لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا پخوانۍ آډيټر جنرل مرحومه هشمت اقبال، د هغې ژوند او خدمات


هشمت اقبال په پاکستان کې د تنخواګانو او حکومتي خرچو د حساب کتاب د ادارې آډيټر جنرل آف پاکستان کې په دويم نمبر لويه آفسره وه. هغه د اختر په دريمه ورځ په ۱۷م جون په اسلام اباد کې د ۵۸ کالو په عمر کې په حق رسېدلې .

د نوموړې خاوند اقبال مومند اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وویل هرڅه که هغه يوه اوچته افسره وه خو هر سحر به يي په خپل لاس ټولې کورنۍ له ناشته جوړوله او هرې غم ښادۍ له به يي په وخت ځان رسوو.

ښاغلي اقبال مومند ويلي هشمت اقبال د بچو په خسمانه کې هېڅ نيمګړتيا نه ده پريخښې، هره ورځ به دفتر ته د تللو نه وړاندې خپل بچي سکولونو کالجونو ته بوتلل، دوه بچي يي ډاکټران او دوه وکيلان دي دا ټول د هغې همت او برکت وو.

مېرمن هشمت اقبال د پېښور يونيورسټۍ نه په انګريزي ادب کې ماسټري کړې وه او په کال ۱۹۸۴م کې يي د سي اېس اېس امتحان پاس کولو وروسته په اې جي آفس کې نوکري شرو کړې وه.

د پښتو وتلی سندرغاړې سردار علي ټکر وايي په يونيورسټۍ کې هغه د پښتون سټوډنټ فېډرېشن يوه فعاله غړې وه د اقبال مومند سره د واده نه وړاندې د هغې نوم هشمت فريد وو.

مېرمن هشمت اقبال د وړوکي اختر په دريمه ورځ په اسلام اباد کې د کېنسر ناروغۍ د لاسه مړه شوې. د خپل مرګ نه څومياشتې وړاندې مېرمن هشمت د ډيوه يو همکار ته په پاکستان کې په دفترونو کې د ښځو سره په روان زور زياتي او بې انصافۍ اندېښنې ښودلې وې.

هغې ويلي وو په ټولو افسرانو کې يي تر ټولو اوږده تجربه لرله خو د خېبر پښتونخوا د آډيټر جنرل په څوکۍ د څو مياشتو کار کولو وروسته په دې خبره اسلام آباد ته بدله کړې شوه چې نوروسړو آفسرانو پخپل سر يو ښځه افسره نه شوه زغملې .

مرحومه هشمت اقبال د پاکستان د آډيټر جنرل په دفتر کې په دويم نمبر لويه افسره وه د نوموړې خاوند اقبال مومند اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته ويلي په ۲۲م د جون به ترټولو لوي ۲۲م ګرېډ ته په ترقۍ تللې خو ژوند ورسره ملګرتيا اونه کړه اوهغه د دغې نېټې نه پينځه ورځې وړاندې ددې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د ژوند دغه ارمان يي پوره نه شو،

مېرمن هشمت اقبال د وي او اې ډيوه يو همکار ته ويلي وو په پاکستان کې د کرپشن او په دفتري چارو کې سياسي مداخلت ډېره تنګه کړې خو چې ۲۲م ګرېډ ته يي ترقي اوشي نو د خپلې نېټې نه به وړاندې استعفا ورکوي.

مرحومه هشمت اقبال خوږه درنه پښتنه وه په ناسته ولاړه کې ډېره ساده باده وه، هغه يوه ډېره اوچته افسره وه خو الله دومره دروند خوي ورکړی وو چې په هيچا به يي خپله افسري نه خرڅوله.

هشمت اقبال ډېره خوش مزاجه ښځه وه چې په کوم محفل کې به ناسته وه ټول محفل به په هغې تود وو،هر وخت به يي خله د خندا ډکه وه خو چاته دا پته نه وه چې د ټق ټق خندا شاته هغې څومره غمونه پټ کړي وو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG