د پاکستان د پنجاب صوبې پخوانی وزیراعلا او تحریک انصاف ګوند مشر پروېز الهي په لاهور کې د يوې میاشتې دپاره نظر بند کړی شوی دی، خو د نوموړي د نظربندۍ ضد لاهور هايکورټ ته خواست شوی دی.
د پاکستانيو رسنیو ترمخه د لاهور د ماډل ټاون پولیسو او استخباراتي ادارو مرستيال کمشنر ته خواست کړی چې د پروېز الهي د خوشي کېدو له امله د امنيت خطره جوړېدی شي او د نهمې مې په څېر حالاتو جوړولو دپاره هغه د ملګرو سره راوتلی شي.
د خواست وروسته پروېز الهي د يوې میاشتې دپاره د تهري اېم پي او قانون لاندې په کېمپ زندان کې نظر بند کړی شوی دی.
وروسته ويل شوي د پروېز الهي نظر بندي په لاهورهايکورټ کې چېنلج کړی شوې ده.
ويل شوي لاهور هايکورټ په مقدمو کې د هغه ضمانتونه منظور کړی او په بله مقدمه کې یې د نه نيولو امر کړی دی.
عدالت ته خواست شوی د پروېز الهي د نظر بندۍ حکم کالعدم وګرځول شي.
پروېز الهي د جون د میاشتې په لومړۍ نېټه په لاهور کې د کور سره نزدې نیول شوی پنجاب کې نګران حکومت ويلي وو نوموړی ورته د غبن په قضيه کې مطلوب وو.
د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير ځايي ميډیا ته ويلي وو، پروېز الهي د د بډو یا غبن ضد ادارې [اېنټي کرپشن] ته مطلوب وو او تېښتې په مهال نيول شوی وو.
پروېز الهي د روان کال فرورۍ په میاشت کې د مسلم ليګ ق ګوند پرېښودو او صوبايي اسمبلۍ د لسو غړو سره په تحریک انصاف ګوند کې د شاملېدو اعلان کړی او د مارچ په مياشت کې د تحریک انصاف ګوند صدر ټاکل شوی وو.
نوموړی تېر کال د پاکستان تحريک انصاف په ملاتړ د پنجاب صوبې وزيراعلا جوړ شوی وو.