لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف وايې پوځ زما په ضد د غدارۍ په مقدمه خفه دی


پرويز مشرف وئيلي ما چې په خپل دور کې څه هم کړي دي ، په هغې ټولو کې پوځ زما مرستيال ؤ
پرويز مشرف وئيلي ما چې په خپل دور کې څه هم کړي دي ، په هغې ټولو کې پوځ زما مرستيال ؤ

پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د اتوار په ورځ يوې بهر ملکي خبرې ادارې ای اېف پي ته وئيلي دي . د هغه په ضد دغدارۍ مقدمه چلول د هغه نه بدله اخېستل کيږي . پرويز مشرف وئيلي ما چې په خپل دور کې څه هم کړي دي ، په هغې ټولو کې پوځ زما مرستيال ؤ .

د پاکستان پخواني پوځي صدر جنرال (ر) پرويزمشرف وئيلي ، زما په ضد د غدارۍ مقدمه انتقامي کاروايې ده ، پوځ په دې خبره خفه دی . او ټول پوځ زما ملگری دی .
پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د اتوار په ورځ يوې بهر ملکي خبرې ادارې ای اېف پي ته وئيلي دي . د هغه په ضد دغدارۍ مقدمه چلول د هغه نه بدله اخېستل کيږي .
نوموړي وئيلي څنگه چې د هغه په ضد د غدارۍ مقدمې چلولو دپاره ځانگړې محکمه جوړه کړی شوي ده . او په دغې محکمه جوړولو کې چې د وزيراعظم نوازشريف او د سترې محکمې د پخواني مشر قاضي افتخار محمد چودهرې کوم کردار دی . د هغې نه دا خبره په ډاگه کيږي ، چې دغه مقدمه په رښتياؤ اډانه نه لري او د هغه نه بدل اخيستل کيږي .
پرويز مشرف وئيلي ما چې په خپل دور کې څه هم کړي دي ، په هغې ټولو کې پوځ زما مرستيال ؤ . او وس چې ماته کوم خبرونه ميلاويږي ، پوځ زما په ضد د غدارۍ په مقدمه او لگول شوؤ تورونو باندې خفه دی . او ټول پوځ په دغې مسله کې زما ملگری دی .
پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف باندې د ائين ماتولو او په کال ۲۰۰۷م کې د بيړني حالاتو په ځايې کولو په ضد د ائين د شپږمې مادې لاندي د غدارۍ مقدمه چلولی شي . او د دغې مقدمې چلولو دپاره حکومت په اسلام اباد کې ځانگړې محکمه جوړه کړی ده .
د غدارۍ د مقدمې عدالت امر کړی دی ، چې د ۲۰۱۴م د جنورۍ په لمړۍ نېټه به پرويز مشرف باندې فردجرم لگولی شي .
پرويز مشرف د غدارۍ په مقدمه کې په لمړي ځل ځانگړی محکمې د روان کال د دسمبر په ۲۴م نېټه عدالت ته طلب کړی ؤ . خو د مشرف عدالت ته په تلونکي لار کې د بارودي موادو ترلاسه کېدو وروسته هغه د عدالت په وړاندې حاضر نه شو .
او عدالت هغه ته د جنورۍ په لمړۍ نېټه په خپله د حاضرېدو حکم کړی دی .
پرويز مشرف باندې د حکومت لخوا دغدارۍ د مقدمې چلولو دپاره د درې کسيزه ججانو ځانگړې محکمه جوړه کړی شوې ده . او د دغې عدالت د ججانو دپاره حکومت د سترې محکمې پخواني چيف جسټس افتخار محمد چودهرې ته خط لېگلی ؤ . او بيا د سندهـ هائي کورټ ، لاهور او کوئټي د ايالتې محکمو نه د دغې عدالت دپاره ججان وټاکل شو .
د پرويز مشرف لخوا د هغه په ضد د غدارۍ مقدمه په سول عدالت کې چلېدل په اسلام اباد هائيکورټ کې چېلنج کړی شوي ؤ . او پرويز مشرف موقف خپل کړی ؤ چې هغه د دريم نومبر ۲۰۰۷م اقدام د ارمي چيف په توگه کړی ؤ ، ځکه د هغه په ضد مقدمه په پوځي عدالت کې چلېدلی شي . خو عدالت يې وروستو دغه خواست رد کړی ؤ .
د پرويز مشرف لخوا د ځانگړې محکمې جوړېدل ، او دهغې د ججانو او وکيل نومونه هم چيلنج کړی شوي ؤ . او د اسلام اباد هائيکورټ د هغه دغه خواستونه هم رد کړي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG