لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټکان: د کابل هوايي اډې سره نږدې د ځانمرګي حملې په اړه به د نورو امریکايي عسکرو مرکې کېږي


د امریکايي پوځ د مېرین څانګې سارجېنټ ټایر وارګس اېنډریوز کانګرس ته د مارچ په میاشت کې په خپل جذباتي بیان کې وویل د کابل هوايي اډې سره نږدې ځانمرګي حمله کونکی یې ودرولی شو خو کوښښ یې شنډ شو
د امریکايي پوځ د مېرین څانګې سارجېنټ ټایر وارګس اېنډریوز کانګرس ته د مارچ په میاشت کې په خپل جذباتي بیان کې وویل د کابل هوايي اډې سره نږدې ځانمرګي حمله کونکی یې ودرولی شو خو کوښښ یې شنډ شو

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، مرکزي کمانډ امر کړی چې په 2021 کې د کابل هوايي اډې سره نږدې د ځانمرګي حملې په اړه به تر 12 پورې د نورو امریکايي عسکرو مرکې کولی شي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال د کابل هوايي اډې سره نږدې ځانمرګي حمله کې د انخلا په بهیر کې مصروف 13 امریکایي عسکر او تر 170 پورې افغانان وژل شوي دي. داعش د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې.

د کابل په هوايي اډه د موجودو د نورو امریکايي عسکرو د مرکو امر جنرل اېرېک کورېلا کړی دی چې د سېنټ کام یا د سېنټرل کمانډ مشر دی.

د جنرل کورېلا د حکم یو علت دا هم کېدلی شي چې په ځانمرګي حمله کې زخمي یو عسکر ویلي چې د هغه نه هېڅ کله هم د حملې په اړه څه پوښتنې نه دي شوي او کېدی شي چې هغه حمله کوونکي ودرولی وی.

هغه عسکر چې په ابتدايي تحقیقاتو کې نه وو شامل، ورسره د نویو مرکو مقصد دا معلومول هم دي چې ایا دوی خو څه مختلف معلومات نه لري؟

د امریکايي چارواکو په قول د نویو مرکو دا مطلب نه دی چې د کابل د ځانمرګي حملې په اړه تحقیقات بیا شروع کولی شي.

په کانګرس کې د حکومت ناقدین، په خصوصي توګه د حزب اختلاف ریپلېکن پارټۍ غړي، به په امکاني توګه د عسکرو سره تازه مرکې د دې ثبوت په توګه پېښ کوي چې د صدر جوبایډن حکومت د ځانمرګي حملې په تحقیقاتو کې او د افغانستان نه د انخلا په عمل کې غلطۍ کړي دي.

د کابل په ځانمرګي حمله کې د وژل شویو او زخمي شویو ځینو عسکرو کورنیو دا شکایت کړی دی چې پېنټګان د حملې د تحقیقاتو په لړ کې د شفافیت نه کار نه دی اخیستی.

سېنټرل کمانډ د کال 2021 د نومبر په میاشت کې د ځانمرګي حملې په اړه تحقیقات مکمل کړل او ویې وېل د حملې مخنیوی ممکن نه و، په داسې حال کې چې هدف دا و چې زیات نه زیات کسان دې د افغانستان وویستل شي.

پېنټګان وویل د حملې په اړه نه خو څه پېشګي اطلاع ترلاسه شوي وه او نه هم په جنګ کې د امریکايي ځواکونو د ښکېلتیا په قوانینو کې د زیاتوالي دپاره څه غوښتنه ترلاسه شوي وه.

ټایر وارګس اېنډریوز
ټایر وارګس اېنډریوز

د سېنټرل کمانډ ترجمان مایکل لا هورن په یو بیان کې وویل چې د نورو مرکو مقصد دا دی چې کوم نوي معلومات مخې ته راغلي د دې په رڼا کې دې ټول اوازونه واورېدل شي، د دې کره معاینه دې وشي چې دا ډول ټول حقایق رابسریره شي.

چارواکو د جمعې په ورځ په حمله کې د وژل شویو عسکرو کورنیو او د کانګرس غړو ته د پېنټګان د فېصلې په اړه معلومات ورکول شروع کړل.

جنرل کورېلا امر کړی چې په 90 ورځو کې دې هغه ته وروستی حال ورکړی شي.

د امریکايي پوځ د مېرین څانګې سارجېنټ ټایر وارګس اېنډریوز کانګرس ته د مارچ په میاشت کې په خپل جذباتي بیان کې وویل د کابل هوايي اډې سره نږدې ځانمرګي حمله کونکی یې ودرولی شو خو کوښښ یې شنډ شو.

هغه وویل هغه مېرين او نورو عسکرو ته چې د انخلا په عمل کې يې مرسته کوله، ورته د حملې نه مخکې د ځینو داسې کسانو په اړه حال ورکړی شوی چې ګمان پې کېدو چې برید کولی شي.

اېنډریوز وویل هغه او نورو کسانو دوه سړي معلوم کړل چې دوی ته د ورکړی شوي حال سره سم معلومېدل او چلند يې هم مشکوک و خو امریکایي عسکر زیاته کړه چې د مشکوکو کسانو خلاف د ګام اخیستلو د خواست جواب یې ترلاسه نه کړی شو.

اېنډریوز د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ مشر د رپپلېکن پارټۍ مایک مېکال ته وویل تر اوسه پورې په دې اړه د چا احتساب نه دی شوی.

په کانګرس کې اورونه افغانستان نه د صدر بایډن د حکومت د انخلا تګلارې ته د کتنې په اړه کېدله.

په کانګرس کې د اورونې نه وروسته د اپرېل په میاشت کې د صدر بایډن حکومت افغانستان نه د خونړۍ انخلا ذمه واري د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت واچوله.

د 12 پاڼو په یوه خلاصه کې د صدربابډن حکومت وویل چې د ټرمپ فېصلو د بایډن لاسونه نیولي وو.

په دغه خلاصه کې حکومت ومنله چې پکار ده افغانستان نه د امریکایانو او د اتحادیانو انخلا مخکې شروع شوی وی خو امریکايي حکومت په دې لړ کې د ځنډ ذمه واري په افغان حکومت او افغان پوځ،‌ په امریکايي پوځ او د استخباراتي ادارو په اندازو واچوله.

د صدر بایډن حکومت د انخلا په اړه د پېنټګان او د سټېت ډپارټمنټ یا خارجه وزارت هغه تفصیلي کتنې د څرګندولو نه انکار کړی او وایې دا کلېسفایډ یا انتهايي خفیه رازونه دي.

په افغانستان کې د امریکې د بحالۍ د کوښښونو څارنه کوونکي د امریکې حکومتي ادارې سیګار مشر جان ساپکو په خپله جایزه کې ویلي افغانستان نه د انخلا د مکمل کېدو نه مخکې د افغان حکومت او د افغان امنیتي ادارو نسکورېدل د ټرمپ او د بایډن د ګامونو نتیجه وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG