لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور په هوائي ډگر بريد کې نهه کسان مړۀ،42 ژوبل


دغه راکټي بريدونو سره سم امنيتي ځواکونو دپيښور دهوائي ډگر او خواؤشا سيمو کنټرول په لاس کې واخستو او دتندلارو دلټونې عمليات يې پيل کړي دي
دغه راکټي بريدونو سره سم امنيتي ځواکونو دپيښور دهوائي ډگر او خواؤشا سيمو کنټرول په لاس کې واخستو او دتندلارو دلټونې عمليات يې پيل کړي دي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په هوائي ډگر ترسره شوي ترهه گريز بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان مړۀ او خواؤشا 42 نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد دخالي په ماسخوتن په داسې حال کې ترسره شوې چې دپيښور په هوائي ډگردهيواددننه او بهر تللو ته دالوت په انتظار مسافر دهوائي ډگر په تمځايى يا لاؤنچ کې ناست وؤ.
دپاکستان دامنيتي ځواکونو يو لوړپوړي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ډيوه ريډيو ته وويل ترهه گرو دپيښور ائيرپورټ سره دڅلورو کلو ميټره په فاصله دپرتې قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دشلوبر علاقې څخه پينځه راکټونه دپيښور په هوائي ډگر داغلي دي.
دغه چارواکي وويل په راکټونو کې دهوائي ډگر په دويال اؤ دوه دخلقو په کورونو پريوتي دي.
ددغه راکټي بريداوازونه دپيښور او خوؤشا کليوالو سيمو پورې رسيدلي دي.
دغه راکټي بريدونو سره سم امنيتي ځواکونو دپيښور دهوائي ډگر او خواؤشا سيمو کنټرول په لاس کې واخستو او دتندلارو دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.
دپيښور دپوليسو سرچينو دريځ بيا ددغه بريدونو په اړه بدل دى.
دپوليس سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په ائيرپورټ راکټي بريدونه نۀ بلکې ځان وژونکو بريد کړى دى.
دپوليس سرچينو له مخې يو شمير ځان وژونکو دپيښور هوائي ډگر ته دننوتلو هڅه کوله چې امنيتي ځواکونو دهغوي مخه ونيوه.
دپوليس سرچينو وينا ده په دغه مهال دبريدکوونکو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته کې درې ځان وژونکي وژل شوي اؤ دهغوي څخه بارود هم ترلاسه شوي.
دپيښور په هوائي ډگر دغه بريد تر دريوؤ ساعتو دوام لرلو اؤ په هوائي ډگر کې سختې ډزې اوريدل کيدې.
دمرستندويه ادارې ايدهي يو کارمند شمشاد په هوائي ډگر کې موجود دډيوه ريډيو خبريال ته وويل ترهه گرو دهوائي ډگر څخه خواؤشا ودانو کې مورچې نيولي او کوم مړۀ او زخميان چې په ايمبولينسونو کې روغتون ته وړل کيږي په هغوي ډزې کوي چې له دې امله دمړو او زخميانو روغتون ته په رسؤلو کې مشکلات رامينځته کيږي.
دپيښور دخيبرټيچنگ يا شيرپاؤ هسپتال سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي په دغه بريد کې پينځه کسان وژل شوي او 42 نور زخميان شوي دي.
سرچينې وائي په ژوبل شوؤ کې زياتره هاغه کسان شامل دي چې دهوائي ډگر سره نزدې يې کورونه لرل.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG