۍ پرضد ترې داحتجاج اواز راځي ؟"

دې امن مارچ ته خپله وینا کې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پښتین ویلي دپښتنو په خاوره روانه جګړه کې دپښتنو کورونه اؤ کاروبارونه لوټ شول اؤ اوس یو وارې بیا په پښتنو دیوې نوې جګړې دتپلو دسیسه روانه ده ده.

هغه وویل دپښتنو دپښتنو چې څومره قامي وسیلې دي دهغې واک پردیو په لاس کې نیولی اؤ پښتانه دخپلو ټولو اینیي ،قانوني،جمهوري اؤ انساني حقونو نه محروم ساتل شوي دی.

هغه وویل پښتنو ته به دقام په توګه دخپلو حقونو په حق اؤ د بدامنۍ پرضد ودریدل وي.

دمنظور پښتین په وینا پښتانه ترهګر نه دي ، دامن پلویان دي ، دوي ته ټوپک بل چا ورکړی دی.

"دا ټوپکمار، اؤ ټارګټ کلرز دپښتنو په وینا ،مشوره ، پیسو اؤ وسلو نه دي روان ، دوي ته دنیا پیسې ورکړې دي، دپاکستان جنرنیلانو نه تر امریکې پورې ورته وسلې اؤ پیسې ورکوي"

هغه وویل پښتانه دامن لپاره دقام په توګه غونډې کوي"په اتوؤ اربو انسانانو کې دامن لپاره چا هم دومره احتجاجونو نه دي کړی‌ لکه پښتنو چې وکړل"

خو ښاغلي پښتین په دې خبره اطمینان وښودو چې اوس دا اولسي پاڅون دپښتنو ترمنځ دیو پراخه اتحاد بنیاد ثابیتږي او وي ویل چې نور به پښتانه پخپله خاوره دترهګرۍ په ګډون دټولو سازشونو مخې ته دیو بیداره قام په توګه ودریږي.

دې امن مارچ ته خپله وینا کې دجماعت اسلامي سینیټر ښاغلي مشتاق احمد وینا کړې ده اؤ ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ کومې پېښې وشوې ددې ترشا ریاست لیدل شي.

دهغه په وینا دا ریاستي دهشت ګردي ده چې پښتانه به ورته په هیڅ حال کې سر ټیټ نه کړي.

سنیټر مشتاق احمد زیاته کړه "خلکو ته د ژوند تحفظ او انصاف ورکول د ریاست ذمه واری ده او د حکومت ته مونږ دا مطالبه کوو چی مونږ ته دې تحفظ راکړي"

هغه وویل دپښتنو په جبري توګه دپورته کولو، وژلو اؤ خورولو لړۍ نوره پښتنو ته په هیڅ توګه دمنلو نه ده اؤ ددې پرضد به هر پښتون راپورته کیږي.

خبریال اؤ څېړونکي فخر کاکاخیل وي او ای ډيوه ته وایي دپاڅونونو دا رواج وړومبی په قبایلي سیمو کې ؤ خو اوس چې په دې وروستیو کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په ټوله پښتنه سیمه کې کوم فعالیتونه وکړل نو اوس ټول پښتانه په دې پوهه شوي دي چې دخپل ژوند دبقا لپاره به ورته دغسې پاڅونونه کول وي.

فخر کاکاخیل وویل د قبایلي اؤ جنوبي سیمو نه وروسته په مردان، صوابۍ،سوات اؤ نورو سیمو کې د ولسي پاڅونونو پیل کیدل خورا ډیر ارزښت اؤ اثر لري.

هغه وایي اوس عام ولس په دې پوهه شو چې امن پکار دی،د وسلې اؤ ترهګرۍ نه کرکه پکار ده اؤ دا هم ددې پاڅونونو اثر دی چې پخپله اوس طالب وسله وال هم په عام ولس تر ډیره حده له بریدونو ډډه کوي.

هغه وایي دې ولسي پاڅونونو طالبان هم دفشار لاندې راوستي دي اؤ هغوئ‌ هم اوس په دې پوهه شوي دي که په عامو خلکو بریدونه کوي نو خلک یې مخالف کیږي ځکه نو اوس د دوي هدفي بریدونه زیاتره په امنیتي ځواکونو وي.

فخرکاکاخیل وایي دې پاڅونونو د ویرې بند مات کړی دی،ځکه چې تر دې وړاندې به دترهګرۍ پېښې کیدلی خو پرضد به یې مقاومت نه لیدل کیدو خو دا چې اوس خلکو خبره شورو کړه نو په دې کې دسوشل میډیا اؤ دې پاڅونونو ډیر لویې کردار دی.

د پاکستان حکومت چارواکي او او پوځ وايي امنیتي ځواکونه وخت په وخت د وسله والو خلاف عملیات کوي. د پاکستان پوځي چارواکي دا خبره بې ځایه بللي چې ریاست په ترهګرۍ کې لاس لري. پاکستاني مامورین وايي د امنیتي ادارو په سلګونو غړي وسله والو خلاف جګړه کې وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د الجزيزه ټېلې وژن سره په مرکه کې ويلي د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې سياسي او پوځي مشرتابه پرېکړه کړې چې په ملک کې به هیڅ ډول ترهګري ونه زغمل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG