لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د جنوبي سیمو استوګن وایي د ترهګرۍ چټک شوي بهیر اندېښمن کړي دي


د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې بیا چټک شوي خو چارواکي وايي د ترهګرۍ ضد عمليات به تر هغې روان وي تر څو چې هیواد نه په بشپړه توګه د ترهګرۍ نوغی نه وي ويستل شوی.

د ځايي خلکو په خبره د ناامنۍ دې پېښو سخت پریشان کړي او د عامو خلکو په څېر عادي ژوند نه شي کولی.

‎په دې وروستیو کې کې خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده او زیات بریدونه د صوبې په جنوبي ضلعو کې شوي چې پکې امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو ډلو یو بل ته د زیاتو زیانونو اړولو دعوې کړې دي.

یو ځایي اوسېدونکی سهېل مروت وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي،هر ورځ جګړه وي، دوي د ې جګړو په ذهني او جسماني توګه خراب کړي دي .

هغه وایي"کاروبارونه نشته، لرې سفر کې د تښتول کېدو او وژل کېدو ویره وي، په سکولونو او کالجونو کې عسکر مېشت دي مونږ یې پریشان کړي یو چې چرته پېښه وکړو".

په نومبر میاشت کې په لکي مروت، بنو ، ډیره اسماعیل ، ټانک او په ځانګړي ډول وزیرستان کې زیات بریدونه شوي چې پکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم په ګڼ شمیر کې وژل شوي دي.

د دې تر څنګ په یادو سیمو کې د عامو خلکو د هدفي وژنو لړۍ هم دوام لري.

د نومبر په دریمه ډیره اسماعیل خان کې په یو چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او 21 نور ژوبل شوي وو .

د نومبر په 12مه په ټانک ضلعه کې د یو پولیس افسر په ګډون درې پولیس اهلکار وژل شوي وو.

وؤ ، په 22م نومبر وزیرستان کې درېوؤ بیلا بیلو بریدونو او چاودنو کې ځلور امنیتي عسکر او د قبایلي مشر په ګډون درې ملکي وکړي وژل شوي وؤ.

د نومبر په 27مه بنو کې د امنیتي ځواکونو په کاروان ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د دیارلسو امنیتي عسکرو په ګډون یوویشت کسان ژوبل شوي وؤ.

د د پاکستان پوځ د دغه برید تور شمالي وزیرستان کې د وسله والې ډلې په مشر حافظ ګل بهادر لګولی ؤ او دپاکستان حکومت له افغانستانه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان د ووسله والې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

څيړونکې وايي د بدامنۍ پېښو زياتېدو عام ولس انديښمن کړی دی.

د ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي د ضرب عضب عملیاتو په مهال ژمنه شوې وه چې دا سیمه به د هر رقم ناامني نه پاکه کولی شي خو دا حقیقت لري چې د ضرب عضب وروسته ګل بهادر بیا په شمالي وزیستان کې مضبوط موجودیت لري چې ورسره خارجیان هم دي.

‎د ساوت اېشين ټېرزم پورټل نومي ویبپاڼې ترمخه په صوبه کې روان کال 282 د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي، وایي په دې کې177عام وګړي، 291 د امنيتي ادارو عسکر او 353 وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندي او وايي، تر څو چې د ملک نه د ترهګرۍ نوغی په مکمله توګه ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.

تېره اوونۍ د صوبې ګورنر غلام علي وي او اې ډیوه ته ویلي وو د امنیت ټېنګښت د مرکزي او صوبايی حکومت ذمه داري ده او مونږ هڅه کوو د ورورولۍ په طریقه دا نفرتونه ختم کړو او چې کوم خلک د حکومت پرضد جنګ کوي هڅه کوو چې دا ګرفتار کړو.

ځايي خلک او څیړونکي وايي د شلو کالو راهسې د یوې نه ختمېدونکې جګړې سره مخ دي او لویه ستونزه دغه ده چې دا پېښې ورځ تر بلې سېوا کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG