لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزيراعلي خټک داى پي سي پځايې پوځ سره دخبرو کولو تجويز ورکړى


دپاکستان دخيبرپښتونخواصوبې وزيراعلي پرويز خټک وزيراعظم ميا نواز شريف ته مشوره ورکړې ده چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دټول گونديز کانفرنس پځايې دې وفاقي حکومت په يو محدود ماحول کې په دغه معامله دهيواد دطاقتور پوځ سره ډاگيز بحث وکړي.
ميا نواز شريف ته په يو خط کې پرويز خټک وئيلي دي چې په تيرو وختونو کې هم دټولو گوندونو غونډې رابلل شوي دي ، خو کومه نتيجه اؤ گټه يې نۀ ده ورکړې ، ځکه په دغه معامله به په يو محدود ماحول کې خبرې کول گټورې اؤ په قومي مفاد کې وي.
درې ورځې دمخه دوزيراعظم سيکرټريټ ته درسيدلي خط ترمخه وزيراعلي پرويز خټک تجويز ورکړى چې وزيراعظم دې ديوې داسې غونډې مشري وکړي چې پکې دپوځ سرلښکر، ډائريکټر جنرل اف انټر سروسز انټلي جنس، ملټري انټلي جنس، داخله وزير، دخيبرپښتونخوا گورنر،دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيران اؤ نورو متعلقه پوځي اؤ غيرپوځي مشران موجود وي.
له دې وړاندې دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان هم وفاقي حکومت ته دتندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دگڼو گوندونو دکانفرنس دراغوښتو پځايې ديوې محدودې غونډې رابللو تجويز ورکړى ؤ.
وزيراعلي پخپل دغه خط کې په گوته کړې ده چې تندلارو په قبائيلي سيمو کې خپلې ځالې جوړې کړي دي اؤ ددغو ځائيونو څخه هغوي دخپلو کارروائيو منصوبه بندي کوي اؤ کارروايۍ ترسره کوي اؤ په قبائيلي سيمه کې عمليات په خيبرپښتونخوا يو لويې اثر لري.
پرويز خټک وائي په خيبرپښتونخوا کې امن ته پيښه خطره په قبائيلي سيمو کې دموجود صورتحال له امله ده اؤ دغه سيمې دمرکز تر انتظام لاندې دي.
پرويز خټک په صوبه کې دقبائيلي سيمو څخه دکډوالو شوؤ کسانو په استوگنه انديښنه څرگنده کړې، هغه وائي نزدې ١٦٢٠٠٠ کورنۍ چې تقريباً يو اعشاريه درې ملينه کسان جوړيږي په خيبرپښتونخوا کې په ژوند کولو مجبور کړل شوي.
هغه وائي چې دغو کډوالو دځان سره خپلې دښمنۍ اؤ شخړې هم راوړي دي.
هغه وائي چې پوليسو ته دکډوالو په څارنه اؤ نورو معاملو کې مشکل پيښ دى ، ځکه هغوي ته په قبائيلي علاقو کې په کيمپونو کې داوسيدو ضرورت دى.
وزيراعلي خټک وئيلي دي چې ٦٥ فيصده افغان کډوال هم په صوبه کې ميشته دي، باوجود ددې چې صوبائي حکومت دافغان کډوالو په اړه دتگلارې په جوړولو کې دخپلې مرضۍ اظهار نۀ لري.
پرويز خټک تجويز ورکړى چې په خيبرپښتونخوا کې ميشته کډوال دې په څلورو واړو صوبو کې يو شان وويشل شي اؤ زياتوي چې دڅلورو لکو څخه دزياتو غيررجسټرډ افغانانو دملک بدر کولو ضرورت دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG