لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد او سندهـ هائيکورټ د پرويز مشرف خواستونه رد کړي


Paytaxt Vaşinqton qar örtüyü altında. Hökumət idarələri və məktəblər bağlıdır.
Paytaxt Vaşinqton qar örtüyü altında. Hökumət idarələri və məktəblər bağlıdır.

سلام اباد هائيکورټ د پرويز مشرف هغه خواستونه رد کړي چې پکې پرويز مشرف باندې دغدارۍ د مقدمې چلولو دپاره جوړ کړی شوی خصوصي عدالت ، او د دغه عدالت د ججانو او وکيل تقرري چيلنج کړی شوې وه . او سندهـ هائيکورټ د مشرف د اي سي ايل نه د نوم ويستو په اړه فېصله جاري کړی ده .


د اسلام اباد هائيکورټ د پرويز مشرف هغه خواستونه رد کړي دي . کومو کې چې پرويز مشرف باندې دغدارۍ د مقدمې چلولو دپاره جوړ کړی شوي خصوصي عدالت ، او د دغه عدالت د ججانو او وکيل تقرري چيلنج کړی شوې وه .
او د سندهـ صوبې ايالتي محکمې د پخواني پوځي صدر ريټائرډ جنرال پرويزمشرف د اي سي ايل يا د ملک نه بهرتلونکي فهرست نه د نوم ويستو په خواست امر جاري کړی ، او پرويز مشرف ته يې په دغې اړه د وفاقي حکومت سره د تماس نيولو وئيلي دي .

د اسلام اباد هائيکورټ جسټس رياض احمد خان د پرويز مشرف په دواړه خواستونو لنډه فېصله اورولې ده . او دواړه خواستونه يې رد کړي دي .
پخواني پوځي صدر پرويزمشرف د جمعې په ورځ د ايډوکيټ خالد رانجها په زريعه اسلام اباد هائيکورټ کې په ځان د غدارۍ مقدمه په سويلين عدالت کې چلېدل چېلنج کړي وه ، او وئيلي وو چې د هغه خلاف مقدمه يواځې د پوځي ايکټ لاندې چلول کېدی شي .
د اسلام اباد هائيکورټ د پرويز مشرف خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی ؤ .
نن د پرويز مشرف لخوا د هغه وکيل خالد رانجها د اسلام اباد په هائيکورټ کې د هغه ججانو او وکيل تقرري چيلنج کړې وه ، کوم ججان چې به د پرويزمشرف په ضد د غدارۍ د مقدمي چلولو دپاره په جوړه شوې ځانگړې محکمه کې د دغه مقدمې اورېدنه کوي .
په دغه خواست کې د غدارۍ د مقدمې دپاره اکرم شيخ د وکيل په توگه جوړول هم چيلنج کړی شوي ؤ .
د اسلام اباد هائيکورټ جسټس رياض احمد خان چې د دغو دواړه خواستونو اورېدنه يې کوله ، نن د گل په ورځ يې په خپله لنډه فېصله کې دواړه خواستونه رد کړي دي .
د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د اي سي ايل نه د نوم ويستو دپاره د هغه وکيل ای کيو هاليپوته تېره مياشت سندهـ هائي کورټ ته خواست کړی وو . چې د پروېز مشرف ۹۵ کلنه مورناروغه ده او د هغې د تپوس دپاره مشرف دوبۍ ته تلل غواړي . ځکه د مشرف نوم دې د اي سي اېل نه وويستل شي او هغه ته دې د ملک نه د بهر تلو اجازت ورکړی شي .
د سندهـ هائي کورټ د جسټس سجاد علي شاه او جسټس نعمت الله پلپوټو دوه کسيزه ججانو بنچ د پروېز مشرف په خواست نن امر جاري کړی دی . او عدالت په خپله فېصله کې وئيلي دي چې دغه معامله د عدالت په اخيتار کې نه راځي ، او مشرف ته يې د اي سي ايل نه د نوم ويستو دپاره حکومت سره د رابطې کولويا په ټرائل کورټ کې د اپيل کولو وئيلي دي .
پخواني پوځي صدر ريټائرډ جنرال پرويز مشرف باندې د حکومت لخوا د مخکې نه د ائين د ارټيکل شپږم لاندې د غدارۍ د مقدمي جوړولو پرېکړه شوې ده ، او په هغه د غدارۍ د مقدمي دپاره د درې ججانو ځانگړې محکمه جوړه کړی شوې ده .
د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړې ځانگړې محکمې د حکومت په خواست پرويز مشرف په ۲۴م دسمبر د نهې په ورځ عدالت ته غوښتی دی .
پخواني پوځي صدر پرويز مشرف باندې به په کال ۲۰۰۷م کې د بيړني حالاتو په ځايې کولو ، د ائين ماتولو او ججانو د نظربندۍ په تور د ائين د شپږمې دفعې لاندي د غدارۍ مقدمه چلول کيږي .
د پاکستان د ائين د شپږمې دفعې د خلاف ورزۍ سزا تيزندي يا عمر قېد دی .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG