لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د زرگونو خلکو په قتلونو کې د ککړو طالبانو پخلا کول به غلط مثال جوړ کړي: څېړونکي

د پاکستان د حکومت د طالبانو سره د سولې د خبرو په اعلان یو شمیر څېړونکو او په ترهگرۍ کې د ځپليو شوېو کورنیو غړیو په حیرانۍ سره تپوس کړی دی چې د حکومت سره داسې کوم قانوني او اسلامي واک دی چې ترهگرو ته د دويي مړي وربخښی؟

د پښتون ملت پال عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا ويانده ثمر هارون بلوروايي جرګه کول ښه خبره ده، دويي غواړي چې جگړه ختم شي خو ریاست ترهگرو ته د دويي د مړو د بخښلو اختیار نه لري، هغې ډېوه ته وویل:

"دوي (حکومت) زمونږ شهادتونو او قربانیو ته سپک گوري"

د ثمر، خسر بشیر بلور او خاوند هارون بلور د ترهگرۍ په بریدونو کې د وژلو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه، پاکستان دا وخت ددغې ډلې سره مزاکرات کوي. د څېړونکو په خیال د ثمر په رنگه په زرگونو کونډې له حکومته ددغه تپوس پوره حق لري.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې په ورځپاڼه ډان کې مدني فعال اسامه خلجي د"قصابانو پخلا کول" په سر خط په خپل مضمون کې لیکلي د ټي ټي پي بخښل یو غلط مثال قایموي.

هغه خبرداری ورکړی دی د طالبانو د بخښلو سره به نور ترهگر هم دا پیغام واخلي چې هغه څوک چې د حکومت په ضد جرمونه کوي په اینده کې د معاهدو د لارې بخښل کیدی هم شي.

اسامه خلجي په خپل مضمون کې تپوس کړی چې ددې معاهدې پس به بیا حکومت خلک د وسلې پورته کولو نه څنگه منع کړی شي؟

د پاکستان طالبانو ددغه هیواد د وزیراعظمې بينظیر بټو د وژلو نه پرته د سکول د ماشومانو، عامو خلکو او حکومتي عسکرو د وژلو زموارۍ وخت په وخت منلي دي. د پاکستان حکومتي چارواکي پخپله هم وايي چې د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې خوا وشا 80000 وگړي وژل شوي دي.

البته د پاکستان وسني وزیراعظم عمران خان په یو شمیر موقوع په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان ته د ترهگرۍ په ضد جگړه کې شامیلیدل نه وو پکار، دهغه په خیال که چري پاکستان د ترهگرۍ خلاف په جگړه کې د امریکا ملگرتیا نه وې کړی نو دومره زیانونه به نه وو شوي.

امریکا وايي پاکستان ته یې د تر هگرۍ خلاف په جگړه کې د مرستې لپاره 33 بیلینه امریکايي ډالرې ورکړي دي. دترهگرۍ په موضوع لیکل کونکي څېړونکي د پاکستان د حکومت دترهگرو سره په لوظنامه د نیوکو تر څنگ دا هم خبردارې ورکوي چې دا نوې معاهده به یو وار بیا وسله والو ته گټه ورسوي.

د ډیوه سره په خبرو کې لیکوال او د مشال ریډیو منیجینگ اډیټر داود خټک وویل په 2004 کې د طالب کمانډر نیک محمد سره شوې معاهدې نه اونیسه په کال 2008 کې په سوات کې شوې معاهدېپورې ټولې نه یواځې ناکامه شوي دي

بلکې ددغو معاهدو ریاست ته زیان او وسله والو ته گټه رسېدلې، هغه وايي:

"وس چې وسله وال طالبان د پاکستان سره خبرې کوي نو د کمزورۍ د پوزیشن (مقام) نه، نه کوي، بلکې هغه د یو مظبوط مقام خبرې کوي"

د ښاغلي خټک په خیال په 2014 کې دغه دعوې سمې نه وې چې د طالب نوغې وښکل شوی، هغويي په تېرو څو میاشتو کې یو وار بیا حملې سوا کړي او ورسره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وجه هغه نور هم مظبوط شوي دي، خو ښاغلی خټک دا هم گمان کوي که د طالبانو سره چري معاهده وشوه:

"داسې عوامل شته دی چې د هغې په بنیاد دا ویلي شي چې دا معاهده به ناکامه شي"

دښاغلي خټک ددغو فکر مندیو په پرتله د پاکستان حکومتي چارواکي خوشبینه دي چې د طالبانو سره ددې معاهدې ورستو به د څو کلونو راپدیخوا روانه تر هگري ختمه شي.

په کال 2014 وسله والو په پېښور کې په ارمي پبلک سکول په خونړۍ حمله کې 149 کسان وژلي وو چې 132 پکې د سکول ماشومان وو.

په وژل شویو ماشومانو کې یو د مدني فعال او قانون پوه فضل خان زوی هم ؤ.

فضل خان وايي که د پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف د جگړې ختمیدلو لاره مزاکرات ده نو دا یې وړاندې ولې نه کول؟

د هغه په خیال د زرگونو بې گناه خلکو د قتلونو پس دا مزاکرات ډېر مشکوک دي:

"داسې نه ده چې دوي د عوامو د مفادو لپاره مزاکراتو ته ناست دي"

د فضل خان په آند حکومت د طالبانو سره د مزاکراتو په نوم هغويي یو وار بیا د خپلو پټو مقصدونو لپاره کارول غواړي، فضل خان وايي:

" مونږ د ریاست پاکستان دغه فیصله بلکل هم نه منو"

د پاکستان طالبانو د هیواد په ضد جگړه کې تل دا دریځ خپل کړی چې دوي د اسلام د نفاذ لپاره د "کُفري نظام" ( جمهوریت) په ضد جنگیږي.

په پېښور کې د مېشت څېړونکي عرفان اشرف نه مو چې کله تپوس وکړو چې ایا وس چې طالبان د حکومت سره خبرې کوي نو معنا یې دا شوه چې دوي نور د اسلام نفاذ نه غواړي او جمهوري نظام منلو ته تیار شو؟ نو هغه وویل داسې نه ده چې طالبان به د خپل دریځ نه په شا شي، هغويي مخکې هم د پاکستان ریاست او ایئن نه منلو او وس هم داسې وايي:

" پاکستان وايي چې مزاکرات د پاکستان د ایئن په چوکاټ کې کیږي خو طالبان دغه ایئن نه مني"

ښاغلی اشرف وايي د عمران خان حکومت اولس ته یوه وايي اود طالبانو سره پټې نورې خبرې رواني دي.

د طالبانو سره د مزاکراتو د خبرونو پس د عمران خان د حکومت مخالفو گوندومو مشرانو هم په دې پرېکړه نیوکې کړي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي د پاکستان د صدر، وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه يې وړاندې هم نيوکې کړې وې او اوس یې هم کوي ځکه چې د دوی سره مشوره نه ده شوې او نه کومه اتفاق رایی جوړه کړی شوې ده.

دپاکستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي معید یوسف دافغان طالبانو په منځګړتوب پاکستاني طالبانو سره روغې جوړې لپاره د حکومت دسولې د روانو خبرو ننګه کړې اؤ وایي دپاکستان دننه په تیرو وختونو کې هم داسې خبرې اترې شوي دي.

تېره اونۍ دلته په واشنګټن کې دموقعیت لرونکي میډل ایسټ انسټي ټیوټ په تابیا راجوړې شوي دستورې ته په ویډیوي بڼه خپله وینا کې ښاغلي معید یوسف دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دروانو خبرو دفاع وکړه اؤ وئ ویل ټول ریاستونه باید داسې خبرې اترې وکړي.

هغه وویل که چرې نورو ریاستونو ته هم داسې لارې ګودرې په نظر ورځي چې خپل وګړي پرې دقانون تابع کولی شي نو هغوئ باید داسې وکړي.

See all News Updates of the Day

اېمل ولي: سهار د ترهګرو خلاف هایکورټ کې ولاړ وم او ماښام راته د ګواښونو خبرتیا راکړل شوه

واشنګټن ــــ د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اېمل ولي خان ته په دوو میاشتو کې پرله پسې دویم ځل امنیتي ادارو په هغه ورځ پر هغه باندې د ممکنه ترهګرو حملو خبر ورکړی چې هایکورټ ته په صوبه کې د ترهګرو د بیا فعاله کېدو په اړه د درخواست اورېدنې ته ورغلی وو.

اېمل ولي خان د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر هغه سرکاري خبرتیا خپره کړې ده چې د کورنیو چارو مرکزي وزارت پکې د پښتونخوا چیف سیکرټري او د پولیسو مشر ته ویلي، اېمل ولي خان ته دې دا پیغام ورسوي چې دوی ته داسې رپوټونه دي چې کېدای شي ټي ټي پي او جماعت الاحرار له نورو "سیاسي شخصیتونو" سره سره دی هم په نخښه کړي.

په خبرتیا کې اېمل ولي خان ته مشوره ورکړل شوې چې ولسي غونډې دې کمې کړي او له امنیتي ادارو غوښتل شوي چې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو مخکینیو بریدونو ته په کتو دې د هغه د امنیت لپاره "مناسب ګامونه" واخلي او د ساتنې لپاره دې یې په امنیتي وسایلو سمبال تکړه پولیس وګومارل شي چې له هغه سره د ممکنه پېښې مخه ونیول شي.

اېمل ولي خان پر ټویټر دې خبرتیا ته لیکلي چې "له ترهګرو د خپل ملت" د ژغورنې لپاره به تر هره حده پورې ځي:

"سهار د ترهګرو خلاف په هایکورټ کې ولاړ وم او ماښام راته دغه د خبرتیا لېټر راکړل شوه. زه له خپل ملت سره، د خپل ملت لپاره او د خپل ملت په منځ کې ولاړ یم".

په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير بېرسټر فېروز جمال کاکاخېل وايي، دوی ته د مرکزي حکومت يا کورنيو چارو د وزارت له خوا دغه رنګ د ګواښونو خطونه راشي او دوی یې بیا په صوبه کې جاري کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي کاکاخېل وویل، دوی هڅه کوي چې د ټولو سياسي مشرانو امنیت وساتي. کاکاخېل زياته کړه، په صوبه کې د امنيت حالات قابو کوي او دوی د پوره امنیت ټینګ ساتلو هڅه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت دغه د ګواښونو خبرتیا د مې پر 15مه جاري کړې خو د پښتونخوا د پولیسو د مشر دفتر د مې پر 29مه متعلقه امنیتي ادارو ته پرې د عمل کولو امر کړی دی.

خو اېمل ولي خان ته دا سرکاري خبرتیا د مې پر 30مه په پېښور هایکورټ کې له هغې اورېدنې څو ګنټې وروسته سپارل شوې چې هغه په یو درخواست کې په صوبه کې د ترهګرو د بیا فعاله کېدو په اړه عدالت ته ورکړی وو.

اېمل ولي خان له اورېدنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې له عدالته مایوسي ښکاره کړې او ویلي یې وو د عدالت له ماحوله ورته ښکاره شوه چې دې موضوع [ترهګرۍ] ته نیژدې هم نه ورځي.

هغه وویل عمران خان او د ايي اېس ايي پخواني مشر جنرل فېض حمید د پښتنو خاوره یو وارې بیا د هغه په قول د اور لوبې ته ور ټېله کړې ده. هغه وویل د طالبانو چې کومه اباد کاري شوې د دې دلاسه حالات دې حد پورې خراب شوي دي چې هره ورځ خلک وژل کېږي خو خبرونه يې په ټېلیوژن نه ليدل کېږي.

اېمل ولي خان ته په تېره اپرېل او د تېر کال په دسمبر میاشت کې هم د ترهګرو له خوا د ممکنه بریدونو خبرتیاوې ورکړل شوې وې او حکومت د هغه د امنیت لپاره پولیسو ګومارلي وو، خو هغه بیا هم د مخکې غوندې په ولسي غونډو کې لیدل شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو په تېرو شاوخوا 15 کلونو کې په پښتونخوا، سیند او بلوچستان کې په لسګونو بریدونه شوي دي چې د دې ګوند په وینا د دوی زرګونه د کارکنان او مشران پکې وژل شوي دي.

د دې ګوند پر مشرانو او غړو د اکثره بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي، خو ځینې تر تښتول کېدو وروسته او ځینې په احتجاجونو کې وژل شوي چې ګوند یې تور پر امنیتي ادارو پورې کوي، خو امنیتي ادارو دا تورونه رد کړي دي.

پېښور هايکورټ د تهري اېم پي او لاندې ګرفتارۍ غېر قانونه وګرځولې

د پېښور هايکورټ په نهمه او لسمه مې د تهري اېم پي او يا امن عامه د بحالۍ د قانون لاندې نيول شوو کسانو ګرفتارۍ غېر قانونه وګرځولې. عدالت د ياد قانون لاندې د نيول شوو کسانو د خوشي کولو او د نورو د نه نيولو حکم کړی دی.

د پېښور هايکورټ وکیل شبير حسېن ګګياڼی وايي، دوی ګڼو وکیلانو د نهمې او لسمې مې د پېښو په تور کې نيول شوو، او که څوک به د تهري اېم پي لاندې نیول کېده، د هغې ضد هايکورټ ته خواستونه کړي وو او نن هايکورټ حکم وکړو، د ياد قانون لاندې ګرفتاريانې یې غېر قانونه وګرځولې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د تهري اېم پي او لاندې نزدې د 400 کسانو په ضد پرچې کټ شوې او په دې کې د 300 پورې کسان نيول شوي چې زيات پکې په ضمانتونو خوشي شوي هم وو، خو دوی عدالت ته د ياد قانون د کارېدو په ضد خواستونه کړي وو.

ګګياڼي وویل، جسټس اشتياق ابراهيم او جسټس ارشدعلي چې دغه خواستونه اورېدل، نن یې حکم وکړو چې څوک د تهري اېم پي او لاندې نیول شوي هغه دې خوشي شي او دغه ګرفتاريانې یې غېر قانونه وګرځولې.

په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير بېرسټر فېروز جمال کاکاخېل وايي، په خېبرپښتونخوا کې د نهمې او لسمې په پېښو کې د ککړتيا په تور د 2800 پورې کسان نيول شوي وو.

هغه وويل نن عدالت حکم کړی او د تهري اېم پي او لاندې د نیول شوو د خوشي کولو يې ویلي، خو نوموړي وویل دوی د نهمې او لسمې مې د پېښو پلټنې کوي، ويډيوز ګوري که څوک په کومه پېښه کې ککړ معلوم شو بيرته به نیول کيږي.

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

په نهمه او لسمه مې قهرجنو مظاهرو کې پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ هم سوځول شوې وه.

په 25مه مې وزيراعظم شهباز شریف د پېښور سفر کړی او د امنیت غونډې ته یې په وینا کې یې ویلي وو، "په نهمه او لسمه مې چې په خېبر پښتونخوا کې کومو خلکو ترهګري کړې او د ملک دښمني یې کړې ده، په پوځي او ملکي ودانیو یې حملې کړي، د هغو پرضد به د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه چلولی شي او په پوځي ودانيو برید کوونکو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ویلي وو، "د نهمې مې پېښې بهانه جوړه کړی شوې او د هغه ګوند ماتول کيږي، په لسګونو ښځې او ماشومان نيول شوي او په پوځي عدالتونو کې پرې مقدمې چلول کيږي".

په 26مه مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي وو.

هغه ویلي وو، "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

رانا ثناالله ویلي وو، "د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي".

هغه ويلي وو، په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.

اېچ آر ډبليو: پاکستان دې د عامو خلکو قضیې په پوځي عدالتونو کې نه چلوي

د بشري حقونو نړيوال تنظیم هيومن رايټس واچ [اېچ آر ډبليو] ويلي، د پاکستان حکومت دې بايد په سمدستي ډول د عامو خلکو قضیې د پوځي عدالتونو نه عامو عدالتونو ته واړوي.

د وي او اې اردو څانګې د يو خبر تر مخه د امریکايي سېنېټ د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر سېنېټر باب مينيډیز د پاکستانيانو او غبرګ شهریت لرونکو کسانو په نيولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اېچ ار ډبليو نن په يو بيان کې ویلي، د پاکستان پوليسو د 33 مشکوکو کسانو قضيې پوځي عدالتونو ته لېږلې دي، په دوی باندې د ملک په حساسه دفاعي ودانيو د د بريدونو او حکومتي سرکاري اثاثو ته د تاوان اړولو او غلا کولو تورونه دي.

په بيان کې ویل شوي د پاکستان د 1952 پوځي قانون او افيشل سيکرټ اېکټ 1923 په مخصوصو حالاتو کې د مقدمو اجازت ورکوي.

د بشري حقونو د اېشيا څانګې مشرې پېټريشيا ګوسمېن ويلي، "د پاکستاني حکومت زمه واري ده، د تشدد کوونکو کسانو ضد قانوني کارروايي وکړي خو په ازادو او بې طرفه عدالتونو کې".

هغې زیاته کړې، "د پاکستان پوځي عدالتونه چې د اورېدنو طريقې یې یې پټې دي د سمې اورېدنې حقونه نه ورکوي بايد دغه طریقه د عامو خلکو دپاره ونه کارول شي، تر دې که دوی د پوځ ضد جرم کړی وي".

په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت د اېچ ار ډبليو تازه بيان ته کوم ځواب نه دی ویلی.

خو په 26مه مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

هغه ويلي وو "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي،د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

هغه زياته کړې وه، "په ټولو تورونو کسانو کې د 19 قضیې په پنجاب کې او 14 په خېبرپښتونخوا کې پوځي چاوراکو ته د قضيو د پلټنو دپاره سپارل شوي دي،دا کتلی شي چې په کوم کوم ځای کې پوځي قانون او افيشل سيکرټ اېکټ لګول کېدی شي".

رانا ثناالله ویلي وو "د پوځي قانون او افيشل سيکرټ اېکټ 1952 لاندې هغه مقدمې درج کولی او چلولی شي، چې څوک هم پوځي، حساسو او دفاعي ادارو ودانيو ته ننوځي، د دغه کار د پارولو هڅه کوي او سهولت کاري، هغه به د یادو قوانينو سرغړونه کوي او قابل سزا به وي".

رانا ثناالله په بېلابیلو قضيو کې د نیول شوو په تفصيل کې ویلي وو، "د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي".

هغه زیاته کړې وه، په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.

نن په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د عامو خلکو ضد په پوځي عدالتونو کې په مقدمو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسلام اباد هايکورټ د القادر ټرسټ قضیه کې د عمران خان ضمانت نور غځولی

اسلام اباد هايکورټ د القادر ټرسټ د غبن په قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني وزيراعظم عمران خان عبوري ضمانت د نورو درېو ورځو دپاره غځولی او نوموړي ته یې په درېو ورځو کې د احتساب عدالت ته د رجوع کولو حکم کړی دی.

د پاکستاني رسنيو تر مخه د اسلام اباد هايکورټ جسټس مياګل حسن اورنګزېب او جسټس ثمن رفعت امتياز نن اورېدنه کړې او د عمران خان عبوري ضمانت يې غځولی دی.

عمران خان د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه نيول شوی، حکومت، د احتساب قامي ادارې نېب او د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان نيول قانوني ګرځولي وو.

خو په بله ورځ بيا سپريم کورټ د هغه د خوشي کولو امر کړی او بيا په [12 مې] د اسلام اباد هايکورټ هم د هغه ضمانت منظور کړی وو.

نن د عمران خان مېرمن بشرا بي بي هم د هغه سره د احتساب عدالت ته مخامخ شوې ده. د بشرا بي بي ضمانت هم د احتساب عدالت د 31 مې پورې منظور کړی وو.

راپورونه وايي، بشرا بي بي د احتساب عدالت ته خواست کړی او بيا د احتساب قامي ادارې [نېب] عدالت ته ويلي چې د بشرا بي بي نيول ورته نه دي مطلوب، او د هغې د ضمانت خواست غېر موثره ګرځول شوی دی.

تېر کال د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د عمران خان او د هغه د مېرمن پرضد تور لګولی وو چې د بحريه ټاون د مالک ملک رياض سره یې د بحریه ټاون د پېسو په بدل کې د القادر ټرسټ ځمکه ترلاسه کړې وه.

رانا ثناالله د عمران خان د ګرفتارۍ په اړوند ويلي وو، "عمران خان د القادر ټرسټ د قضيې د پلټنو په لړ کې نیول شوی،او د القادر ټرسټ په قضيه کې د يو پراپرټي ټايکون پېسې چې په غېر قانونه توګه په برتانیه کې نيول شوې او 60 اربه روپۍ وې، د قانون ترمخه دغه پېسې د پاکستان د ولس امانت وې او په قامي خزانه کې به جمع کېدې".

په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

په 26 مې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي.

هغه ويلي وو، د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي، نوموړي زياته کړې په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.

د نهمې مې د پېښو وروسته د اسلام اباد هايکورټ د 31 مې پورې د عمران خان په يوه قضيه کې هم د نه نيولو حکم کړی وو. راپورونه وايي عمران خان ته نن په نورو قضيو کې هم د لسو ورځو ضمانت ورکړی دی.

نن د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، 144 ماده په ځای ده او د هيڅ ډول سياسي هلوځلو اجازت نشته.

شمالي وزیرستان: د پوليو په ټیم برید کې يو امنيتي ساتونکی عسکر وژل شوی بل ژوبل

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا ناارامه سیمه شمالي وزيرستان کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ټیم باندې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې يو ساتونکی عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د شمالي وزيرستان نه امنيتي سرچينو وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، دغه پېښه نن د افغانستان سره پولې ته نزدې په سپين وام تحصيل کې شوې ده.

پوليس چارواکي وايي د پېښې نور معلومات کوي او پلټنې پېل کړی شوې دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو شمالي وزيرستان، بر او کوز جنوبي، ټانک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې د 29 مې څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين روان دی.

د پوليو د مخنیوي د پروګرام چارواکي وايي، د تازه پېښې ورته تراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي خو کمپاين روان دی او که چرته په کوم ځای کې پېښه کيږي د څو ساعتو دپاره کمپاين ودرول کيږي او بيا روانيږي.

په 25 مې د خېبر ضلعې په تيرا کې د پوليو ټيمونو ساتنې له روانو پوليسو باندې نامعلومو وسله والو ډزې کړې، درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي او وروسته بيا يو پولیس ژوند د لاسه ورکړی وو.

تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.

له دغې وړاندې په 19مه مې د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې وسله وال بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوی وو.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.

دوه ورځې وړاندې په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې د پولیو وايرس تصديق شوی وو، له دغې وړاندې 26 مې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع هنګو کې يو ځل بيا په ماحولياتي نمونو کې د پوليس وايرس تصديق شوی دی، له دغې وړاندې په اپرېل کې هم د دغه ځای نه د پوليو وايرس تصديق شوی او ويل شوي وو د وايرسو جينياتي تعلق د افغانستان په ننګرهار کې د وايرسو په څېر دی.

په 13مه مې پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، په کوز جنوبي وزيرستان کې په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وايرس تصدیق شوی وو.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وو، سږ کال په جنوبي وزيرستان کې لومړۍ مثبته ماحولياتي نمونه ترلاسه شوې وه.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينې پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG