لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له نېټو وروسته پېنټاګان هم تایید کړه چې شمالي‌ کوریا روس ته د روزنې لپاره 10,000 پوځیان لېږلي

د امریکې د دفاع وزارت وایي چې شمالي کوریا روس ته شاوخوا 10,000 پوځیان د روزنې لپاره لېږلي دي. دا شمېر تر هغه درې چنده زیات دی چې مخکې ښودل شوی وو.

د پېنټاګان ویاندې مرستیالې صبرینا سینګ د اکتوبر په 28مه خبریالانو ته وویل، شمالي کوریا په مجوعي ډول شاوخوا لس زره پوځیان لېږلي چې د روس په ختیځ کې وروزل شي. وایي‌ کېدای شي دا به په راتلونکو څو اوونیو کې د اوکراین سره نژدې روسي پوځیان زیات کړي:

"د دغو پوځیانو یوه برخه مخکې اوکراین ته نژدې لېږل شوي او په زیاتېدونکي‌ ډول اندېښمن یو چې روس هوډ لري په کورسک سیمه کې له دغو پوځیانو د اوکراین په ضد په جګړه یا د جنګي عملیاتو په ملاتړ کې کار واخلي".

صبرینا سینګ وویل په روس کې به د شمالي کوریا د پوځیانو شمېر نور هم زیات شي،‌ ځکه چې وایي د روس لسګونه زره پوځیانو ته په اوکراین کې مرګ ژوبله اوښتې او د هغه وارخطايي زیاتېږي.

تر دې وړاندې د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو د ګل- دوشنبې، په ورځ تصدیق وکړ، چې د شمالي کوریا عسکر د یوکرېن خلاف جنګېدو دپاره د روس کرسک سيمې ته لېږل شوي دي چېرته چې د یوکرېن ځواکونو د اګست په میاشت کې پېش قدمي کړې او د روس ځېني سمیې يې نیولي دي.

د نېټو سېکرېټري جنرل مارک رېټا په برسلز کې خبریالانو ته وویل د روس او د شمالي کوریا زیاتېدونکي پوځي همکاري د اېنډو پېسېفېک او د یورو اېټلانېټېک سیمې د امنیت دپاره خطر دی. صحافیانو سره د رېټا د خبرو اترو نه وړاندې د شمالي کوریا استخباراتي او پوځي چارواکو د نېټو مامورینو او سفاراتکارانو ته معلومات ورکړل.

رېټا وویل د شمالي کوریا د ۳۰۰۰ عسکرو ګمارېدل د روس په "غېر قانوني جنګ" کې د پیانګ یانګ ښکلیتیا زیاتېدل څرګندوي او د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده او د ۳۲ میاشتو راهسې دوامداره جنګې کې "خطرناکه پراختیا" ده.

د نېټو سېکرېټري جنرل وویل د شمالي کوریا د عسکرو تعیناتي د روس صدر ولادېمير پوټن زیاتېدونکي "مایوسي" هم ښيي.

رېټا ویل د یوکرېن په جنګ کې د 600,000 نه زیات روسي عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي او پوټن د غېر ملکي ملاتړ نه بغېر دا جنګ جاري نه شي ساتلی.

کرېملېن، د روس حکومت، د شمالي کوریا د عسکرو د ګومارل کېدو په اړه رپورټ رد کړی وو او دا يې جعلي خبرونه بللي وو.

خو تېره هفته پوټن د دې خبرې ترديد و نه کړو چې د شمالي کوریا عسکر په روس کې موجو دي او ویې وېل د دې خبرې انحصار په ماسکو دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ د دفاع د معاهدې دلاندې د شمالي کوریا عسکر څنګه وګماري. پوټن او دشمالي کوریا مشر کېم یانک ان دغه معاهده د سږ کال د جون په میاشت کې لاس لیک کړې ده.

د پوټن د بیان برعکس، په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا نماینده تېره هفته په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو په رپورټونه د بې بنیاده ګنګوسې وبللې.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت شورا سلاکار جان کربي د اکتوبر پر 23 نېټه ویلي وو، شمالي کوریا څه باندې 3000 پوځیان روس ته لېږلي دي او خبرداری یې ورکړی وو که د اوکراین په جګړه کې یې برخه واخیسته "قانوني پوځي هدف به وګرځي".

Forum

XS
SM
MD
LG