لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:حمله کې دوه سپاهيان مړۀ، پوليس افسر ژوبل


پوليس وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې د نامعلومو وسله والوډزو کې دفرنټئير ريزرو پوليس ډپټي کمانډنټ گل ولي خان ژوبل شوى اؤ دهغه ډرائيوراؤ محافظ وژل شوي دي.
دپيښور د پوليسو مشر يا ايس ايس پي عمران شاهد وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته ددغه پيښې د تفيصلاتو بيانولو په ترڅ کې وئيلي دي” دزيارت په سحر لوړ پوړى پوليس افسر گل ولي خان دخپل کور څخه دفتر ته روان ؤ چې دپيښور دگل بهار په انم صنم چوک کې دسړک دواړو غاړو ته په دوؤ موټر سائيکلو سورو څلورو وسله والو دهغه په گاډي ناتاره ډزې وکړې“ ؛
هغه وويل چې پيښه کې دهغه محافظ اؤ ډرائيور وژل شوي دي.
سرچينې وائي گل ولي دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته په ژوبل حالت کې رسول شوي اؤ دليډي ريډنگ هسپتال يو وياند جميل شاه وائي چې هسپتال ته ددوؤ کسانو مړي وروړل شوي اؤ ډپټي کمانډنټ درې ډزه لگيدلى چې حالت يې سخت دى.
دبريد وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
دتيرو څو اوونو راهسې پيښور کې دپوليس افسرانو دپه نخښه کولو پيښو کې اضافه راغلې ده.
روانه مياشت کې پيښور کې دډزو په بيلابيلو پيښو کې دپوليسو يو ډي ايس پي ، دوه ايس ايچ او گان اؤ دانټلي جنس بيورو يو انسپکټر اؤ گڼ شمير نور پوليس عسکر د نامعلومو وسله والو په بريدونو کې وژل شوي دي.
دنننۍ پيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو په تيرو وختونو کې دپاکستاني طالبانو تحريک پوليس اؤ امنيتي ځواکونه په نخښه کړي دي.
دغه پيښه څو گينټې وروستو له هغې رامينځته شوې چې دسندهـ په سکهر سيمه کې دائي ايس ائي په دفتر دځانمرگي وسله والو په يو بريد کې اووۀ کسان ووژل شول.
په تيرو وختونو کې هم پيښور کې دبمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو له لارې تندلارو گڼ شمير عسکر وژلي ،
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG