لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور دانتظامیې لخوا بیا دافغان هنرمندانو دنه نیول کیدو په باور فنکارانو خپل احتجاج ختم کړو


پېښور کې دافغان هنرمندانو دګرفتارۍ په ضد دفنکارانو اؤ مدني ټولنې دغړو د احتجاج نه وروسته دپېښور ضلعي انتظامیې باور ورکړی چې دوئ به پېښور کې میشت افغان هنرمندانو ته دپیژندګلو کارډونه جاري کوي اؤ راتلونکي کې به پولیس افغان هنرمندان نه ځوروي چې له دې وروسته فنکارانو خپل احتجاج ختم کړی دی.

د زیارت په ورځ پېښور کې په دویم ځل هم دافغان فنکارانو دنیول کیدو پرضد دپېښور هنرمندانو،لیکوالانو اؤ موسیقارانو تنظیمونو هنري ټولنې، مفکوره اؤ هنرکور دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج کړی اؤ دافغان فنکارانو ګرفتاري یې غندلې ده.

روانه اوونۍ دپېښور پولیسو څلور افغان هنرمندان دغیرقانوني استوګنې په تور کې نیولي اؤ د۱۴ فارن ایکټ‌لاندې یې پرې مقدمه درج کړې وه.

دغه افغان هنرمندان چې دا مهال دپېښور په مرکزي زندان کې پراته دي، دمفکوره تنظیم مشر ښاغلی حیات روغانی وایي چې د۱۴ فارن ایکټ لاندې به پاکستان نیول شوي افغان هنرمندان بیرته دطالبانو حکومت ته سپاري اؤ ددې مطلب داشو چې دوئ په لویې لاس دمرګ خولې ته سپارل کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي حیات روغاني وویل دافغانستان نه چې کوم هنرمندان پېښور ته راغلي نو دوي دسیل سپاټې لپاره نه دي راغلي بلکې طالبان چې دکله نه افغانستان کې په حکومت قابض شوي نو ګڼ شمیر افغان هنرمندان یې وژلي،ځورولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي اؤ دې فنکارانو یوازې دخپلو سرونو بچ کولو لپاره پېښور ته پناه راوړې ده.

هغه وویل دنیول شوؤ افغان فنکارانو دضمانتونو لپاره یې عدالت ته رجوع کړې خو وایي اوس سوال یوازې ددې فنکارانو نه دی بلکې ،راتلونکي حالات ښایي چې نور په سوونو اؤ زرګونو افغانان هم دحالاتو له امله پېښور ته راشي اؤ که دوئ په دلته پولیس نیسي اؤ بیا یې طالبانو ته سپاري نو دا به دبشري حقونو سخته خلاف ورزي وي.

دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د راجوړ شوي نني سندریز احتجاج په مهال هم فنکارانو سندرې ویلي اؤ ساز و سرود یې غږولو.

خو دسندرغاړو دتنظیم مشر راشد خان یوسفزي وي او ای ډیوه ته وویل چې د دوئ په نني پرامنه احتجاج پولیس کوتکونه ورولي اؤ ګڼ فنکاران یې وهلي دي.

وروسته دپېښور ډپټي کمشنر پخپل دفتر کې دفنکارانو اؤ دمدني ټولنې دنماینده وفد سره خبرې اترې وکړې اؤ هغوئ ته یې باور ورکړو چې دنیول شوؤ افغان فنکارانو دضمانتونو په لړ کې به پولیس اؤ انتظامیه په بشپړ ډول مرسته کوي اؤ هغوئ به دطالبانو حکومت ته نه سپارل کیږي.

دپېښور انتظامي مشر دا باور هم ورکړو چې په راتلونکي کې کوم افغان هنرمندان پېښور ته راځي هغوئ ته به دکلچرل محکمې له لوري دپیژندګلو ځانګړي سرکاري کارډونه ورکولی شي اؤ پولیس به ددغو کارډونګو لرونکو ته څه نه وایي.

د ډپټي کمشنر احتشام په دې یقین دهانۍ وروسته فنکارانو اؤ دمدني ټولنې غړو دخپل احتجاج ختمولو اعلان وکړو.

یرکال په ۱۵م اګست چې طالبانو کابل ونیولو دهغې راپدیخوا دسلګونو په شمیر موسیقاران اؤ هنرمندان دافغانستان څخه وتلي اؤ ګڼ شمیر پاکستان اؤ نورو ګاونډي هیوادونو ته اوښتي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي افغان طالبانو هنرمندان نیولي، دهغوئ دموسیقۍ الات یې سوځولي اؤ یا یې هم خپلې دموسیقۍ الات دهغوئ غاړو ته وراچولي اؤ د رسوا کولو په خاطر یې په لارو کوڅو کې ګرځولي دي.

دطالبانو دحکومت لخوا که هر څو تر اوسه په ډاګیز ډول افغانستان کې په موسیقۍ دبندیز اعلان نه دی شوی خو سرچینې وایي چې د دوئ دامرباالمعروف ونهی عن المنکر په نوم د ادارې وسله وال هنرمندانو اؤ سندر غاړو پسې ګرځي اؤ هغوئ ځوروي.

په نزدې وختونو کې دافغانستان نه په سوؤنو هنرمندان پاکستان اؤ نورو نزدې ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي اؤ وایي اوس په پردیو هیوادونو کې دستونزو ډک ژوند کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG