په پېښور کې د افغانستان د ازادۍ ورځ لمانلو په موقع پولیس ۱۷ افغانان ګرفتار کړي دي.
د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې ګڼ شمېر افغانان د پېښور په حیات ایاد سیمه کې جمع شوي وو، د خپل ملک بېرغونه یې پورته کړي وو چې په دې موقع ځینو کسانو د پاکستان په ضد شعارونه ووهل او حالات د تاوتریخوالي ښکار شول.
پولیس په نیول شویو افغانانو د سړک بندولو، پولیس په کاڼو وېشتلو او نسلې تعصب د راپارولو الزام پورې کړی دی.
پولیس ویلي نیول شویو کسانو شناختي دستاوېزات هم نلرل.
د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي په نیول شویو کسانو د پاکستان په ضد د نعرې پورته کولو الزام هم لګول شوی او عدالت ته وړاندې کړی شوي دي.
په عمومي توګه په پاکستان کې د افغانستان سفارتخانه او پېښور، کوټه او کراچۍ کې په افغان کونسلګریو کې د افغانستان د ازادۍ د ورځ په مناسبت دستورې کېږي.
د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه په تېرو دریو څلورو کلونو کې په پېښور کې د افغانستان د ازادۍ د ورځ په موقع د افغانانو د ګرفتارېدو رپورټونه مخې ته راځې.